د سيد اجمل ستايلی لیکنی
د مسکو په هدايت نبي عظيمی او مجاهدنما کسانو په جبل السراج کې ننگينه تړون وکړ
د مشر له خولې
مشره آیا نجیب تاسې ته د مشارکتي نظام وړاندیز کړی وو.
هو ماته د ګډ حکومت وړاندیز یې کړی وو.
زما ځواب دا وو چې تاسې ( خلق او پرچم) خپلو کې سره جوړ نشوی چې د یوې آدیالوژۍ خلک وی، مونږ سره به څنګه وچلیږي کوم چې نظریاتي واټن مو بلها لرې دی.
مشارکتي نظام مخته نه ځي، بدیل مې ورته دا وړاندې کړ چې حکومت دریم بېطرف اړخ ته وسپارل شي مدت یې تعین شي تر څو هغه وتوانیږي ټاکنو ته لاره هواره کړي بیا چې هر چا وګټه هماغه نظام مخته یوسي.
نجیب په دې توافق وکړ، د ملګرو ملتونو طرحه نهایي شوه.
په سولیزه توګه قدرت سپارل کېدو ته نجیب تیاري ونیوله...
نور ولوله
ولس ملامت نوو، پوره شل کاله حزبیان ورته ناسم ښودل شوي وو
دې بعضو ورونو ذهن کې دا ګرځېدل چې ننۍ مظاهره به د لنډغرو مظاهرو ته ورته څه وي.
ملامت نوو، پوره شل کاله حزبیان ورته ناسم ښودل شوي وو.
ذهنیت یې منفی ورکړی وو.
دوی ته باید وویل شي چې مونږ سره لنډغر بې بندوباره کس په یوه لار تللی نشي.
مجبور دی چې لار جلا کړي.
نور عمل خو پرېږده دا عادی سګرت هم سلو کې که ووایم یو حزبي یې څکوي هم به مې بهتان کړي وي.
هغه مستي رقص پایګوبي خو بیخي پېژني نه کوم چې د لنډغرو د جمعې شپې مرض دی.
کچه لباس، سر او صورت به د حزب په ټول دفتر کې چا کې مشاهده نکړې....
نور ولوله
ان شالله عام ولس به یقین مومي چې همدا تاسې د دې ملت اصلي بچیان یاست
مدني حرکتونو سره باید اسلامپال ورونه خپل مدیریت، اطاعت، منظمتوب په نمایش کېږدي.
دوی باید په عمل کې دا ثابته کړي چې دوی د سلف صالح لارویان دی.
دوی له هغو ندی چې ځانونه تش په نامه اسلامي حرکتونو ته منصوب کوي خو عمل یې د اسلام سره ټکر کې دی.
د ملت مینه خپله کړي نه نفرت یې، هنر دا دی چې ملت خپل کړې.
تاسې ټولې هغه ادعاوې باطلې ثابتې کړې کوم چې د اشغال شل کلنې مډیا ستاسو په حق کې تر غوږو رسولې وې.
ان شالله عام ولس به ورو ورو په دې یقین مومي چې همدا تاسې د دې ملت اصلي بچیان یاست.
هغوی چې دا شل کاله یې د دوی د اولاد له خولې مړۍ واخیست...
نور ولوله
رقص در مسجد کتاب کې د مسجد، ملا، ممبر توهین او کاذبې قصې یې په کې ليکل شوي
د حمیرا قادرې پر کتاب ( رقص در مسجد) مې نقد کړی وو، چې له نامه یې ښکاری هم کتاب کې هم دې ښځه کې فساد شته.
خو بعضې ورونو انتقاد دا وو چې کتاب نا لوستی مو خالي د نامه په خاطر نقد کړی.
مهمه د کتاب محتوا ده.
د طلوع په مفسده رسنۍ، په یوه خپرونه کې ځان سپین کړی وو د جدایۍ ټوله پړه یې پر خپل خاوند داکتر تمنا فرامرز ور اچولې وه.
په داسې حال کې چې خاوند یې د ثبوتونو سره وښوده چې دې ښځې خاوند او خپل ماشوم زوی د امریکا په خاطر پرېښي وو.
