No-IMG

جمهوریت جمهوریت کول د ټامیانو فرېبانه دام دی

اصل کې ولس ډاروي، په مرګ یې نیسي چې تبې ته راضي شي.

داسې ذهنیت ورکوي ګواکي همدا مونږ څو تنه ګمارل شوي نوو تاسې به طالب خام تېر کړي.

ستاسو شته ژوند نعوذبالله زمونږ له برکته دی.

خصوصاً ښاریانو ته دا ذهنیت ورکوي چې د دوی په هره مرداري شکر وباسي او له بد بدتر څخه پناه وغواړي.

دا نومونه جمهوریت، امارت دا او هغه د چا درد نه دوا کوي.

دلته اسلامي نظام،  داسې نظام چې بیت المال په کې خوندي وي، د اتباعو ملکیت، شخصیت، ناموس هر څه په کې په امن وي.

د هرې بې عدالتۍ، تیري او خیانت پر وړاندې فیصله قرآن او حدیث وکړي.

داسې حکومت چې ټول په کې ځان وویني، امن وي، انارشي په کې نوي.

بدخشی کندهار کې ځان بېګانه حس نکړي،  کندهاری په مزار کې.

د کیلوال او ښاري تر منځ فاصله له منځه ولاړه شي.

د ترور،  انتحار، انفجار ډار او وهم چا سره نوي.

دوی چې کومه سندره سُر کړې بې مفهومه او بې معنی ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک