د سردار ولي پښتونزوی لیکنی
د يوې افغاني شهزادګۍ کيسه چي تر اوسه ورکه ده
اټکل ۹۵ کاله له مخه د شاه شجاع لمسۍ فاطمه سلطان د کراچي څخه بېړۍ کي د خپلو درو ماشومانو (اشين، ازيک او اکبر) سره امریکا ته ولاړه، او د نيويارک د والډورف آيسټوريا هوټل کي ئې واړول.
فاطمه چاغه، د پاخه عمر مېرمن، درباري ادابو پوه او د انګليسي سره بلده ښځه وه چي لوی د نيلم ميخکۍ، لڼډه لمن، په غاړه زنځيرونه، په غوږونو کي د الماسو والي او غاړګۍ چي قيمتي غمي ئې لرل په زړه پوري ول، په تېره؛ شوخ مزاج، کرار تګ او د شهزادګۍ کړه وړه.
دې د امريکا د هغه وخت د اولسمشر(وارن جي هارډنګ)سره ليدل غوښتل او هم د کوه نور څخه غټ الماس (دريای نور) ورسر ه وه چي د هغې په وینا، ټبر ئې د سکندر مقدوني له وختونو ساتلی وه. د الماس بيه نيم ميليون ډالر وه او دې غوښتل په انګلستان کي د زامنو...
نور ولوله
زموږښاغلي؛ مير مسجدي خان
مير مسجدي خان کوهستانی د کوهستاني (اوسني پروان کاپيسا) وو.
د لومړي افغان انګليس د جګړی د اتلانو څخه شمېرل کيږي او د همدی اتلولۍ له مخه ورته د غازي لقب ورکړل سو.
کله چي په کال ۱۸۴۲ع کي انګرېز استمارګر پر افغانانو يرغل وکړ، غازي مير مسجدي خان د نورو په ملګرتيا د نورو ملي مبارزينو په ګډون سره يو ځای سول، څو د انګريز انو په مقابل کي د ملي پاڅون ليکي نوري هم پياوړي کړي. چي په پای کي د خلکو د پاڅون او مشرانو د يوالي په برکت د انګريزانو يرغلګر ځواک دې ته اړ سول چي د ١٨٤٢ع کال د جنورۍ په ٦ مه نيټه کابل خوشي کړي او په ټيټي سترګو ووتل...!
مير حسن ثاقب [د مسجدي خان لمسی] د خپل نيکه په اړه ليکي:...
نور ولوله
د افغاني تاريخ جالبه څېره؛ د بخارا امير
د ۱۹۱۷ع انقلاب چي د اکتوبر په انقلاب سره مشهور دئ د دې لامل سو چي د بخارا امارت ړنګ اوبالاخر د شوروي اتحاد په رامنځته کېدو سره مرکزي آسيا د بلشويکيانو ترواک لاندي سي، د بخارا امير سيدمحمد عالم خان د بخارا امارت وروستی امير وو، چي امارت ئې د نادر افشارد امپراتورۍ په سقوط سره رامنځته سو.
د بخارا امير وروسته له هغه چي په خپله پخوانۍ باچاهۍ کي لالهانده ګرځېده، کابل ته په دولتي کچه وغوښتل سو، نوموړی له خپلي کورنۍ سره د ۱۳۰۰ل کال د ثور په ۱۵(۱۹۲۱ع)کابل ته راغلی او د کلای فتح په څلور لاري کي کور او بڼ ورکول سو، د هغه د خزانې زياته برخه ورکه سوې وه، روسانو د خزانې يوه د حرم سرای له يو شمېر شيانو سره د اورګاډۍ په واګونونو کي يوړول. يو شی چي ده د ډالۍ په توګه راوړی وو د قره قلۍ پسونو يوه رمه وه چي ...
نور ولوله
سردار جمال خان بارکزی او د هغه ستره سياسي کورنۍ
افغانستان کي دوې ابادي ناوې سته، يوه د غزني د تره کو او بله د هلمند د بارګزو ناوه بلل کېږي، بارکزی د کندهار له جنوب څخه بیا تر فراه پوري اوسیږي. د دغه ټبر څخه د (۱۵۹۱ع) په شاوخوا کي کندهار د ارغسان په جنوب ختیځ [سندرزو/برج کلی] کي یو مشر او هوښيار سړی ژوند کاوه چي [محمد] نومېدی. دی د کندهار د سیمي د بارکزو مشر وو او مرکز یې د هلمند پرغاړه په ګرشک کي دبارکزو ناوه وه.