را به شم د کتاب مسلې ته، اوس اوس چې کتاب لوستل شوی نو لیدل کیږي چې دې نجسې خپل زهر په کې شیندلي.
...
نور ولوله
حزب اسلامي تر اوسه ښه روان دی
تېره اوونۍ مې چې مشر سره وکتل د خبرو جریان کې مې ورته وویل چې مشره له ټاکنو څخه نیولي تر ننه ستاسو د سیاسي موقف ملاتړي یو .
او په دې مې ترې مننه وکړه.
که څه هم بعضو ځوانانو غوښتنه دا وه چې تاسې یا له اتمر یا غني سره لار یوه کړی خو زه او ملګري مې د داسې اقدام مخالف وو کوم چې الحمدلله تاسې هم هماغه وکړل کوم چې زمونږ زړه غوښتل.
بل په روان شړېدلي نظام کې ونډه نه اخيستل، که څه هم تاسې ته یې وړاندیز شوی وو دا چې تاسې رد کړی وو مونږ پرې خوښ وو او یو.
که څه هم بعضو ځوانانو فکر دا دی چې نظام کې باید د ننه وو که یو وزارت هم وي خو زه بیا وایم مونږ له نظامه بهر ښه یو هسې نه خدای مکړه مونږ سره به ی...
نور ولوله
اوسنی کابل اداره تر ستوني فاسده او فرېبکاره ده
که امریکا له خپلو رقیبانو سره په دې توافق رسېدلې وي چې د دوی پاتې مامؤریت به د دوی روزلي او د دوی بعضې پټې کړۍ پر مخ وړي بیا نو د دې فاجعې مخه هېڅوک نشي نیولي.
لکه څرنګه چې روس له امریکا او سیمه کې مطرح ملکونو سره په دې توافق وکړ چې جګړه دلته وغځوي خو جګړه به د دوی روزلي او پروتوکولیان ورته کوي چې پایله یا د هغې جګړې ادامه تر ننه مونږ زغمو.
خو که خبره برعکس وي، امریکا غواړي چې دلته جګړه ودریږي.
د جګړې خپل مصرف بل ځای کوي یا هم غواړي چې خپل نړېوال بایللی اعتبار تر لاسه کړي بیا نو که مؤقته اداره جوړه هم شي د کورنیو جګړو یا بلې بدبختۍ وهم بې ځایه دی.
دوی به مسوولانه وځي په دې صورت کې...
نور ولوله
جمهوریت جمهوریت کول د ټامیانو فرېبانه دام دی
اصل کې ولس ډاروي، په مرګ یې نیسي چې تبې ته راضي شي.
داسې ذهنیت ورکوي ګواکي همدا مونږ څو تنه ګمارل شوي نوو تاسې به طالب خام تېر کړي.
ستاسو شته ژوند نعوذبالله زمونږ له برکته دی.
خصوصاً ښاریانو ته دا ذهنیت ورکوي چې د دوی په هره مرداري شکر وباسي او له بد بدتر څخه پناه وغواړي.
دا نومونه جمهوریت، امارت دا او هغه د چا درد نه دوا کوي.
دلته اسلامي نظام، داسې نظام چې بیت المال په کې خوندي وي، د اتباعو ملکیت، شخصیت، ناموس هر څه په کې په امن وي.
د هرې بې عدالتۍ، تیري او خیانت پر وړاندې فیصله قرآن او حدیث وکړي....
نور ولوله
رسول الله صلی الله وسلم د خپل مخالف جهت مشر ته په درنه سترګه کتل
مونږ د اسلام له روح ډېر لرې یو حتی بعضې هغه هم چې مدرس ملایان دی.
مبارزه دا نده چې خپل مخالف له منځه یوسې او نه دا بریالۍ لار ده.
بریالیتوب د مخالف حذف نه بلکې قانع کول دی.
ته هله بریالی یې چې وتوانیږې خپل مخالف په خپل نظر قانع کړې.
د الله جل جلاله د رسول صلی الله وسلم مبارزه له منطق، استدلال او مباحثې شروع شوې.
وسلې ته لومړی د هغې مخالف لوري لاس کړی او د دوی د وژلو په هڅه کې شوي.
