د سردار ولي پښتونزوی لیکنی

هنرپال، ځيرک او ظالم ګوډ تیمور

نړيوال تاريخ تېمور اټکل اوه سوه کاله د مخه د ازبکستان د سمرقند ښار سره نږدې؛ دې بدمرغي نړۍ ته راغلی، نوموړی د مغولو له ټبره وو، او نوم ئې ځکه تېمور وو چي په تورکي کي اوسپني ته ويل کېږي. تېمور د تیموریانو کورنۍ څخه یو مشهور حکمران، فاتح او د تیموریانو د واکمنۍ بنسټ ایښودونکی وو چي په مرکزي آسیا کي ئي لوی امپراطوري جوړه کړه. مرکز ئې سمرقند او دولت ئې تر ایران، عراق، هندوستان او سوریې پوري رسېده. ويل کېږي چي د تېمور پلار پينه دوز وو او دی هغه وخت ګوډ سو چي د يوې رمې څخه د غلا پر مهال د شپانه له لوري پر پښه په څېرونکي وسله زخمي سو. تېمور په څو جنګونو کي د ځلېدو وروسته کلي، ښارونه او وروسته ملکونه لاندي او بالاخره ئې ل...
نور ولوله

يو وخت مو جالب سياسيون لرل

يو ځای مي ولوستل چي سل کاله وړاندي چي د افغانستان نامتو سیاسي، تاریخي، ملي او فرهنګي شخصیت  عبدالهادي_داوی په لندن کي د افغانستان سفیر وو، د سفارت دفتر ته یو انګلیسی ژورنالیست د مرکې له پاره ورغلی، د خبرو اترو په ترڅ کي ژورنالیست له داوي څخه وپوښتل چي تاسو افغانان د انګریزانو د ماتي په اړه څه ډول انګېری او په کوم نظر ورته ګوري؟ داوي صاحب په خورا سړه سینه ژورنالیست ته وویل: تاسي لطفًا له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سه؟ ژورنالیست سملاسي له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سو! داوي صاحب ژورنالیست ته وویل: " لکه زه چي ستا شاته ګورم او د وتلو په حال کي یاست؛ افغانانو هم همدا راز د انګریزانو شا ته کتل او له افغانستانه د وتلو ننداره ئ...
نور ولوله

امير عبدالرحمن خان: زما دښمنان ځواکمن، ملت مي کمزوری او دوستان مي ټمبلان (لټان) وه

سرچينه: The Amir,s Visit to India عبدالرحمن خان د ۱۸۸۰- ۱۹۰۱ع پوري د افغانستان امير وو چي افغان تاريخ کي د يوه داسي ځواکمن حاکم په توگه پېژندل کېږي چي هېواد ئې له هغو ناخوالو او گډوډيو وروسته چي د افغان-انگرېز له دوهمې جگړې وروسته رامنځ ته سوي وې، بېرته د افغان دولت واک له سره ورغاوه، تر دې وروسته افغانستان د انګرېزانو د پوځي جنګ څخه بېغمه سو، خو له بده مرغه د هغوی په سياسي جنګ کي وموښت چي په پايله کي د ډيورنډ_تړون په تحميل سره د انګرېزانو د زړه بړاس ووت او افغانستان د درېيم ځل له پاره قینچي سو. په همدې مناسبت په ځينو برتانوي آثارو او خپرونو کي دا خبره ذکر سوې، چي “هيڅ يوه اولس انګلستان ته دومره ناګومانه سوغاتونه نه دي ورکړي، لکه افغانانو چي ورته تقديم کړي دي…...
نور ولوله

نړيوال تاريخ: نړيوال ډېر بچي زېږونکی پاچا

نړيوال تاريخ راته وايي چي د مراکش پاچا [مولا سماعیل ابن شریف(علوي)] چي د #ميرويس_نيکه هم عصره او تر ۱۷۲۷ع کال پوري د مراکش يو ديکتاتور ټولواک وو؛ دومره د جنسي اړيکو مينه وال وو چي د شاوخوا [۱۰۱۴]يو زر و څوارلس ماشومانو پلار سو، د نړيوال ريکارډ د کتاب له خولې چي ده څلور ماينې او [۵۰۰] مينځي لرلې چي له هغوى سره ئې له ۵۷کالو تېرولو وروسته تر شا [۸۸۸] لوڼي او زامن پاته سول. په مينځو کي چي اکثره ئې دده په خوښه سره يو ځای سوي وې، د هسپانيې، ترکيې، انګلستان او عربو ښځو ډېري وې، هغه د اولادونو د پاره يو دفتر لاره او د هر ماشوم په پيدا کېدو بايد يو دولتي کور ورته جوړ سوی وای چي په دفتري ژبه کي ئې ورته [سجلماسه] ويله. ويل کېږي چي په دې وخت کي اروپايانو ډېر مشهوري غل...
نور ولوله