محمد نیکه چي د محمدزو د قبیلې مورث اعلی بلل سوی دئ په ۱۷۹۱ع کال کښي یې د کندهار په ارغسان کښي ژوند کاوه او د عمر خان نیکه زوی و (نو جمال خان نیکه له دې ځایه عمر خانزی هم دئ)، د محمد نيکه پر مقبره ارواښاد ظاهرشاه ستره ډبرينه شنخته جوړه کړه، د مجاهدينو پر مهال د شپې يوه ډله راغلل تر څو دغه ډبره يوسي، خو ددې کلي يو کس ... د...
نور ولوله
د شېرشاه سکه روپۍ
شېرشاه له نن څخه څلور پېړۍ وړاندي په هند کي يو ځواکمن افغان واکمن وو چي د هند پر لويه وچه يې خپله واکمني چلوله.
شېرشاه چي ډېر کلونه د جایګیرداری چارو ښه تجربه تر لاسه کړې وه، په خپله واکمنۍ کي وکولای سو چي په بزګرو د استبداد کچه را ټيټه او سوداګریزو راکړي ورکړي معیار په [روپی] وټاکل سو، او هر عسكر ته به تنخواګاني په خپل وخت ورکول کېدې چي هغه وخت ئې درې روپۍ تنخوا وه.
تاريخونه ليکي چي د شېرشاه سکه د سپينو زرو، سرو زرو او پيتلو په شکل وې، او د هري سيکې بيه مالومه وه، او د سيکې نوم يې روپۍ کېښود چي اوس هم په هندوستان، سرلنکا، مالديپ، انډونيشيا او پاکستان کي په دغه نوم ياديږي.
نامتو هندي مورخ ډاکټر دوست محمد خان په خپل کت...
نور ولوله
کاروان سرای، رباط، پړاو
پخوا چي موټران نه وه، له يوه ښاره به بل ښار ته کاروانونه تلل، لار پر مزلونو وېشل سوې وه، کاروانونو چي به په يوه ورځ کي تر لمر لوېدو څومره لار وهل، هغه به يو مزل باله کېده، او پای به ئې کلا، پړاو، کاروان سرای او يا رباط باله.
مېلمستون/کاروانسرای/تمځای چي په يوه او اوږده لاره کي به پروت وو، يو ستر سرای به وو چي د اوسېدو ځای، طبيله [د حيواناتو د درولو ځای او خواړه] واړه بازارونه او د عبادت ځای لاره او ځينو کاروان سرايونو به تر زر تنه پوري کاريګر لرله.
افغان تاريخونو کي تر میلاد مخکي لومړۍ زریزې څخه ورها خوا داسي لاسوندونه سته چي بلخ د ورېښمو پر لرغونې لار د یوه مهم دمه ځای په توګه په زرګونه کاروان سرايه لرله.
د دغو رباطونو/کار...
نور ولوله
هرات؛ د اسيا لرغونی او ستر جومات
د هرات ستر جامع جومات د تاریخي لرغونتیا له مخه په نړۍ کي د مسلمانانو پنځم ستر جامع جومات دی چي د [آبي جومات] په نامه سره هم پېژندل کېږي، دا جومات نږدې ۱۴سوه کاله مخینه لري.
ددې جامع بنسټ ایښوونکی [ سلطان_غياث_الدين_غوري] دی چي دده زیارت هم د همدې جومات په شمالي برخه کي تر یوې گنبدې لاندي دی او دا مشهور واکمن په ۱۲۰۰ع کال کي ژوند کړی.
دا جومات چې کله د تیموریانو په دوران کي د دوهم ځل لپاره نقش و نگار سو، د غوري دورې نقش پکښي له منځه ولاړ. خو په ۱۹۴۳ع کال افغان دولت بیا په دې اړه زیار ایسه چي هغه پخوانۍ بڼه برسېرنه او د تیموري دورې نقش ترې یو پلو ته کړي چي دا کارونه د تیموري پاچا سلطان حسین بایقرا په وخت کي تر سره سوي چي د هغه واکمنۍ دوره له ۱۴۶۸څخه بی...
نور ولوله
شېرپور؛ شېرچور او د بيرته حساب هيله
کله د افغانستان سيال او دروند امير شېرعلي خان په ۱۸۶۹ع کال کي د هندوستان امبالې کانفرانس ته ولاړ، له هغه ځايه ئې د راتلو وروسته د کابل شمال ته نږدې د [شېر پور] په نامه د يوه پرمختللي ښار بنسټ کښېښود چي نقشه ئې د کندهار د ښار څخه واخيستل.
دا ښار چي د انګرېزي يرغل له امله پای ته ونه رسېد؛ په لومړي ځل يو روغتون، فوځي برخه بېله او ښاري برخه بېله وه چي توپ خانه، او باروت خانه ئې هم په نوي شکل ورته په نظر کي ونيول، ويل کېږي اته کال کي پنځو زرو کسانو کار وکړ او د ښآر نيمايي برخه پوره سوې وه چي د انګرېزانو دوهم يرغل پېښ سو او د ښآر کار په ټپه ودرېد، انګرېزانو د ښار ټولي برخه په خپلو توپونو وراني کړې او باقي ښار ئې وسوځاوه [لکه اوس امريکايان!]...
دغه چ...
نور ولوله
د افغانستان لومړی بانګ نوټ
د ۱۹۲۵ع د مارچ ۱۸مه ماسپښين پر دوو بجو د حكومت د ادارو استازو، سوداګر، صنعتګر او بزګرو ته د کابل ګلخانه ماڼۍ کي شاه امان الله خلګو ته وويل:
"موږ او تاسي به نور د هندي روپيو/کلاه دارو سيکو پر ځای خپلي سيکې ولرو، وروسته له دې به تاسي خپلو سيکو ته د سپينو او طلاو په سيکو نه واياست بلکي افغانۍ به ئې يادوئ، او نه به ئې زړې او نوي سيکې يادوئ..."
محمود_طرزي نظر ورکړ چي موږ بايد داسي سيکه ولرو چي په نړۍ کي زموږ اعتبار وښيي، دغه نظر د [کابلۍ روپۍ]پر ځای د [ افغانۍ]وو، چي شاه_امان_الله ډېر ژر د جرمني څخه د مشين په پلورولو د افغانيو لومړۍ کاغذي نوټ چاپ او رسمي سو. يوه افغاني په سل [پوله] ووېشل سوه. يوازي د شلو افغانيو نوټ ...
نور ولوله
د پاني پت جګړې اثار
داسي افغان خصوصأ پښتون به نه وی چي د [ پانی_پت] نوم یې نه وی اورېدلی، ځکه چي د پانی پت سره لږ او ډېر د هر افغان ماضی تړلې ده، کله چي په ۱۷۶۱ع کال د جنورۍ پر ۱۴ د اعلیحضرت احمد_شاه_بابا او مرهیټه ایتلاف تر منځ د احمدشاهي دورې درېمه جګړه پېښه او افغانانو جګړه وګټله، نو بابا هلته د عسکریز نظام لپاره ځانګړی میدان وټاکه، چي خپلو نظامي عسکرو ته به یې قومانده ورکوله.
په دغه میدان کي يوه ونه/درخته ولاړه وه چي احمدشاه بابا به تر دغه درخته لاندي خپلو عسکرو ته ږغېدئ.
دغه وني ته هندوان د (ام توره ونه/Kala Amb) ویل چي بيا سخت دريځه هندانو هغه ونه وکښله خو وروسته نورو هندوانو/انګرېزانو د احمدشاه بابا د يادګار په توګه هلته څلی جوړ کړ او د څل...
نور ولوله
د افغانستان تر ټولو ستره خزانه؛ باختر خزانه
د افغانستان تر ټولو ستره خزانه؛ باختر خزانهBactrian Gold
ارواښاد محمد_داود_خان له امير_شېرعلي_خان او شاه امان الله خان وروسته د افغانستان د حيثت لوړولو جدي او رښتني مشر ګڼل کېږي، هغه پخپله دوره کي د افغانستان د تاريخي برم د لوړولو د پاره يوه ډله فرانسويان او روسي لرغونپېژندونکي افغانستان ته راوبلل، په شمال ځانګړي ډول شبرغان ښار ته نږدې يوه غره څخه۲۰ زره او ۶۰۰بېلابېلي پارچې تر لاسه کړې، دغه اثار د افغانستان د تاريخي انجمن تر نظر لاندي روسی ارکیالوجسټ [ویکټر سریاندینی] په ډېره امانتداري ترڅېړني لاندي ونيولې چي ښکاره سوه يادي ټوټې او اثار د يوناني باختري دولت پوري اړه چي له نن څخه تقریباً ۲۴۰۰ کاله وړاندي یې په دې سیمه حکومت کاوه.
د داود د شهادت ...
نور ولوله
موږ له خپلواکۍ د مخه او وروسته
دوه لنډ تاريخي يادښتونه...
پوره يو سل يو کاله وړاندي په همدې ورځو کي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک سره؛ چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [ ګلیډ_سټون] اړ سو چي متارکه* اعلان [د تاوتریخوالي کمېدل] او د سولي غوښتنه وکړي.
د سولي د خبرو د پاره افغانان او انګرېزان د اګست په ۸ نيټه په راولپنډۍ کي کښېنستل.
خبرو کي د انګرېزانو لخوا د صوبه سرحد مشر وزیر [هیملټن ګرانټ (د سرحد صوبې مشر او د بريتانوي پلاوي مشر)] کمشنر [جان سیفي] جنرال [نوبری] او د قلات (بلوچستان) [نواب شمس شاه] شامل وو.
...
نور ولوله
