ان شالله عام ولس به یقین مومي چې همدا تاسې د دې ملت اصلي بچیان یاست
مدني حرکتونو سره باید اسلامپال ورونه خپل مدیریت، اطاعت، منظمتوب په نمایش کېږدي.
دوی باید په عمل کې دا ثابته کړي چې دوی د سلف صالح لارویان دی.
دوی له هغو ندی چې ځانونه تش په نامه اسلامي حرکتونو ته منصوب کوي خو عمل یې د اسلام سره ټکر کې دی.
د ملت مینه خپله کړي نه نفرت یې، هنر دا دی چې ملت خپل کړې.
تاسې ټولې هغه ادعاوې باطلې ثابتې کړې کوم چې د اشغال شل کلنې مډیا ستاسو په حق کې تر غوږو رسولې وې.
ان شالله عام ولس به ورو ورو په دې یقین مومي چې همدا تاسې د دې ملت اصلي بچیان یاست.
هغوی چې دا شل کاله یې د دوی د اولاد له خولې مړۍ واخیسته.
له خپل کلي او کور یې فراري کړل.
ښوونځي، مسجد، حجره یې ور ورانه کړه، دوی د نجات فرښتې نه بلکې د غرب روزل شوي شیاطین وو.
ملت مؤمن ملت دی، ملت به خپل برم او عزت ته رسي.
ان شالله
