No-IMG

د وحشي کمونستانو ظلمونه دومره وحشتناک وو چې یادول یې د هډوګي مغز سوځوي

ابو بشير سعادت

پښتو ژباړه: سید اجمل ستایلی

 

د هغه ۴۱ کسانو (پیلوټ، معاون د پیلوټ، د الوتکو انجنیران) د شهادت داستان کوم چې د وحشي کمونستانو لخوا د چنداول سیمې د نه بمبار په جرم په شهادت ورسېدل

درنو دوستانو د وحشي کمونستانو ظلمونه دومره وحشتناک وو چې یادول یې د هډوګي مغز سوځوي.

د چنګاښ میاشتې په لسم (کال ۱۳۵۸)،  کله چې د چنداول خلکو د الله اکبر نارې پورته کړې، د وخت ظالم او جابر دولت لخوا د بګرام لومړي غُند هوایي ځواک ته د بمبار امر وشو.

کومو کسانو چې د دوی د شهادت امر ورکړی وو لاندې پنځه کسان وو.

* غوث الدین  د بګرام هوایي ډګر د لومړي غند قومندان

* سید احمد د بګرام هوایي ډګر سیاسي آمر

* انارگل  د بګرام هوایي ډګر د خاد مدیر

* دوست محمد خان د خواجه رواش هوایي ډګر سیاسي معاون

* او جنرال حکیم........

دې کسانو صحرایي محکمه دایر کړه زما د خاوند په شمول د ټولو ۴۱ تنو د اعدام حکم یې وکړ.

لومړی یې دا ۴۱ تنه شهیدان یې د برق په پایو چې د لرګیو وې وتړل بیا یې د مرمیو باران پرې وکړ.

وروسته یې په دوی تېل واچول ویې سوځول چې نه نوم د دوی پاتې شي نه نښان.

د دې یو څلوېښت تحصیل کړو کسانو فامیلونه تر ننه د دوی د ورکې په غم کې ناست دی خو دا پنځه تنه قاتلین ژوندي ګرځي.

تر کومه چې پوه یم دا کار د اسدالله سروري لعین، قصاب او خونخوار په وخت کې وشو.

رالېږونکې: آغلې سُهیلا احمدي غني ،د آمستردام ښار - هالند.

کاپی :  جنایات خلق و پرچم له پاڼې څخه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک