چین د روسيه لپاره له نورو زیات اعتمادي او باوري هیواد دی
مسکو کې د “انرژي هفته” نومي یو کنفرانس کې پرون پوتین سی ان بي سي ته د چین په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛
څومره چې زه د چین د حکومتدارۍ په فلسفه پوهېږم، چین نورو هیوادونو سره په جګړو باور نه لري، دوی نړیوال سیاست ته له جلاء زاویې ګوري. مونږ لپاره چین له نورو زیات اعتمادي او باوري هیواد دی او مونږ لپاره د ستراتیژیک ملګري حیثیت لري. مونږ کوښښ کوو چې یو بل سره د انرژۍ له لارې ونښلو. روسیه تابیا لري چې د منګولیا له لارې چین ته ګاز صادر کړي، همداسې د آرتېک بحر له لارې هم چین ته د سوداګرۍ لار ورکوو، د آرکتیک LNG2 (چې د مایه ګاز د نړۍ لویه پروژه ده) په اړه مو هم خبرې روانې دي، یواځې سږ کال مو په سودا ګرۍ کې ۱۰۰ میلیارده زیاتوالی راغلی، دا یو ریکارډ دی.
د انډو پېسېفېک په اړه زما نظر دا دی چې هغه هیوادونه چې له د دې سیمې برخه نه ده (امریکا یې مفهوم دی) باید له دې سیمې ووځي، مونږ خپلو کې سره پخوا هم اوسېدلي یو او اوس هم د نړیوال قانون په رڼا کې د سوېل چین سمندرګي مسئله حل کولی شو.”
پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم وویل؛ “مونږ سرې کرښې لرو او امریکا باید ځان پرې پوه کړي. مرکزي آسیا کې نظامي اډې نه پرېږدو، افغانستان کې د داعش فعالیت حساس دی.”
د چین په اړه د پوتین خبرې له دوه زاویو کتلای شو.
پوتین دې لپاره دا خبرې کوي چې په امریکا فشار زیات او په اینده کې د امریکا تر څنګ په ودرېدلو کې خپله بیه لوړه کړي، یعنې امریکا ته دا وښايي چې که ده ته له ډېر څه تېر نه شي دا چین سره هم جوړیدلای شي.
یا یې هدف دا دی چې امریکا ته د دې سګنال ورکړي چې روسیه د چین تر څنګ درېدلو ته تابیا نیسي. دا خبره په خصوصي ډول ډېره جالبه ده چې پوتین وايي چین په نړیوال سیاست کې په جګړو باور نه لري. د ده خبره له علمي لحاظه بیخي سمه ده خو دا چې د سړې جګړې په داسې نا مالوم وخت کې پوتین داسې خبره کوي، ډېر قوي سګنال دی. یاد مو وي چې هغه ورځ روسیې ناټو ته هم وویل چې دوی ستراتیژي دا نه ده چې د ناټو برخه شي.
افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته روسیه په دې پوهېږي چې امریکا افغانستان کې څه لوبه روانه کړې او د لوبې هدف یې څوک دي! دوی په دې لوبه له ۲۰۱۵م پوه دي او پر وړاندې یې ولاړ دي.
په ۲۰ م د اکتوبر د مسکو غونډه، د چین فعالیت، د مرکزي آسیا، پاکستان فعالیت او د ایران غونډه چې ښايي نږدې ورځو کې اعلان شي امریکا ته د دې سګنال دی چې په افغانستان کې د امریکا د پخوانۍ یواځینۍ پاتې وسیلې په اړه بې تفاوته نه پاتې کېږي.
امریکا کوښښ کوي افغانستان په اړه نړۍ د خپل اثر لاندې وساتي دوي کوشش کوي چې تر څو دوی د افغانستان نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني، هېڅوک یې باید ونه پېژني خو چین، روسیه او ترکیه چې په نړیوال سیاست کې د امریکا د یکه تازۍ سخت مخالفین دي، کوښښ کوي سیمه ایزه تګلاره جوړه کړي او نورو هیوادونو سره په شریکه ګډ تصمیم ونیسي.
د نوي حکومت لخوا د قطر سفر، د ترکیې او نن د ازبکستان سفر ښه خبرونه دي.
واقعیت دی چې په خپلو خپو درېدل سخت، مزل یې اوږد خو بنیاد یې قوي وي. خپل جوړ کړای شوي بنیادونه لکه د پخوا په شان دوه هفتو کې نه نړېږي.