رسول الله صلی الله وسلم او ملګرو یې د ځان په دفاع کې وسله اخیستې.
دا د دوی مخالفین وو چې دوی یې جلا وطنۍ ته اړ کړل، له خپل کور او کلي یې پ...
نور ولوله
نن سبا امریکا هماغه د کلي مضر رول لوبوي
کلي کې به چې مضر انسان وو بیا به یې ماشومان سره په جنګ اچول
زورور به یې کمزوري ته کلک ونیوو چې راشه خپل قصد ترې واخله.
هغه به یو څو جوړ جوړ سوکونه دې ته ورکړل، هغې به چېغې وهلې خوشي مې کړه ده به نیولی وو.
هغه به وتښ بله ورځ به چې هغې زورور ته کمزوری په لاس ورغی دې څټ څټ ته به یې داسې سوکونه ورکړی وو چې هغه سپوره ډوډۍ به یې له خولې را ولوېده کومه چې د مازدیګر په وخت به یې له کوره ټوک را اخیستي مخ په بهر لوبو ته را روان وو.
خوار به دوه دری دقیقې خوله خلاصه نیولې وه بیا به ترې غږ وخوت.
کله به چې چا هغه مضر کس په دې شیطانت ولید بیا به یې دا زورور یوه دوې لغتې یوه سپېړه ووهلو چې و...
نور ولوله
د وحشي کمونستانو ظلمونه دومره وحشتناک وو چې یادول یې د هډوګي مغز سوځوي
ابو بشير سعادت
پښتو ژباړه: سید اجمل ستایلی
د هغه ۴۱ کسانو (پیلوټ، معاون د پیلوټ، د الوتکو انجنیران) د شهادت داستان کوم چې د وحشي کمونستانو لخوا د چنداول سیمې د نه بمبار په جرم په شهادت ورسېدل.
درنو دوستانو د وحشي کمونستانو ظلمونه دومره وحشتناک وو چې یادول یې د هډوګي مغز سوځوي.
د چنګاښ میاشتې په لسم (کال ۱۳۵۸)، کله چې د چنداول خلکو د الله اکبر نارې پورته کړې، د وخت ظالم او جابر دولت لخوا د بګرام لومړي غُند هوایي ځواک ته د بمبار امر وشو.
کومو کسانو چې د دوی د شهادت امر ورکړی وو لاندې پنځه کسان وو.
...
نور ولوله
اته میاشتو کې له ۵۰ زرو ډېر افغانان شهیدان شول خالي پر دوو موضوعګانو
۱. ۵ زره بندیان
۲. په طرز العمل اختلاف
دا دواړې معظلې چا حل کړې؟
بندیان هم امریکایانو خوشي کړل ظاهراً یې فشار پرې راوړ اصل کې طرح همدا وه.
طرزالعمل هم د جامعه جهاني اقتصادي فشار البته ظاهر کې اصل کې طرح همدا وه چې د افغانانو د وژلو ماشین ګرم وي.
اوس د اووه زرو بندیانو خبره منځ ته راغلې، دری څلور میاشتې به دا د زرګونو افغانانو د وینې تویونې لپاره کافي وي.
بیا به د اوربند موضوع څو میاشتې دوام کوي ور پسې د مؤقت حکومت یا انتقالي یا جنجالي په ټوله کې د افغانانو د قتل عام لپاره پروګرام سم دیزاین شوی.
طراح معلوم دی، ط...
نور ولوله
محسن داوړ ته!
ته نه سیال یې نه پښتون
تا داسې چاته خوله ور اچولې چې د هغې او ملګرو همت او د رب په نصرت نړۍ د کمونېزم له شره خلاصه شوه.
خو ستا او ستا ملګري ايله په خپلو مړو اوښکې تویې کړی.
په سبا چې ستېج ته پورته شی بیا نورو ته لکه سپۍ مه خوله ور اچوی.
شخص ته د استخباراتو لخوا یو ګمارل شوی جاسوس یې تر څو ستا او ستا مانندو په واسطه غیرتي او ژمن پښتانه په نښه او شهیدان کړي.
ته د استخباراتو د پټو رنډیو څخه یوه رنډۍ یې نور هېڅ نه یې
...
نور ولوله
