No-IMG

د سپين بولدک جنګي کلا او تاريخي ټانګ ورکه/غلا

بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده چي مساحت ئې دوه پنځوس مربع مټره کېږي .

په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو. او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي.

د خپلواکۍ په جګړه [۱۹۱۹ع] کي د انګرېزانو زرګونو فوځيانو پر دغه کلا د چمن له لوري يرغل وکړ او پکښي۳۰۰ افغان عسکرو ته ئې تلفات واړول خو د قبايلو لښکر په مټ انګرېزان مات او افغانستان خپلواکي واخيستل، او ټولۍ مشر محمديوسف خان هم په دې جګړه کي ټپي سو.

په دې يرغل کي د انګرېزانو څخه د اولي نړيوالي جګړې يو FT 17ټانګ هم پاته سو چي ورسته ددې کلا مخ ته پروت وو او په ۲۰۰۴ع کال کي نامالومو خلګو له افغانستانه يوړ، روايت دئ چي بهرنيانو په کانتینر کي د یوې خاصي الوتکي په مټ چي د همدې کار لپاره راوستل سوې وه له بولدکه لندن ته یوړ.؟!

دې کلا کي اوس د اردو کنډک اوسي او تاریخي ارزښت کرار- کرار د نظاميانو د بې غوريو له امله له لاسه ورکوي.

Spin Boldak fort (Kandahar Province, Afghanistan), looking west, 1919. From an album of photos compiled by W K Fraser-Tytler.

The Afghan fortress of Spin Boldak was situated just across the frontier from Chaman in British Baluchistan and guarded the strategically vital road to Kandahar. During Third Anglo-Afghan War, a British-Indian force, under the command of Lieutenant-General Richard Wapshare, successfully stormed the Afghan fortress of Spin Boldak on 27 May 1919. The Afghans, many of whom were armed only with single-shot Martini–Henry, displayed great bravery and were almost all killed or captured.

The British evacuated Spin Boldak Fort and Dakka in August and September 1919.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک