سيد اجمل ستايلی
د سيد اجمل ستايلی لیکنی
حُب
دا د وصل وسیله ده، مهمه دا ده چې ستا مینه او علاقه څه سره ده، دا چې په کوم قیمت یو څه ته رسېدل غواړې.
که دا کوم شخص وي هغې ته رسېدو لپاره کورنۍ له لاسه ورکوې.
که دا مال وي د هغې لپاره کلی او کور پرېږدې.
که دا راحت ژوند وي د هغې لپاره خپل وطن، کلتور او فرهنګ پرېږدې.
هو دا ټول له حُب څخه کیږی کوم چې ستا نفس یې هڅوي د یوه څه لاسته راوړلو لپاره د بل څه له لاسه ورکولو په قېمت.
دلته بعضې وخت داسې کیږی چې معنوی ارزښت له لاسه ورکوې پر وړاندې مادي ارزښت لاسته راوړې.
او کله برعکس کوم چې دې ته کم خلک زړه نیسي او له ژوند ...
نور ولوله
از دست یک شوم می سوزد شهر روم
مولانا رحمه الله وایي
از دست یک شوم می سوزد شهر روم
هو د یوه ملت د سوځولو لپاره په کار ده چې خالي یو شوم، جاهل او رزیل انسان یې په رأس کې ودروې.
که ملت یې څومره هم په خاوره وطن مین وي کافي ده چې رأس کې ورته شیطان صفته کس ودروې.
پخوا به یې افغانان ملامتول چې خپله دوی ښه نه دی.
خو نن مونږ اوکراین ولید سره له دې چې ملت یې متمدن، لوستی په خاوره او ملک مین ملت وو.
خو چې په رأس کې یې ورته یو شوم یهودی ودروو، هغه ټول ملت د اور خولې ته ودروو.
ټول ښار یې وسوځولو، هر څه یې د اور خوراک کړل.
ملت ته یې د یوه کاذب ...
نور ولوله
د الحاد مبلغین په ډېر مهارت لومړی قوميت نغمه غږوي او بيا د ملا او مدرسې خلاف غږ پورته کوي
زه خپله مل.حدین او د ال.حاد مبلغین نه تعقیبوم او نه ور سره ښکېل یم.
ځکه دومره علم زه نلرم چې د دوی د فتنې تقابل وکړم.
نو ښه ده له شر یې په امان ووسم.
راځم اصلي هدف ته، د الحاد مبلغین په ډېر مهارت لومړی یو سُر نیسي ور پسې بیا خپل اصلي هدف ته راځي.
مثلاً: شفیع عیار لومړیو کې د قومیت نغمه غږوله، بیا یې د م.لا او م.درسې خلاف غږ پورته کړ.
کله یې چې ځان مشهور او خلک په ځان را مات کړل.
د چکچکو لپاره یې خلک پیدا کړل سوکه یې په قرآن، پیغمبر او رب نیوکې او مسخرې شروع کړې.
عین قصه د برمل، اجمل ستانکزی او ...
نور ولوله
صدر اسلام او د خلفای راشدینو طلایي دوره
صدر اسلام او د خلفای راشدینو دوره ځکه طلایي دوره وه.
چې د دې خلکو روزنه د رسول مقبول صلی الله وسلم په لاس شوې وه.
د ژوند ټولو امورو حتی جګړې اخلاق یې هم ور ښودلې وو.
د هغوی توره کله هم د مسلمان ورور تر غاړې ونه رسېده.
او نه یې له ژبې او لاس متضرر شول.
وروسته وروسته توره ټوپک ته داسې مسلمانانو لاس ته ولوېدل چې د هغوی تربیت له سره شوي نوو.
او بعضو سیمو او وختونو کې دې تورې او ټوپک تر کافر د مسلمان وینه ډېره تویې کړه.
دا حالت د دې باعث شوی چې نن که د مسلمانانو تر منځ په یوه پټي هم جنجال شي دوی د ی...
نور ولوله
کلونه وروسته به نړۍ غرب کې د نادرو تحولونو شاهده ووسي
غرب پخوا کاریګر طبقه په کار وه، مسلکې برخه کې خپله غني وو یا یې ګذاره کېده.
له نورو وطنونو که مسلکي کس هم ورتلو هلته کار یې عادی مزدوري وه.
خو نن سبا د مسلکي تشې سره مخ دی، هره برخه کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري.
د مسلکي کسانو ورتلو لپاره یې پلمې جوړې کړي، ډېرې قانوني لارې ورته مساعد کړي.
د هغې څخه یوه پلمه یې د تحصیل ادامه ده چې ډیری په دې پلمه تللي کسان هلته تحصیل نکوي بلکې کار کوي.
د ناټو له اعضاوو پرته ملکونو کې کومې جګړې چې غرب جوړوي د خپلو وسلو پلورلو تر څنګ یو علت یې د هغې سیمې د خلکو له خپل هېواد څخه فراري کول او خپل قوه کار پرې پوره کول دی...
نور ولوله
د الله جل جلاله شناخت یا پېژندنه
زمونږ برداشت دا دی چې د الله جل جلاله شناخت دا دی چې ووایې وحده لا شریک له، یا دا چې دا دا یې ذاتي صفات دی او دا یې فعلي.
خو زما په اند بهترین شناخت د خالق دا دی چې ته یې مخلوق وپېژنې.
یعنې له خلقت څخه ته خالق وپېژنې.
مونږ چې قرآن ته رجوع وکړو وینو، کله چې په لومړي ځل وحې په سرور کاینات صلی الله وسلم نازلیږي په لومړي وار ورته وایي چې ولوله د هغه ذات په نامه چې هستي یې خلق کړه ور پسې ورته وایي: هغه ذات چې انسان یې له یوې ټوټې وینې څخه پیدا کړ.
دلته وینو چې الله جل جلاله خپل وحدانیت، الهویت نه ور ته تعریفوي بلکې شروع له خلقت د هستۍ ور پسې د خپله انسان خلقت ته یې متوجه کوي....
نور ولوله
افغانانو په کوم حالت کې چې را ګیر یاست یو علت یې ستاسو نا شکري ده
افغانانو په کوم حالت کې چې را ګیر یاست یو علت یې ستاسو نا شکري ده.
هوایي دهلېز مو په تمسخر نیولي وو کله چې جلغوزې مو چین ته له پاکستانه ولاړې بیا مو چیغې وهلې چې وااااای هوایي دهلېزه چېرته یې.
کله چې م.لا ورور بیا احیأ کړ هغه هم په تمسخر ونیول شو.
اوس خبر دی چې ۶۵ زره تنه به بهر ته د کاریګر په حیث ولېږل شي.
ګورو چې دا هم په مسخرو نیول شوي، ګواکې له نورو ملکونو ساینس دانان ځي زمونږ له ملکه کاریګر.
وه مسلمانه داسې حالت سره مخ یې وطندار دې د ورځې سل افغانۍ ته لس ملاقه وهي.
همدې کاریګرۍ ته افغانان څه څه ذلتونه نه تېروي؟
...
نور ولوله
د کابل سرکونو څنګو ته ویالۍ جوړې شوې
ډېري ځایونو کې د قیر سرک او د ویالې تر ژۍ نیم متر تر شپېتو یا اویا سانتي پورې ځای پاتې شو.
چې د موټرو عبور سره به له دغې ځایه دوړه پورته شوه.
هم یې قیر سرک دوړن کولو او هم یې فضا ته ضرر رسولو.
د کابل ښاروالۍ دې ته ور پام شوی، لګیا دی د قیر سرک دواړې خواوې پورانه کوي، یعنې سرک د ویالۍ تر ژۍ ټول قیر نیسي.
دوهم: لوی سرکونو لکه د کوټه سنګی څخه د دهمزنګ په لور، د دې منځ کې به لوی لوی سیمټي موانع اېښودل شوې وې تر څو چپه او راسته برخه سره بېله کړي.
هم بدې ښکارېدې، هم منظم نوې، هم یې د کلونو دوړې نېولې وې چې سرک یې سخت بدرنګ کړی وو.
...
نور ولوله
هارون، زندان او آزادي
دا د یوه خوار ملت او خوار قسمت داستان دی.
چې سترګې پټې کړې، لکه فلم داسې به د وطن بده ورځ ستا تر سترګو تېره شی.
چې څنګه لوی لوی قدرتونو خپل خرتوب په دې مظلوم ملت ثابت کړ.
د دوی د وحشت او ځناورتوب ښکار شول.
او څنګه ګاونډیانو له دې حالت څخه خپله ګټه پورته کړه.
څنګ ته له پروت ټپي مسلمان ورور یې وینه وزبېښله تر څو دی پرې ژوندی پاتې شی د ټپي چې هر حال شو.
ټپي، نیم ځان وطن اوس هم هماغسې ټپي پروت دی.
وینه یې زبېښل کیږي.
خدای دې وکړي چې ګاونډیان مخکې له دې چې له تپي سا ...
نور ولوله
د افغانستان روغتونونه او بعضې داکتران اوس هم د مسلمانانو قتلګاه دی
۱. داکتران باید مجبور کړل شی چې نخسې ښکاره ولیکي
۲. معاینات د مرض یا علایمو مطابق وي
۳. معاینات باید ښکاره ولیکل شی، مریض نباید اړ ووسي چې معاینات دې حتما د داکتر په روغتون کې وکړي.
۴. د ټولو داکترانو اسناد باید وارځول شي.
۵. دواوې باید ټولې چک او کنترول شی
۶. عامه روغتیا باید د تفتیش ټیم ولري تر څو درملتونونه، روغتونونه د څار لاندې ونیسی.
تخلف صورت کې جریمه حتی جواز ترې سلب شی.
۷. که کوم داکتر اضافه معا...
نور ولوله
د مسعود د قبر تر بې حرمتۍ پورې
په ډېرو موضوعګانو لیکل نوي ضرور، نو ځکه ترې تېرېږم.
دا څو ورځې د مرحوم احمدشاه مسعود د قبر د بې حرمتۍ قصه روانه ده.
دا موضوع مې هم له نظره غورځولې وبلله، خو ګورم چې ډېرو قومي رنګ ورکړی.
لومړی خو اتڼ د مقبرې محوطې کې ندی شوي.
دوهم هغوی چې پرې غصه دی، ستاسو دا احترام او قدر هغه وخت چېرته وو چې مشرانو مو اشغالګر ور وستل او د قبر د پاسه یې درول.
هغې ته خو به مو مراسم نیولي وو، ډوډۍ مو ورکوله.
هغه وخت مو ننګ او غیرت چېرته وو چې رقاصې په کې نڅېدلې.
ستونزه په اټن کونکو کې نه بلکې هغو کې ده چې له...
نور ولوله
شل کاله په دې ملت د دېموکراسۍ تمرین وشو
د دوی د هر قیمتي جوهر او ارزښت لیلام لپاره خورا هڅه وشوه.
بیخي ډېر دالر یې پرې ولګول تر څو دلته د غربي نړۍ رنګارنګ امراض شیوع کړي.
که هغه اداری فساد وو، اخلاقي فساد وو دا ټول یې رایج کړل.
معلومه ده چې بعضې یې ښکار شول، دالرو ته یې اېمان سست شو.
خو ټوله کې راغلي خپل ماموریت کې ناکام شول، دا غیور ملت یې په لوړ تعداد بې حیا او بې پته نشوی کړای.
تاسې سوچ وکړی که هر بل ملک ستاسو ګاونډ کې دا حالت تجربه کړی وي تاسې به یې حال لیدلی وو.
لومړی خو به د راغلو پر وړاندې تاسې مقاومت نوو لیدلی.
نو په کار ده چ...
نور ولوله
