
تاريخي يادښتونه د حضرت علي رض زيارت – بلخ
بلخ؛ چي په سيمه کي تر ټولو زوړ ښار او له ميلادي کال څخه دوه زره کاله د مخه د بخدي تمدن پلازمېنه وه. بنسټګر ئې دآريايانو نوښتګر باچا يما وو. وروسته چي په تل خيران کي د حضرت علي قبر وموندل سو او د مزارشريف ښار يې مرکز سو، خو ځيني بيا داسي روايت کوي چي اصلاً دلته د اريايانو سپېڅلی پېغمبر [ زردښت] چي له ميلاد څخه (۱۲۰۰) کاله وړاندې اوستا کتاب ليکلی، منسوبوي.
له ځينو نخښو ښکاري چي يو وخت درې ديوالونه پر دې ښار راتاو او په منځ کي ئې يو معبد او بالا حصار وو.
د اسلام د څلورم خليفه [حضرت علي رض] ارام ځای چي ادعا کېږي ابومسلم خراساني په ۱۲۹ل کال په يوه پټ صندوق کي د عراق د نجف څخه بلخ ته د بني امیه او بني هاشم کورنيو د دوښمنيو له امله راوړ او همدلته ئې خاورو ته وسپاره.
په چنګېزي تاړاک کي ئې ودانۍ وسوځل سوه، خو په ۸۵۹/۶۰ل کي فرهنګ دوسته هراتي واکمن [ سلطان_حسين_بايقرا] دغه اوسنۍ وداني پر جوړه کړه. تاريخ وايي دغه ځای پخوا د افغان واکمانانو هديره وه، چي امير_شېر_علي_خان او وزير_اکبر_خان همدلته ښخ دي.
ددې قبر د سر پر شنخته ليکل سوي:"هذا قبر اسدالله اخ رسول الله علی ولی الله، و سلطان امیر میرزا والی هرات بر مرقدش تعمیر ساخته است"
امير شېرعلي خان په ۱۸۷۶ع کال دې زيارت ته لوی حريم، څلور لوی دروازې، د کاشي خښتو پوښښ، مسجد او د دريو زرو کسانو په کچه کاريګر وګومارل...
د باميان په وچو غرونو او غونډيو کي هم داسي يو ځاى سته چي ځینې ځايي خلک فکر کوي دلته يو وخت حضرت على (رض) ورغلى وو.
حضرت_علي [رض] په په ۶۶۱ع کال د کوفې [عراق] په جومات کي شهيد کړل سو.
خو دا پوښتني بې ځوابه دي چي:
دا تابوت چا، څنګه، په څو وخت او پر کومه لار بلخ ته راوړ؟!
د عکس نېټه: ۱۳-۱۹۱۵ع | عکاس: اسکار رېټر | ورته عکسونه: mundigak.com دافغانستان_تاريخ