زموږښاغلي شېر خان خروټي
يوه پېړۍ وړاندي يو عام لوستی سړی د غزني د قره باغ څخه هند ته ولاړ، هلته يې پخپلو پېسو تجارت پيل كړ. ورپسې مرکزي اسيا او روس ته ولاړ او هلته يې ځيني نادر ديني او تاريخي کتابونه په سمرقند کي د فارسي ژباړي لپاره محررينو ته وسپارل چي ده په کار ګومارلي وه.
اميرامان الله خان چي کله خبر سو، نوموړی يې کابل ته راوغوښت، ده ته يې د دغو كتابونو د چاپ لپاره د معارف لومړۍ درجه جايزه او [ناشر(خپرونکی)] لقب وركړ.
شېر خان د نادرشاه په دوره كي تجارت پرېښود، لومړی د ارګون اولسوال او په ۱۹۳۸ع کي د بدخشان او قطغن نايب الحكومه و ټاكل سو. ده په هغه سيمه كي د ښاري پلان له مخي سړکونه جوړ کړل او د ټیليفون مزي يې وغځول.
کله چي لندنی٭ شمال ته د خپلو پلانونو سره ولاړ نو شېر خان يې ملاتړ وکړ او ګڼ خلګ يې په کار وګومار[ځيني خلک وایي چي ده د خپلي وظيفې څخه په ګټه اخيستلو، بېګار او د جبر څخه کار اخيست، خو په دې کي شک نسته چي د شمالي سيمو ټول ښارونه په نوي ډول، د ده په واک کي پلان او جوړ سول].
ده په لږه موده کي د خپل شرکت مخ نورو پانګوالو ته هم پرانيست. د کارګرانو لپاره کورونه، روغتون او ښوونځي هم پېل کړل او لوی شمېر خلک د آمو سيند سره نږدې مېشت سول. هغه نوي مځکوال چي د افغانستان شمال ته ورغلل، مجبور وه چي د سيندونو شا و خوا خټينه مځکه وچه او بيا اباده کړي.
په ۱۹۳۰ع کال کي يې [قزل کلا] کي د يو بندر لپاره مځکه هواره کړه، چي اوس ئې [شېرخان بندر]بولي، هلته ئې د ګمرک دفترونه او کار کوونکو لپاره کورونه او ښوونځي جوړ کړ، د کندوز د نساجي د سپين زرشرکت هم دده د برکته وو چي پنځو زرو خلکو کار پکښي کاو.
ددې کورنۍ وروستی کسانو کي زه افغان سندرغاړی فرهاد دريا پېژنم، که تاسي يې څوک پېژنی راته وليکئ.
د شلمي پېړۍ زموږ ددې پښتون اتل ارواه دي ښاده او برکت يې موږ.
٭عبدالعزيز لندنی يو کشميري تجار وو چي د مجيد زابلي له اړخه يې افغانستان کي ځيني تخنيکي برخي جوړي کړلې.
سرچينه: ځيني شفاهي يادښتونه او د صفيې حليم وېبپاڼه