موږ له خپلواکۍ د مخه او اوروسته

دوه لنډ تاريخي يادښتونه... پوره يو سل او يو کاله وړاندي په همدې ورځو کي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک سره؛ چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [#ګلیډ_سټون] اړ سو چي متارکه اعلان او د سولي غوښتنه وکړي. د سولي د خبرو د پاره افغانان او انګرېزان د اګست په ۸ نيټه په راولپنډۍ کي کښېنستل. خبرو کي د انګرېزانو لخوا د صوبه سرحد مشر وزیر [هیملټن ګرانټ (د سرحد صوبې مشر او د بريتانوي پلاوي مشر)] کمشنر [جان سیفي] جنرال [نوبری] او د قلات (بلوچستان) [نواب شمس شاه] شامل وو. د افغانانو لخوا ع...
نور ولوله

درې ننگيالي بلوڅان چې ۸۴ انگريزي يرغلگر يې په يوازې ځان ووژل

روايت دئ چي د افغان انګليس په دوهمي جګړې  ۱۸۷۹-۱۸۸۰ع په دوران کي دې دريو مري بلوڅو د انګریزانو خلاف جنګ کي له یوه غره څخه په ګټه انګرېزي يرغلګر تر بريد لاندي ونيول. دوی درې وتوانېدل چي په یوازي سر ۸۳ انګریزان په نخښه او ووژني، چي بالاخره په کال ۱۸۹۱ع کال ونيول سول او په تورو اوبو کي له زندان او شکنجو وروسته انګریزانو اعدام کړه. په دې څلور کلنه مبارزه کي انګرېزانو د دوی پر سيمه هر ډول د تګ راتګ بنديزونه ولګول او اخر ځل د زرګونو فوځيانو په ملګرتيا دوی په دې غره کي محاصره او ونيول. ما اورېدلي چي د دوی دريو هر يوه پر سر سل هندۍ کالداري انعام هم ايښوول سوی وو. ياد عکس له پانسۍ څو ساعته د مخه اخيستل سوی دئ، ددوی نومان داسي ښ...
نور ولوله

زموږښاغلي مېرمن عينو

د #کندهار ښار ختيځ ته نږدې يو کارېز دئ چي د عينو کارېز ئې باله او اوس ئې د کاريز پر مځکه ځيني مېني وداني سوي دي. د مشرانو د شفاهي رواياتو له مخه؛ چي کله #احمدشا_بابا د پاني پت ميدان څخه د لښکر سره مل د هند له سفره بريالی افغانستان ته راوګرځېد[۱۷۶۱ع]، نو ماښام ناوخته کندهار ته نژدې ئې امر وکړ چي شپه همدلته وکړي او سبا د ورځي بايد په ښه شان او شوکت ښار ته ننوزي. لښکرکوټ ته په نږدې کلي کي د يوې مېړنۍ افغاني [عينو] کور چي مېړه ئې همدلته د بابا په لښکر کي وو، د مېرمن عينو مېړه د شپې په پټه تر نور لښکر د مخه خپل کور ته ولاړ. د کور دروازه ئې و ټکوله، مېرمن عينو دروازې ته ورغله او پوښتنه ئې وکړه: «څوک يې؟» سپاهي ځواب ور کړ: «زه يم...
نور ولوله

نړيوال تاريخ: د نړيوال تاريخ بوږنونکی عکس

دا عکس د  عراق نامتو لرغونپوه [ ډاکټر_عبدالله] او نامتو شاعري [بانو امل الجبوري] دئ چي د  لندن په يوه  نندارتون کي ناڅاپه هغه وخت په ژړا سوه چي نندارتون کي ئې د خپل هيواد غلا سوي اثار وليدل!. کله چي په ۲۰۰۳ ع کال کي  امريکا،  ناټو او اروپايي يرغلګرو پر عراق بريد وکړ، په  بغداد کي د نړۍ په کچه لوی  ميوزيم ئې په لاسي ډول چور او پاته ئې په دريو ورځو کي په ايرو بدل کړ. دغه اثار چي په بمباريو کي ورک سوه، شمېر ئې ۱۷۰۰۰ ته رسېږي، کله چي لويديځو يرغلګرو پر عراق د يرغل نيت وکړ، د عراق پخواني مشر [ صدام_حسین] په امر د "نمرود" ګنج، د زرګونو ټوټو په ګډون، ګڼ تاریخي آثارو او د سرو زرو د سکو لويه خزانه د بغداد د مرکزی بانک په...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک