افغان تاريخ کي تر ټولو لومړی او ستره چاودنه...
کابل، بالاحصار، ۱۸۷۹ع کال
د اتلسمي پېړۍ د لندن نامتو انځورګره ورځپاڼه ګرافيک تر دې انځور لاندي ليکي:
"د ۱۸۷۹ په اکتوبر کي د کابل په بالاحصار کي يوه ستره چاودنه ناببره وسوه چي ټول کابل ئې ولړزاوه، زموږ همکار له خواجه صفا غونډۍ څخه دغه انځور ليکلی او تر لاندي ليکي:
[د چاودني تر شا د غره لمن کي سپيني خيمې د بريتانوي ځواکونو کمپ، کيڼ لاس ته د کابل ښار، ښي لاس ته سپينه کرښه د جلال اباد لار او ښي لاس ته خيمې د نېپالي ځواکونو اجير کمپ...]"
ما [پښتون زوی] چي هر څو پوښتنه کړې ده، زموږ مشران له دې پېښي چنداني نه وه خبر، خو ښکاري داسي چي ښايي کوم باروت/توپخانه کي د اورلګېدو او يا هم بلي پېښي له امله باروتو چاودنه کړې وي، او يا هم ښايي بله پېښه وي.
البت افغانستان کي اوس مهال دغسي ستري چاودني په عادي چاودونو ګڼل کېږي
نېټه: ۱۸۷۹ع| انځورګر : سېمپسن | ځای: کابل | سرچينه: ګرافيک ورځپاڼه لندن
