رسول الله صلی الله وسلم د خپل مخالف جهت مشر ته په درنه سترګه کتل
مونږ د اسلام له روح ډېر لرې یو حتی بعضې هغه هم چې مدرس ملایان دی.
مبارزه دا نده چې خپل مخالف له منځه یوسې او نه دا بریالۍ لار ده.
بریالیتوب د مخالف حذف نه بلکې قانع کول دی.
ته هله بریالی یې چې وتوانیږې خپل مخالف په خپل نظر قانع کړې.
د الله جل جلاله د رسول صلی الله وسلم مبارزه له منطق، استدلال او مباحثې شروع شوې.
وسلې ته لومړی د هغې مخالف لوري لاس کړی او د دوی د وژلو په هڅه کې شوي.
رسول الله صلی الله وسلم او ملګرو یې د ځان په دفاع کې وسله اخیستې.
دا د دوی مخالفین وو چې دوی یې جلا وطنۍ ته اړ کړل، له خپل کور او کلي یې پسې واخیستل.
حبشې او مدینې ته یې هجرت ته اړ کړل.
خو کله چې مسلمانانو مکه فتح کړه د دې پر ځای چې دوی ووژني یا یې جلا وطن کړی امن یې ورکړ.
رسول الله صلی الله وسلم ترې وپوښتل ای قریشو تاسې څه فکر کړی چې زه به تاسو سره څه وکړم.
دوی ورته وویل: مونږ له تا له خیر او نیکي پرته بل څه انتظار نلرو.
ته زمونږ مشر ورور او د مشر ورور زوی یې.
رسول الله صلی الله وسلم ورته وویل زه ستاسو په اړه هغه وایم کوم چې زما ورور حضرت یوسف علیه سلام یې خپلو ورونو ته وویل: ( لا تثریب علیکم الیوم) ، نن د ملامتیا او رټلو ورځ نده.
تاسې ټول آزاد یاست، څوک چې خپل کور کې پاتې شي دروازې بندې کړي، مسجد ته پناه یوسي یا د ابوسفیان کور ته په امن کې دی.
د خدای د رسول صلی الله وسلم په دې خبره کې لوی درس پروت دی.
هغه مشرکین خپل ورونه وبلل، هغوی سره یې د سکه ورونو معامله وکړه کومه چې یوسف علیه سلام یې ورونو سره کړې وه.
مونږ خپل اهل قبله د یوې کلیمې ورونه نشو زغملی آیا مونږ د هغې مبارک لارویان یو؟
کور او جومات یې د امن ځای وبللو خو مونږ دې شلو کلونو له کور او جومات څخه قصابه جوړه کړې وه.
رسول الله صلي الله وسلم د خپل مخالف جهت مشر ته په درنه سترګه وکتل.
د ابوسفیان کور یې امن وبللو، همدا خوږ سیاست یې باعث شو چې ابوسفیان او لارویان یې خپل کړي.
کرکه او نفرت په اسلام کې ريښه نلري.
اسلام په مهربانۍ او مینه استوار دی.
