د سيد اجمل ستايلی لیکنی

زمونږ په ټولنه کې له مالداره کورنۍ سره خپلوي!

بعضې فکر کوي چې له مالداره کورنۍ سره خېښي به د دوی د اولاد ژوند کې تغیر راوړي. خو ډېر کله د دوی د طمع خلاف دا رشته ډېره جنجالي شي. نه یواځې دا چې د ده سره کوم مالي مرسته نکوي بلکې راوړې ښځه ترې د خپل پلار د کور ناز او ژوند غواړي کوم چې د ده د پلار له وسه تېره ده. تر دې چې حتی ژوند یې تریخ شي. تر ډېره ښه ده چې سړی له ځانه ښکته یا هم برابر خلک رشتو ته وټاکي. دوهم جز: سړي ډېري غواړي چې ښځې د دوی په رای راشي د ژوند سمبال او آرامښت لپاره کله نا کله ښه ده چې د دوی رایه هم ومنل شي که زیان په کې نوي. نن سبا مبایل نورې بوختیاوې باعث شو...
نور ولوله

د نجيب تلين لمانځنه یوه بهانه ده اصلي هدف بل دی

دلته بعضو د کمونستي مفکورۍ په پلمه الحاد را وارد کړ. او د دې شوم هدف لپاره یې لومړی اکادمیک سیمې په نښه کړې. ښکاره یې خلک لادینۍ او الحاد ته دعوتول. تر دې چې رب یې پر وړاندې یو څو تنکیو شازلمیانو ته د مقابلې توانایي ورکړه. خبره تر مناظرو وغځېده، په ښکاره د مارکس او لینن لارویانو به خپلو غونډو کې په اسلام تمسخر کړ. ښکاره به یې مناظرو کې مسلمانان چلېنجول چې د الله جل جلاله شتون ثابت کړي. د دوی عقیده دا وه چې مونږ لکه بوټي داسې پیدا یو ماده پرستان وو. الله جل جلاله یې پر وړاندې حبیب الرحمن شهید په...
نور ولوله

افغانستان ته د دوکتورا څښتن غلامانو راتگ!

کله چې اشغال سره له غربه تش په نامه څو خرڅ شوي نا افغانان، د دوکتورا څښتن غلامان راغلل د ډېرو امېد دا وو چې دې وطن ته به د خدمت جوګه شي. دا خالي کوپړۍ کوم چې ټول سوچ او ګند په کې د غلا او یغما وو پر دې ملت ډېر قیمت حساب شوي وو. دوهم مفکر، د فلان پوهنتون استاد، د دوو دوکتوراو څښتن.... یو څه چې ښکاره وو هغه دا چې دې خلکو کې نه د اېمان څرک لګېدو نه د وطن او وطن دوستۍ ځکه په وطن او خدای مین کسان د یرغلګرو په اوږو خپل وطن ته نه راځي. دوی سره بعضې پخواني کمونستان کوم چې لا یې د مسلمان په وینه زړه نوو یخ شوی هم یو ځای شول او بعضې مجاهد نما کوم چې پرون پټ د روسي یرغلګرو خدمت کې وو د بعضو پروتوکولونو...
نور ولوله

ای د پاریس او لندن ساتونکیه

آیا تر ټولو بد قاچاقبر ته نه یې؟ چې غربي ښامار خولې ته د دې ملت وینه ور تویوې د مؤمن ولس د ناموس بربنډولو ته دې کار ویلی ستا د تړلو دروازو شا ته د مسلمان مال او سر په امن نه دی آیا ته لوی قاچاقبر او غدار نه یې؟ آیا ستا نظام له قاچاقبرو نده جوړه؟ هغه چې تاسو یې په نومونو پوهنتونونه کړي هغه چې تاسو یې په قبر قصرونه آباد کړي آیا هغوی منطقه کې د قاچاق سرداران نوو؟ تا چې څوک بهانه کړي ډېر که وي دا به هغه وي چې له هلمنده تر کابل یې راوړل له کابل او بګرامه او حیرتانه وړونکی یې ته او ستا د سیستم کسان ندی؟ ای سولې دښمنه د همدې اور خوراک شې ...
نور ولوله

سر خر سوار شدن یک شرم پاین شدنش دیگر شرم

کمونېزم یې خر کړ خو بیاهم ترې تېر نوو. ابوجهل به په پټه قسم خوړلو چې محمد صلی الله علیه وسلم په حقه دی خو د جهالت غرور نیولی وو له خپل خره را کوز نشو. په سلیمان نالایق عین کانه شوې وه، ښه پوه وه چې کمونېزم او د کمونېزم په نامه الحاد خپرول خوشي جګ وهل وو خو د جهالت غرور اړ کړی وو چې تر آخره په خپل کړو پښېمانتیا ونه ښیي. او خپله یې اقرار وکړ چې په خره سورېدل یې یو شرم را ښکته کېدل یې بل شرم. داود یې فرعون خظاب کړ او وویل دا فرعون باید مړ شي. په داسې حال کې چې داود په شروع کې د دوی پرچمي ملګری وو. بعضې وایي چې دا کمونست زاده ګان ...
نور ولوله

نکاح خوږه اړيکه

هن لباس لكم وأنتم لباس لهن دا چې الله جل جلاله ښځه او خاوند د یو او بل لپاره لباس په مثل یاد کړي دا خو مو ډېر لوستي چې لباس انسان پټوي نکاح د دې باعث کیږي چې دا جوړه له بې لارۍ او اخلاقي رکود څخه وساتل شي.  دا رابطه باعث کیږي چې انسان مفلح مومن شي. ځکه دې رابطې کې که څوک ځان پاک وساتي یعنې ( وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ) نو فلاح یې حتمي ده ځکه رب وایي چې په تحقیق سره دا خلک بریالي شول او د بریا تر څنګ مومن هم دی. پاکي یې په مومنیت برهان شي، غوښتل مې دا ووایم لباس د پټولو تر څنګ نور اړخونه هم لري. لباس زینت دی، لباس سکون دی، لباس انسان دروند ښیي...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک