No-IMG

زموږ ښاغلي ملا عبد السلام اشېزی

سردار ولي پښتون زوی

 

۹۶کلن قاضي  ملاعبدالسلام_اشېزی د کوږک او کندهار مشهور اولسي شاعر او امير امان الله له خواخوږو ملايانو څخه وو.

نوموړي ملا د ژور ملي احساس په لرلو انګريزي ساسيت تل د شعر په ژبه غانده، او شعر څخه ئې د انګرېز پر خلاف د یوې ځانګړي موخي او هدف لپاره کار واخیست، ورپسې چي دده ايډيال باچا [امير امان الله خان] د انګريزي دسيسو قرباني سو، ملا سلام پر دې اور نور تيل وپاشل، او د [ سوسن چمن ] په نامه ئې کړکېچنه شعري ټولګه چاپ کړه.

دا چي بې فرهنګه انګرېز دښمن هر څه څارل، دغه کتاب ئې له چاپيدو وروسته ډېر ژر له ټولو سيمو؛ ان دده د کوره هم ټول او وسواځه. خو د ښه مرغه چي د ملاسلام پر کور د چاپې په ورځ د ملا مېرمني [ خالکه/خديجه ] د زوی په اوڼي کي يو ټوک له خپل زوی سره وتاړه او په دې ډول ئې انګرېزان او ورسره ځايي جاسوسان وغولول.

دغه کتاب چي شاعري ئې رزمیه بڼه لري، د هغه وخت د ځايي جاسوسانو پر غندنه او نورو پیښو اوتاریخي کړکېچونو بحث کوي، چي تر ټولو بد ئې انګريز دا ګڼل چي ولي د دوی ځايي پښتني جاسوسان پکښي ياد سوي دي.

ده ته د کوږک ستوری هم ويل کېږي او درې کتابه لري چي ( سوسن_چمن،  طلب_مذهب، زردانه دُر) نومېږي.

د پښتنو څخه خوابدي دغه ملا ۸۴ کلنی کي خپل دېوان ختم کړ او پای کي ئې ليکلي:

"کتاب د بنده ضعيف عبدالسلام مسمي په سوسن چمن مظهر د مصايبو د انقلاب د سلطان امان الله خان د انتقال، زر درې سوه اتيا کي ختم سو". 

له سلام بابا سره د مقاومت په دې ډګر کي جان ګل، دین محمد افغاني، ملک محمد خان، ملا نېک محمد، ملا سید نور الله او په ښځو کي بي بي خدیجه او ماګله خور د يادوني وړ دي.

د امير پر ملاتړو ملايانو بهترين مونوګراف ليکل کېدای سي، همدارنګه له افغان هنرمندانو، غوښتنه کېږي چي ددې ورکو کسانو په اړه په لڼدو کيسو، انځورګريو او نورو اړوندو چارو کي بيرته ټولي ته وپېژندل سي.

د ښه مرغه پنځه کاله د مخه زما دوست ارباب صاحب د نوموړي انځورګري په نيمه خوله وکړه چي زه ئې کور ودانۍ وايم [انځّور کامنټ کي]

د شعر نمونه ئې:

د سقاو پر زوی ډول مه وهئ ډمانو!

د وراباڼو لايق نه دی هر عروس

__________

څو غازي امان الله خليفه نسي

پښتانه به زام [زه وايم]تر مرګه پوري ژاړي.

__________

زما په ډهول به مي بیده پښتانه ويښ سي

زما اذان هر ځاﺉ ته رسي له کوږکـــه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک