No-IMG

د افغان سیاسي مخکښ میرویس_نیکه په مقبره کي

کندهار، افغانستان ۲۰۰۹ع

پېړۍ پخوا د کندهار ښار په لوېديځ کي زموږ پر دې ستر نيکه له ګچو، خټو او خښتو جوړه يوه خامه مقبره ولاړه وه چي بيا د ارواښاد نادرخان په دريم کال د هغې مقبرې پر ځای يو اته کونجه پر اسلامي سبک برابره او ستره مقبره جوړه سوه چي پر قبر يې د وزير_محمد_ګل_خان_مهمند په قلم داسي وليکل سول:

"دا مرقد د ښاغلي توريالی پښتون او محرک د ازادۍ د پښتانه، مرحوم حاجي ميرويس خان نيکه هوتک ده چه له خپلي ښادمني ميني په ميړانه وويستل او پښتانه يې له استيلا څخه د متجاوزينو ازاد کړه. اته کاله ئې حکومت وکۍ او په کال ١١٢٧ه.ق وفات سو، په سلطنت د اعليحضرت پښتون محمد نادرشاه په توجه د ښاغلی پښتون محمد ګل خان مهمند رئيس تنظيمه د قندهار په ياد ګار د رحميت او لوړو خدمتونو د دې ننکيالی پښتون او ښاغلی نيکه دا مرقد ودان او يوه باغچه ورته سازه کړه سوه. دا لوحه د رياست بلديه له خوا وليکل سوه..."

د مقبرې دننه برخه په منظمو هندسي ليکو سينګار سوې او د ضلعو پر مخ بيلا-بيلي انځورګرۍ چي د سلطاني، تيموري او مغولي هندي سبک ګډ شکل دئ؛ کښل سوي دي. د لين ګرافيک او کاليوګرافيک روشونو څخه هم کار اخيستل سوي دئ چي همدي روشونو د ودانۍ دننه برخه ښکلې او ځانګړې کړې ده.

زموږ ددې ستر نيکه ؒ ارواه دي ښاده وي.

په وینا یې چي ممبر فخر کولو

هغه خلک دي خدای وبخښي اوس مړه دي

سلیم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک