په کاناډا کي کندهار
کله چي د ميوند تاريخي ماته کي د انګرېزي ښکېلاک پزه پرې سوه، نو د خپلي ماتي دفاع او زرګونو انګرېزي ځوانانو د قربانۍ د یادګار په ډول پارلمان؛ د نومو ايښوولو کمېسيون څخه وغوښتل چي برتانوي مستعمرو کي دي کوم ځای د کندهار په نامه سي. کمېسيون کاناډا کي يو لوی کلی چي د ايسلينډ کډوال پکښي اوسېدل د [ کندهار] په نامه کړ او هم ئې پراخ رېل ګاډۍ شټېشن [اوس ددې کلي ميوزيم] سړکونه، پوسټ خونه، کليسا، بانک، هوټل او نورو ټولنيزو خدماتو تر څنګ څلور لوی سړکان د کابل ايونيو[Kabul Avenue]، خيبر ايونيو[Khyber Avenue] او اورڅک ايونيو[ Orchaky Avenue] په نومونو جوړ کړل.
دغه کلی د کاناډا په سسکاتوان ولايت پوري اړه لري چي ولايتي حوزه ئې د وسلو سيند/واټرويس او ۱۶هاي وې باندي پروت دئ.
يو وخت ئې د سيمو په کچه پراخ سيلانيان او ښه کښت لاره، خو متاسفانه د ۱۹۳ع کال وچکالۍ دغه سيمه سخته وځپله او ډېر اوسېدونکي ئې نورو کليو ته کډه سول، خو کلي کرار-کرار بيرته خپل پخواني حالت ته ستنېږي.
څرنګه چي اروپايان خپلو سيمو کي چنداني د بل ژبي نه کاروي، خو دا لومړی اسيايي نوم دئ چي اروپا کي يادېږي، نو دولت او د رشتياګو افغانانو! ته په کار ده چي لږ تر لږه د لوحي ګذارۍ کار خو دي وکړي، تر څو زموږ ددې وياړلي نوم چي تاريخي حکايت کوي ساتنه وسي.
