نن سبا امریکا هماغه د کلي مضر رول لوبوي
کلي کې به چې مضر انسان وو بیا به یې ماشومان سره په جنګ اچول
زورور به یې کمزوري ته کلک ونیوو چې راشه خپل قصد ترې واخله.
هغه به یو څو جوړ جوړ سوکونه دې ته ورکړل، هغې به چېغې وهلې خوشي مې کړه ده به نیولی وو.
هغه به وتښ بله ورځ به چې هغې زورور ته کمزوری په لاس ورغی دې څټ څټ ته به یې داسې سوکونه ورکړی وو چې هغه سپوره ډوډۍ به یې له خولې را ولوېده کومه چې د مازدیګر په وخت به یې له کوره ټوک را اخیستي مخ په بهر لوبو ته را روان وو.
خوار به دوه دری دقیقې خوله خلاصه نیولې وه بیا به ترې غږ وخوت.
کله به چې چا هغه مضر کس په دې شیطانت ولید بیا به یې دا زورور یوه دوې لغتې یوه سپېړه ووهلو چې ورک شه ووړ هلک وهې، په هغې به یې هم پټکه وکړه چې کور ته دې ولاړ شه.
ګواکي زه خو مصلح یم، هغې به ورته کړل خو تا را ته وویل چې ویې وهه.
دا داستان را نه اوږد شو، نن سبا امریکا هماغه د کلي مضر رول لوبوي.
کمزوری ماشوم په زورور، زورور په کمزوري ډبوي بیا له خندا ورته شین وي.
یاره نن مې سخت په یو او بل سره ووهل.
