رقص در مسجد کتاب کې د مسجد، ملا، ممبر توهین او کاذبې قصې یې په کې ليکل شوي
د حمیرا قادرې پر کتاب ( رقص در مسجد) مې نقد کړی وو، چې له نامه یې ښکاری هم کتاب کې هم دې ښځه کې فساد شته.
خو بعضې ورونو انتقاد دا وو چې کتاب نا لوستی مو خالي د نامه په خاطر نقد کړی.
مهمه د کتاب محتوا ده.
د طلوع په مفسده رسنۍ، په یوه خپرونه کې ځان سپین کړی وو د جدایۍ ټوله پړه یې پر خپل خاوند داکتر تمنا فرامرز ور اچولې وه.
په داسې حال کې چې خاوند یې د ثبوتونو سره وښوده چې دې ښځې خاوند او خپل ماشوم زوی د امریکا په خاطر پرېښي وو.
را به شم د کتاب مسلې ته، اوس اوس چې کتاب لوستل شوی نو لیدل کیږي چې دې نجسې خپل زهر په کې شیندلي.
د مسجد، ملا، ممبر توهین یې کړي، کاذبې قصې یې په کې ځای پر ځای کړي.
جالبه خو دا ده چې دا تر پرونه هم د معارف وزارت مشاوره وه.
چې ستا په معارف داسې نجسان حاکم وي، دا به دې راتلونکي نسل ته څه ور زده کړي؟
له غربه راغلي یواځې غلا پسې ندی راغلي بلکې خپل دجالي ماموریتونه هم لري.
