د سردار ولي پښتونزوی لیکنی

زموږښاغلي شېر خان خروټي

يوه پېړۍ وړاندي يو عام لوستی سړی د غزني د قره باغ څخه هند ته ولاړ، هلته يې پخپلو پېسو تجارت پيل كړ. ورپسې مرکزي اسيا او روس ته ولاړ او هلته يې ځيني نادر ديني او تاريخي کتابونه په سمرقند کي د فارسي ژباړي لپاره محررينو ته وسپارل چي ده په کار ګومارلي وه. اميرامان الله خان چي کله خبر سو، نوموړی يې کابل ته راوغوښت، ده ته يې د دغو كتابونو د چاپ لپاره د معارف لومړۍ درجه جايزه او [ناشر(خپرونکی)] لقب وركړ. شېر خان د نادرشاه په دوره كي تجارت پرېښود، لومړی د ارګون اولسوال او په ۱۹۳۸ع کي د بدخشان او قطغن نايب الحكومه و ټاكل سو. ده په هغه سيمه كي د ښاري پلان له مخي سړکونه جوړ کړل او د ټیليفون مزي يې وغځول. کله چي لندنی٭ شمال ته د خپلو ...
نور ولوله

د افغانستان اردو، لومړنی کنډګ چي ټول مواد ئې پخپله افغانانو جوړ کړي

د افغانستان اردو، لومړنی کنډګ چي ټول مواد ئې پخپله افغانانو جوړ کړي، ۱۹۰۵ع: د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دې کال کي اردو خپل مواد لکه: مرمۍ، توپک، څرخ[د اقرار اله] باروت، نېزه او د څرمني څخه جوړ، عسکري بوټونه، خولۍ او نور پخپله کابل کي جوړول. د تاريخي رواياتو له مخه دې وخت کي موږ لاندي ځواک لاره: پياده ځواک، ۸۰ ډلګۍ، هره، ډلګۍ: ۷۰۰ نفره، ټول: ۵۶۰۰۰ نفر سپاره ځواک؛۴۰ ډلګۍ، هره، ډلګۍ ۴۰۰ نفره ټول: ۱۶۰۰۰نفر توپ خانه: سل بطریه: هره بطریه ۱۰۰کسه، ټول: ۱۰۰۰۰ د افغانستان ملي اردو د كړه وړو، اصليت او زړورتيا پر اساس د سيمي يو پياوړې اردو وه چي د هر باندني تېري په مقابل كي يې د عمل په ډګر ك...
نور ولوله

په کاناډا کي کندهار

کله چي د ميوند تاريخي ماته کي د انګرېزي ښکېلاک پزه پرې سوه، نو د خپلي ماتي دفاع او زرګونو انګرېزي ځوانانو د قربانۍ د یادګار په ډول پارلمان؛ د نومو ايښوولو کمېسيون څخه وغوښتل چي برتانوي مستعمرو کي دي کوم ځای د کندهار په نامه سي. کمېسيون کاناډا کي يو لوی کلی چي د ايسلينډ کډوال پکښي اوسېدل د [ کندهار] په نامه کړ او هم ئې پراخ رېل ګاډۍ شټېشن [اوس ددې کلي ميوزيم] سړکونه، پوسټ خونه، کليسا، بانک، هوټل او نورو ټولنيزو خدماتو تر څنګ څلور لوی سړکان د کابل ايونيو[Kabul Avenue]، خيبر ايونيو[Khyber Avenue] او اورڅک ايونيو[ Orchaky Avenue] په نومونو جوړ کړل. دغه کلی د کاناډا په سسکاتوان ولايت پوري اړه لري چي ولايتي حوزه ئې د وسلو سيند...
نور ولوله

د سپين بولدک جنګي کلا او تاريخي ټانګ ورکه/غلا

بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده چي مساحت ئې دوه پنځوس مربع مټره کېږي . په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو. او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي...
نور ولوله

د افغانستان لومړنۍ کابينه،۱۸۷۰ع

امير شېرعلي خان په افغاني نبض پوه مدير او مدبر شخص وو چي يوه نيمه پېړۍ د مخه يې پر افغانانو پخپله يوولس کلنه دوره کي د پرمختګ خورا ښې دروازې راخلاصي کړلې، خو د دښمنانو له لوري ډېر ژر وتړل سوې. کله چي امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير سو ( ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ ع کلونه) په هيواد کي د نوي تمدن پير پيل سو او په لومړي ځل امير د همدې پروګرام له مخه يوه نيمه پېړۍ مخکي تر پاچاهي مقام را لاندي يو حکومت جوړ کړ، صدر اعظم يې ورته وټاکه او وزيران يې ورته مقرر کړل. دې کابينه کي لاندي کسان وګومارل سول. *صدراعظم: سيد نور محمد شاه پښينګی وو چي د لوی ټول مختار رسمي نوم يې وو. *حسابي چارو مشر يا په اوسنۍ اصطلاح  د ماليې وزير او مستوقي المم...
نور ولوله

د افغانستان لومړی موټر

دغه موټر د افغانستان د لومړي موټر څخه ګڼل کېږي چي ښايي د تجارت په نيت به پر دې لار روان وي. ويل کيږي دغو موټرانو کي به د ډيزلو پر ځای لرګي او ډبرو سکاره سوځېدل او هغو به بيا بخار توليداوه او د موټر ماشين به ئې څرخاوه. د شلمي پېړۍ په پيل کي چي نننی احتراقي ماشین(Internal Combustion Engine) د موټر د چلولو د پاره په عام ډول په کار ولوېد او پټرولو/ډېزلو د سونګ موادو په حیث د لرګو او سکرو ځای ونیو، نو بیا دغه ډول ماشینونه چي د اوبو په بخار چلېدله؛ بېخي له کارېدو ولوېدله. جالبه داده چي اوس یو ځل بیا چي د پټرولو لوړ قېمت او هوا د ککړتيا خبري په متمدنو ټولنو کي رواني دي، ځيني ډېر پر مختللي ټکنالوجیکي مرکزونه یو وار بیا غواړي چي د بخار ماشین ...
نور ولوله

تاريخي يادښتونه: سراج کلا/قلعه سراج، لغمان

د  لغمان په مرکز  مهترلام کي یو ښايسته تاریخي بڼ سته چي کلای سراج نومیږي او د امیر حبیب الله خان له خوا و ودانه سوی دئ. امير به په ژمي کي د لغمان ته تلی او دالیشنګ او الینګار په درو کي به ئې ښکار کاوه، [ځکه په ژمي کي د کابل هوا سړه او لغمان او  جلال_آباد سیمو ملایمه او ښه آب وهوا درلودله] او دلته به اوسېده. ددې کلا بڼ په ۵۵ جریبه مځکه کي جوړ سوی دئ چي په منځ کي ئې دده استو ګنځی د  فرح_بخش ماڼۍ ودانه وه. علامه محمود طرزي په سراج الاخبار افغانیه کي د امیر له خوا د دغه بڼ د ودانولو ذکر او یادونه کړې ده او ویلي ئې دي چي امیر حبیب ...
نور ولوله

د افغان سیاسي مخکښ میرویس_نیکه په مقبره کي

کندهار، افغانستان ۲۰۰۹ع پېړۍ پخوا د کندهار ښار په لوېديځ کي زموږ پر دې ستر نيکه له ګچو، خټو او خښتو جوړه يوه خامه مقبره ولاړه وه چي بيا د ارواښاد نادرخان په دريم کال د هغې مقبرې پر ځای يو اته کونجه پر اسلامي سبک برابره او ستره مقبره جوړه سوه چي پر قبر يې د وزير_محمد_ګل_خان_مهمند په قلم داسي وليکل سول: "دا مرقد د ښاغلي توريالی پښتون او محرک د ازادۍ د پښتانه، مرحوم حاجي ميرويس خان نيکه هوتک ده چه له خپلي ښادمني ميني په ميړانه وويستل او پښتانه يې له استيلا څخه د متجاوزينو ازاد کړه. اته کاله ئې حکومت وکۍ او په کال ١١٢٧ه.ق وفات سو، په سلطنت د اعليحضرت پښتون محمد نادرشاه په توجه د ښاغلی پښتون محمد ګل خان مهمند رئيس تنظيمه د قندهار په ياد ګار د رحميت او لوړو...
نور ولوله

افغان تاريخ کي تر ټولو لومړی او ستره چاودنه...

کابل، بالاحصار، ۱۸۷۹ع کال د اتلسمي پېړۍ د لندن نامتو انځورګره ورځپاڼه ګرافيک تر دې انځور لاندي ليکي: "د ۱۸۷۹ په اکتوبر کي د کابل په بالاحصار کي يوه ستره چاودنه ناببره وسوه چي ټول کابل ئې ولړزاوه، زموږ همکار له خواجه صفا غونډۍ څخه دغه انځور ليکلی او تر لاندي ليکي: [د چاودني تر شا د غره لمن کي سپيني خيمې د بريتانوي ځواکونو کمپ، کيڼ لاس ته د کابل ښار، ښي لاس ته سپينه کرښه د جلال اباد لار او ښي لاس ته خيمې د نېپالي ځواکونو اجير کمپ...]" ما [پښتون زوی] چي هر څو پوښتنه کړې ده، زموږ مشران له دې پېښي چنداني نه وه خبر، خو ښکاري داسي چي ښايي کوم باروت/توپخانه کي د اورل...
نور ولوله

تاريخي يادښتونه د حضرت علي رض زيارت – بلخ

 بلخ؛ چي په سيمه کي تر ټولو زوړ ښار او له ميلادي کال څخه دوه زره کاله د مخه د بخدي تمدن پلازمېنه وه. بنسټګر ئې دآريايانو نوښتګر باچا يما وو. وروسته چي په تل خيران کي د حضرت علي قبر وموندل سو او د مزارشريف ښار يې مرکز سو، خو ځيني بيا داسي روايت کوي چي اصلاً دلته د اريايانو سپېڅلی پېغمبر [ زردښت] چي له ميلاد څخه (۱۲۰۰) کاله وړاندې  اوستا کتاب ليکلی، منسوبوي. له ځينو نخښو ښکاري چي يو وخت درې ديوالونه پر دې ښار راتاو او په منځ کي ئې يو معبد او بالا حصار وو. د اسلام د څلورم خليفه [حضرت علي رض] ارام ځای چي ادعا کېږي ابومسلم خراساني په ۱۲۹ل کال په يوه پټ صندوق کي د عراق د نجف څخه بلخ ته د بني امیه او بني هاشم کورنيو د دوښمنيو له امله راوړ او همدلته ئې خ...
نور ولوله

زموږ ښاغلي ملا عبد السلام اشېزی

سردار ولي پښتون زوی   ۹۶کلن قاضي  ملاعبدالسلام_اشېزی د کوږک او کندهار مشهور اولسي شاعر او امير امان الله له خواخوږو ملايانو څخه وو. نوموړي ملا د ژور ملي احساس په لرلو انګريزي ساسيت تل د شعر په ژبه غانده، او شعر څخه ئې د انګرېز پر خلاف د یوې ځانګړي موخي او هدف لپاره کار واخیست، ورپسې چي دده ايډيال باچا [امير امان الله خان] د انګريزي دسيسو قرباني سو، ملا سلام پر دې اور نور تيل وپاشل، او د [ سوسن چمن ] په نامه ئې کړکېچنه شعري ټولګه چاپ کړه. دا چي بې فرهنګه انګرېز دښمن هر څه څارل، دغه کتاب ئې له چاپيدو وروسته ډېر ژر له ټولو سيمو؛ ان دده د کوره هم ټول او وسواځه. خو د ښه مرغه چي د ملاسلام پر کور د چاپې په ورځ د ملا ...
نور ولوله

د افغان تاريخ جالبه څېره پښې لوڅی جنرال

ببرک حان د مازک خان ځدراڼ زوی وو چي په ۱۸۶۲ع کال د خوست د دوه مانده اولسوالی خلويټي(خولويټي) کلي کي وږېږېد خو وروسته د نادرشاه کوټ اولسوالي، المره کلي، گیدوری ته ولاړ. کله چي ځوان سو نو دا وخت په سرحدونو کي د انګرېزانو پر ضد مقاومت پیل سوی وو، ببرک خان هغه وخت د #اميرعبدالرحمن پام ځان ته واړاوه، چي د پولي تر څنګ ئې پر انګرېزانو غلچکي بريدونه وکړل. هغه وخت د ډيورنډ تړون سوی وو او انګريزانو ته دا د افغانستان له خوا پر هند تيری ښکاره کېده، نو امير ته ئې په دې اړه رسمي شکايت وکړو. امير عبدالرحمن د پکتيا حاکم شیرین دل خان ته فرمان واستوه، چي ببرک خان حاضر کړه. ببرک کابل ته ولاړ او له امير سره ئې وليدل. #سراج_التواريخ په دې هکله ليکي: ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک