No-IMG

روانه پیړۍ د هغه چا ده چې پر فکري او علمي سرچینو پانګونه کوي

روانه پیړۍ د هغه چا ده چې د فزیکي سرچینو سر بېره پر فکري او علمي سرچینو پانګونه کوي. نوې نړۍ کې به هغه څوک ګټونکي وي چې د بهترین ستراتیژیک فکر خلک ولري.‌ ستراتیژي ده چې یو هیواد نه نش څخه د نړۍ قوي ځواک جوړوي.‌

امریکا په تېرو ۳۰۰ کلونو کې د نړۍ قوي مغز را ټول کړل، د نړۍ قوي‌ پوهنتونونه او بهترین تحقیقاتي‌ مرکزونه دوی جوړ کړل.‌ همدا پالیسي وه چې له جرمني یې کسنجر، این سټاین له پولېنډ یې برژنسکي او د نړۍ له ګوټ ګوټه یې هر هغه چا ته په خپل غېږ کې ځای ورکړ چې دوی پوهېدل کار ترې اخستلای شي.

نن چین او د نړۍ هر هیواد پر R&D کار کوي، دوی کال تر بل د ریسرچ او پرمختګ فنډ زیاتوي.

حکومت باید ډېر لوی فکر ولري،‌ پر آیډیالوژیکو او فکري اختلافاتو باید خپلې فکري سرچینې ضایع نه کړي. له دې سر بېره هغه غیر افغانان چې مونږ کولی شو د خپل هیواد د پرمختګ لپاره یې له وړتیاؤ کار واخلو باید خپل هیواد کې ورته فرصتونه او وسائل برابر کړو.‌

هیوادونه یواځې په اراده، اخلاص او پاک نیت نه جوړېږي.

که غواړو سیاست کې سیالي وکړو، ډېر لوی کار ته اړتیا ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک