اوسنی کابل اداره تر ستوني فاسده او فرېبکاره ده
که امریکا له خپلو رقیبانو سره په دې توافق رسېدلې وي چې د دوی پاتې مامؤریت به د دوی روزلي او د دوی بعضې پټې کړۍ پر مخ وړي بیا نو د دې فاجعې مخه هېڅوک نشي نیولي.
لکه څرنګه چې روس له امریکا او سیمه کې مطرح ملکونو سره په دې توافق وکړ چې جګړه دلته وغځوي خو جګړه به د دوی روزلي او پروتوکولیان ورته کوي چې پایله یا د هغې جګړې ادامه تر ننه مونږ زغمو.
خو که خبره برعکس وي، امریکا غواړي چې دلته جګړه ودریږي.
د جګړې خپل مصرف بل ځای کوي یا هم غواړي چې خپل نړېوال بایللی اعتبار تر لاسه کړي بیا نو که مؤقته اداره جوړه هم شي د کورنیو جګړو یا بلې بدبختۍ وهم بې ځایه دی.
دوی به مسوولانه وځي په دې صورت کې.
داسې به یې مدیریت کړي لکه د کرزي په دوره کې یې چې مدیریت کړ.
ستونزه کله هم دلته د راتلونکي خطر په اړه نده بلکې ستونزه دا ده چې د شته ادارې سره نه یې وسلوال مخالف جهت په یوه لار تګ غواړي او نه هېواد کې شته سیاسي حرکتونه.
شته اداره تر ستوني فاسده او فرېبکاره ده.
هېڅ طرف سره په وعده ثابت ندي پاتې شوي.
وسلوال مخالفین یې نه یواځې خپل بلکې د ښځو او ماشومانو قاتلین بولي او نغواړي چې د خپلو ماشومانو د قاتل تر مدیریت لاندې کار وکړي.
ح.ا.ا سره یې کړې معاهده دېرش سلنه نده عملي کړې، حتی هغوی چې اعتبار پرې وکړ له چا ساتونکي را ګرځوي له چا یو ورکړي وزارت.
نو ځکه ویلی شو چې حاکم ټېم یو فاسد، فرېبکاره او مکاره حلقه ده کوم چې په یوه لار ور سره تلل ناکامي او بدنامي ده .
دې حلقې د خپلو شخصي غلاوو او ګټو لپاره سوله یرغمل کړې.
او ولس ته وهم ور اچوي چې ګواکی د دوی په نه شتون سره به دا وطن اور واخلي.
