د سيد اجمل ستايلی لیکنی
زمونږ نیوکه یا مشوره د اصلاح په نیت ده
زمونږ نیوکه یا مشوره د اصلاح په نیت ده
امید مو دا دی چې دا وطن بیا ترخې ورځې مشاهده نکړي.
ملت آرام هوسا ژوند وکړي، د حکومت او رعیت تر منځ فاصلې نوي یو او بل کې مدغم ووسي.
کله چې تاسې کور لپاره یو څه اخلي د ارزان بیه توکو په باب بې پروا وي خو کوم څه مو چې ډېر ګران اخیستي وي د هغې سره ډېر احتیاط کوي.
د کور نورو غړیو ته هم وایي چې پام چې درنه مات نشي، ماشومان مه ور پرېږدی چې خط یې نکړي.
سالم ساتلو کې یې نهایت کوښښ کوي.
عرض دا دی چې اوسنی حکومت د شل کلنې قربانۍ محصول دی.
د دې نظام اقامې لپاره بیخي لوړه قرباني ورکړل شوې...
نور ولوله
د وطن اقتصادي ستونزې له کبله افغانان لګیا دی وطن پرېږدي
مونږ وینو چې د وطن اقتصادي ستونزې له کبله افغانان لګیا دی وطن پرېږدي.
ځوانۍ او حسن به یې د پردیو ملکونو خاورې وخوري.
نسلونه یې که له اسلام ووتل مونږ به یې حق کې خدای حتماً نیسي.
د هغو چې یو څه دلته ګذاره روانه ده له وطن یې زړه نه شکیږي.
پر هغوی مو تعلیم ودروو، نړېوال ښامار ته مو بله پلمه په لاس ورکړه چې یو تعداد په دې پلمه جلا وطن او خپل ملکونو پرې آباد کړي.
دریمه دا چې دلته به ورته آنلاین د زړه کړو بهیر پل کړي، ستا څه زړه دی بیا به هغوی د عقایدو مضمون ورته تدریس کړي که د فقه اسلامي؟
مونږ په ټوله معنی یو هوښیار ملت نشو کېدای خلص....
نور ولوله
د ملګري ملتونو مرستې که ولې حکومت ته نه سپارل کيږي؟
ملګری ملتونو ویلی تر اوسه مو دوه میلیارده دالر مرسته کړې.
معنی پنځو میاشتو کې یې دومره مرسته کړې.
مونږ خو داسې بنیادي څه نه وینو بې له یو څو کڅوړو اوړو، یو څه نقدی مرستې....
کله چې دا مرستې د انجوګانو لخوا لګول کیږي ستونزه یې همدا ده چې د دې یوه برخه د دفتر په چارو، مامورینو، موټرو، کرایو لګول کیږي، یوه برخه یې خلکو ته مرسته کیږي چې هغه هم لار کې خور و بُرد کیږي.
دا مرستې که راساً حکومت ته وسپارل شي او هغوی یې په بنیادو چارو ولګوي، یو کارو بار خلکو ته جوړ کړي.
نو هم به وطن ته یو څه شوي وي هم به خلک د کار او روزګار څښتن شوي وي او دا به موقتي نوي...
نور ولوله
پر اسلامي هېوادونو د امريکا بريدونه او بيا خپل ملاتړي په نيمه کي پريښودل
امریکا په عراق حمله وکړه، د مجاهدینو خلاف یې خلک په شا ټپول وسلې یې ورکړې خپل ورونه یې پرې شهیدان کړل.
آخر کې یې همداسې پرېښودل دارو ندار یې ترې یوړل.
سوریه کې یې خلک جګړې ته وهڅول آخر کې یې د روسیې سره جوړه تباه او برباد کړل.
لیبیا یې مسته کړه اوس یې په خپل حالت پرېښې.
یمن کې یې یاغیان پیدا کړل د ایران په همایه اوس کله سعودی پرې داړي کله امارات او خپل باج ترې اخلي.
په افغانستان یې حمله وکړه دلته یې ډېر ناخلفه بې وجدانه غلامان ځان ته جوړ کړل له بهره یې راوستل.
