No-IMG

اته میاشتو کې له ۵۰ زرو ډېر افغانان شهیدان شول خالي پر دوو موضوعګانو

۱. ۵ زره بندیان

۲. په طرز العمل اختلاف

دا دواړې معظلې چا حل کړې؟

بندیان هم امریکایانو خوشي کړل ظاهراً یې فشار پرې راوړ اصل کې طرح همدا وه.

طرزالعمل هم د جامعه جهاني اقتصادي فشار البته ظاهر کې اصل کې طرح همدا وه چې د افغانانو د وژلو ماشین ګرم وي.

اوس د اووه زرو بندیانو خبره منځ ته راغلې،  دری څلور میاشتې به دا د زرګونو افغانانو د وینې تویونې لپاره کافي وي.

بیا به د اوربند موضوع څو میاشتې دوام کوي ور پسې د مؤقت حکومت یا انتقالي یا جنجالي په ټوله کې د افغانانو د قتل عام لپاره پروګرام سم دیزاین شوی.

طراح معلوم دی، طراح چې نن سبا سیل بین دی او له دې بدبختۍ مو من من غوښې اخلي هغه امریکا ده.

کومې وژنې چې دوی کولې اوس هغه مونږ ورته کوو څو چنده زیاد.

یواځني امېد مو د الله جل جلاله رحم دی، نور له هرې خوا طمع کول به زمونږ ساده ګي وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک