تاريخي يادښتونه: سراج کلا/قلعه سراج، لغمان
د لغمان په مرکز مهترلام کي یو ښايسته تاریخي بڼ سته چي کلای سراج نومیږي او د امیر حبیب الله خان له خوا و ودانه سوی دئ. امير به په ژمي کي د لغمان ته تلی او دالیشنګ او الینګار په درو کي به ئې ښکار کاوه، [ځکه په ژمي کي د کابل هوا سړه او لغمان او جلال_آباد سیمو ملایمه او ښه آب وهوا درلودله] او دلته به اوسېده.

ددې کلا بڼ په ۵۵ جریبه مځکه کي جوړ سوی دئ چي په منځ کي ئې دده استو ګنځی د فرح_بخش ماڼۍ ودانه وه. علامه محمود طرزي په سراج الاخبار افغانیه کي د امیر له خوا د دغه بڼ د ودانولو ذکر او یادونه کړې ده او ویلي ئې دي چي امیر حبیب الله خان د دغه بڼ د جوړېدو سره ځانګړې مینه درلودله. په دغه بڼ کي یوه کلا هم وه چي د امیر حبیب الله خان په امر پکښي یوه ښایسته ماڼۍ او یو ښایسته جومات هم جوړ سوی دئ. دغه لوی بڼ شاو خوا مستحکم دېوالونه، شمالي دروازه کي نغاره خانه او څلور ساتونکي برجونه لرله، او لنډه دا چي دا کلا د خپل مهال په ټولو عصري وسایلو او اړتیاو سمباله وه، لکه عصري حمامونه، نغاره خانه او د رزم او بزم وسايل، موټرونه او نور نظامي برخي.

د بڼ شاوخوا د سروې او خرما وني کرل سوي او هم په بڼ کي ډول-ډول میوه لرونکي وني لکه نارنج، لیمبو، مالټې او نارج وني ولاړي وې. نوموړی بڼ په سقاوی اړودوړ کي ډېر زیانمن سو او وروسته د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په وخت کي د امیر حبیب الله خان استو ګنځي یا ماڼۍ څخه د ښوونځۍ لپاره ګټه اخیستله کېدله.

وروسته د ثور کودتا څخه د حسن خان ګردیزي په نوم والي ددې کلا عصري حمام د بندي خانې په بندیانو په بیګار وران کړ او په خښتو یې د لغمان ولایت د مستوفیت ودانۍ جوړه کړه.

دغه بڼ وروسته په کورنيو جګړو کي له منځه ولاړ خو اوسني حکومت پکښي یو میلمستون پکښي ودان کړی دئ.
محمود طرزي په سراج_الاخبار جريده کي په دې اړه ليکي:
"این زمین و دره های عجیبه دلنشین آن نیز در دایره جولانگا سیر و سیاحت همایونی طبعاً داخل میباشد، از آنرو مرکز حاکمانه و یک مطرح شاهانه در این موقع الزم و اهم شمرده میشد.

بنابرین ذات اعلحضرت شاهانه تاسیس و بیناد این بنای بسیار بدیع (قلعه سراج لمقان) را پیش از دوسال اراده و فرمان فرموده ، درین وقت اکمال و اتمام یافته است. نقشه معماری این بنای عالی را نیز مانند دیگر ابنیه های عصر همایونی خود ذات شاهانه به زیرنظارت همایونی خود کشیده و یک بنای بسیار متین و دلنشین که جامع الصفات رزم و بزم است به وجود اورده اند...".
لغمان د خپل اوسني نوم په لږ و ډېر بدلون د (لامګان، لمګان، لان پو، لنپاک، لامپاکا، رام پاکا، لمپاکا، لمبکا، لمغان، لمقان، لمقانات او د لمغانات) په نومونو هم يآدېږي چي پورته طرزي [لمقان] ليکلی دئ او ښايي هغه وخت ئې همدا نوم وو؟
ددې ۱۱۰ کلني تاریخي هستۍ چي جګړو ئې لکه د نورو افغانستان سېنه غلبیل کړې وه، د کلا دننه عکسونه همدې البوم کي...

د عکسونو نېټه: ۱۹۱۸ع | عکاس: واحد بهره | سرچينه: افغان پوسټ | ورته عکسونه: mundigak.com دافغانستان_تاريخ