هر ډول وحشت او ظلم یې پرې تجربه کړ اوس یې په میدان پرېښودل...
نور ولوله
ټول همدغه شی وی هسې په یو او بل شاهدي ورکوی
ویدیو پسې یې ډېر وګرځېدم پیدا مې نکړه.
یوه ګردي مېز کې چې د خلیلزاد د کتاب په اړه وو حشمت غنی احمدزي وویل.
چې خلیلزاد ځکه د گلبدين حکمتيار سره ندی جوړ چژ یو وخت زه اشرف غني او خلیلزاد د امریکایی وسلو شرکتونو استازي وو په مجاهدینو مو وسلې خرڅولې چې مصرف یې عربو ورکولو.
یواځني رهبر همدا وو چې وسله یې په پیسو له مونږ نه را نيوله نو ځکه زمونږ ښه نه ترې راتلل.
عرض دا دی چې دا کس او محب ښیي چې ښځه یې د سي آی اې ماموره وه خو خپل ځانونه او خپله ویندیار یې هېر دی.
وایه ستا ویندیار د بعضو بی بی ګل اوس چېرته ده؟
آیا ستا ویندیار د سي آي اې ماموره نوه؟
...
نور ولوله
نن سبا غربیان په خپل لاس جوړ شويو قوانینو سره لاس او ګرېوان دی
ښځو ته یې دومره آزادي ورکړه، د دوی لیلامولو ته یې داسې پلمې جوړې کړې، چې اوس دوی یې بد عواقب نشی مهارولی.
ډېري ښځې یې د اولاد راوړلو ته ندی لېوال.
ګواکي اندام مې خرابیږي، یا یې د لویولو توان او قدرت نلرم.
هلته ژوند داسې عیار شوی چې ښځه او خاوند هر یو جلا جلا خپله خرچه خپله کوي.
د اولاد روزنه ساتنه د دواړو مشترک کار دی، دا چې دواړه کار ته وځي اولاد ډیری وخت وړکتون یا هم ښوونځیو کې تېروي.
نو هغه چې اولاد وغواړي هم نشی کولای ډېر بچیان لوی کړي.
دا باعث شوې چې غربي ملکونه د بشري قوي کمښت سره مخ شي....
نور ولوله
په دې اقرار ونکړو چې وخت یې رسېدلی چې خپلو ګناوو ته شا کړو
غل نیمه شپه په دیوار پورته شو، غوښتل یې چې کور ته ور واوړي.
ګوري چې یو کس په لمانخه ولاړ دی، او د قرآن شریف دا آیت تلاوت کوي.
أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ .
د دې آیت اورېدلو د غله په ژوند کې انقلاب راوړ.
ځان سره یې وویل هو زما ربه واقعا چې وخت یې رسېدلی.
غله د نصوح توبه وکړه، غل د خپل دور لوی او مشهور قاضي شو.
دا کس د بغداد مشهور قاضي او ذاهد (فضیل بن عیاض) وو.
آیا مونږ هم د فضیل نقش په قدم
په دې اقرار ونکړو چې وخت یې رسېدلی چې خپلو ګناوو...
نور ولوله
د بګرام او ابوغریب زندانونه د غربیانو د تمدن او بشردوستۍ بېلګه
د بګرام او ابوغریب زندانونه د غربیانو د تمدن او بشردوستۍ یوه وړه بېلګه ده.
دا ا:و دې ته ورته دوی نور زندانونه هم درلودل، کوم چې هغه کې آزادي خواه په دین او وطن مین خلک شکنجه کېدل.
د یرغلګرو تر څنګ د هغوی نامرد او بې ایمانه غلامان یې ډېر ظالم او خدای ناترسه خلک وو.
داسې ظلمونه یې وکړل چې قلم یې له لیکلو عاجز دی.
ذهن یې منلو ته آماده ندی.
د داسې وحشي زندانونو ماتېدل د هغې شهیدانو د وینو برکت دی کوم چې په دې لار کې نذرانه شول.
که د شهیدانو وینو سره د دې خاورې مشران خیانت کوي قسم د دنیا او آخرت ذلت به یې په برخه کیږی لکه د ر...
نور ولوله
چاته هم په ټيټه سترګه مه ګوری
وایي یو وخت کوم تجار بهلول ته راغی ورته وویل چې
ای بهلولو دانا: څه واخلم چې ګټه وکړم.
ده ورته وویل واښه واخله، سړی حیران شو خو دا کار یې وکړ، کال ته یې وچکالي شوه د هند او نورو سیمو تجاران چې راتلل خپلو آسونو، اوښانو ته یې واښه په لوړه بیعه اخیستل، ده ډېره ګټه وکړه.
سړی مغرور شو بیا ورغی بهلول ته یې وویل: ( بهلول دیوانه چه بخرم).
بهلول لېونیه څه واخلم: ده ورته وویل پیاز واخله، ده هم ښه ډېر واخیستل هغه ټول خوسا شول.
ورغی بهلول ته چې دا دې څه ډول مشوره راکړه دا خو ټول خوسا شول.
بهلول ورته وویل هغه چې ګټه دې وکړه هغه د دانا خبره وه دا...
نور ولوله
مونږ حق نلرو چې اسلامي امارت ورونو ته مشوره ورکړو یا نیوکه!!
که څه هم مونږ حق نلرو چې اسلامي امارت ورونو ته مشوره ورکړو یا نیوکه
ځکه کله هم چې نیوکه یا مشوره ولیکو پر مخ مو زمونږ سیاسي تړاو را موښل کيږي.
یا د مشر نوم په بې نزاکتۍ راته اخلي یا هم د حزب اسلامي افغانستان....
که څه هم سل ځله به مو وضاحت ورکړی وي چې دا زما فردي نظر دی.
د دې ملک یو وګړی یم حق لرم چې یو څه ووایم خو وایی نه خوله دې بنده کړه.
یو ځل بیا هم یوه ګستاخي معاف
وروره ستا د شلو کلونو قربانۍ ته چې ګورم او ستا بعضو اعمالو ته نو سمه غصه راشی.
انډیواله تاته مسوولیت درکول کيږي ستا باید رنګ وتښتي چې تر بار به یې ووتلی شم کنه...
نور ولوله
د وسلو پر قاچاق تر هر چا ډېر طالب ځوانان دردېدلي
دا چې د وسلو په قاچاق تر هر چا ډېر طالب ځوانان دردېدلي
غبرګون یې هم تر نورو ډېر تېز دی، علت یې دا دی چې دوی ته د خپلو ملګرو هغه نازک او خواږه بدنونه سترګو ته کېږي کوم چې د دې خاورې په سر نذرانه شول.
هر چا ته خپل زوی، ورور... خوږ دی جوړه یې نه ویني.
خو قسم دی داسې ځوانۍ خاورې شوې چې بل ملک کې وی خالي په خپل ښکلي صورت به یې میلیونونه دالر ګټل.
داسې ځوانان مو خاورې شول چې د الماسو غمي یې تر مخ پیکه کېدل.
داسې ځوانان که دې سپوږمۍ سره درولي وي پر وړاندې یې تیاره کېده.
بې حسابه بې کتابه قرباني دې ملت د همدې وطن او د دې وطن شتمنیو په سر ورکړې...
نور ولوله
دا یوه ښکاره خبره وه چې تحول به راځي، هره جګړه ختم لري
خو په کوم ډول چې مونږ یې شاهد وو د داسې پېښې سوچ هېچا هم نشو کولای.
که دا جګړه د هر بل ملک وی نو د خپل عزت لپاره به یې هم مسوولانه له جګړې پښې سپکولې.
خو تاریخ ثابته کړې چې امریکا له عزت په بې عزتۍ خوښه ده.
خوند ورکوي چې شر جوړ کړي او شر یې شرونه وزېږوي.
زمونږ طمع او امېد دا وو چې هر څه به پر خپل ځای پاتې کیږي سیستم به نه فلج کیږي او مونږ به یوې دایمي سولې ته رسیږو.
خو دښمن داسې حالت ته ور ټېل وهلو چې اوس لکه ګرداب کې ګیر انسان هرې خوا ته چې لاس وهو راوتل مو سخت دی.
اقتصاد، کاري ماشین، تعلیم هر څه مو فلج دی....
نور ولوله
