د افغانستان اردو، لومړنی کنډګ چي ټول مواد ئې پخپله افغانانو جوړ کړي
د افغانستان اردو، لومړنی کنډګ چي ټول مواد ئې پخپله افغانانو جوړ کړي، ۱۹۰۵ع:
د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دې کال کي اردو خپل مواد لکه: مرمۍ، توپک، څرخ[د اقرار اله] باروت، نېزه او د څرمني څخه جوړ، عسکري بوټونه، خولۍ او نور پخپله کابل کي جوړول.
د تاريخي رواياتو له مخه دې وخت کي موږ لاندي ځواک لاره:
پياده ځواک، ۸۰ ډلګۍ، هره، ډلګۍ: ۷۰۰ نفره، ټول: ۵۶۰۰۰ نفر
سپاره ځواک؛۴۰ ډلګۍ، هره، ډلګۍ ۴۰۰ نفره ټول: ۱۶۰۰۰نفر
توپ خانه:
سل بطریه: هره بطریه ۱۰۰کسه، ټول: ۱۰۰۰۰
د افغانستان ملي اردو د كړه وړو، اصليت او زړورتيا پر اساس د سيمي يو پياوړې اردو وه چي د هر باندني تېري په مقابل كي يې د عمل په ډګر كي خپل افغاني غيرت او مېړانه څرګنده كړې ده، د نړۍ د دوو زبرځواكونو (انګليس، روس) ترمنځ پرته دې اردو هيڅكله هم وسله او د عسكرو ډېروالى لوړ معيار نه دى ګرځولى، بلكي په اسلامي او ملي ولوله يې د هيواد پر خپلواكي سرونه بايللي دي خو ټيټ كړي يې نه دي.
ياده اردو د ميرويس خان نيکه لخوا رامنځ ته سوې وه چي د شوروي يرغل او وروسته کورنيو جګړو پر مهال وشوړېده.
د عکس نېټه: ۱۹۰۵ع | عکاس: اسکار رېټر
