د افغانستان لومړنۍ کابينه،۱۸۷۰ع
امير شېرعلي خان په افغاني نبض پوه مدير او مدبر شخص وو چي يوه نيمه پېړۍ د مخه يې پر افغانانو پخپله يوولس کلنه دوره کي د پرمختګ خورا ښې دروازې راخلاصي کړلې، خو د دښمنانو له لوري ډېر ژر وتړل سوې.
کله چي امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير سو ( ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ ع کلونه) په هيواد کي د نوي تمدن پير پيل سو او په لومړي ځل امير د همدې پروګرام له مخه يوه نيمه پېړۍ مخکي تر پاچاهي مقام را لاندي يو حکومت جوړ کړ، صدر اعظم يې ورته وټاکه او وزيران يې ورته مقرر کړل. دې کابينه کي لاندي کسان وګومارل سول.
*صدراعظم: سيد نور محمد شاه پښينګی وو چي د لوی ټول مختار رسمي نوم يې وو.
*حسابي چارو مشر يا په اوسنۍ اصطلاح د ماليې وزير او مستوقي الممالک يې ميرزا حبيب الله خان وردګ و چي «لوی ملک» يې باله.
*د باندنيو چارو وزير يې ارسلا خان جبارخېل و چي «لوی مين د باندې» يې باله.
* د غرونو وزير يا په اوسنۍ اصطلاح د کورنيو چارو وزير يې عصمت الله خان غلجی و چي «لوی مين د غرونو» يې باله.
* دبير الملک يا په اوسنۍ اصطلاح سرمنشي يې محمد حسن خان و چي «لوی کښل» يې باله.
*معير الدوله يا په اوسنۍ اصطلاح د کابل والي يې احمد عليخان چغتايي و چي لوی ټولولی يې باله.
د بده مرغه په ۱۸۷۸ع کال پر هيواد د انګرېزانو دوهم تېري هر څه ګډوډ کړل او په ۱۸۸۰ کال په هيواد کي د امير عبد الرحمن خان يو کسيزه ديکتاتوري ټينګه سوه او بيا د مشروطيت د غورځنګ د سر تر قربانيو وروسته په ۱۹۱۹ع کال د افغانستان بشپړه خپواکي تر لاسه او وروسته کابينه جوړه سوه.
په لوړ عکس کي شېرعلي خان له خپلي کابينې سره ښکاري چي په غېږ کي خپل زوی عبدالله جان، د کيڼ لوری دوهم مشر شاغاسي شېردل خان (لوی نایب/ناب) دئ د چي د امیر نږدې ملګری/ د امير امان الله خان مورنی نيکه پا په بله وينا د امير حبيب الله خان خسر، د امير حبيب الله خان د ماينې، عليا حضرت سرور سلطان بېگم پلار و، ښي اړخ ته د ننګرهار د لالپورې نامتو خان او شېرعلي خان خسر، سعادت خان مومند ښکاري چي د امیر محمد یعقوب خان او سردار محمد ایوب خان مورنی نيکه وو، او شاته نور وزيران ښکاري، تاسي که څوک پکښي پېژنئ؛ راته وليکئ.
A studio portrait of Amir Sher Ali of Afghanistan(1825-1879), Prince Abdullah Jan and Afghan sirdars or chiefs, 1869. Photograph taken by John Burke.
عکس نېټه: ۱۸۷۰ع/امباله دربار؛ هند | عکاس: جان بورک | ورته عکسونه: mundigak.com
د بده مرغه فېسبوک ادارې مي بيا تېر اکاونټ رابند کړ، له خپلو درنو ملګرو هيله ده چي دلته راسره يو ځای سي: facebook.com/profile.php?id=100061791351631
