د فضل الربي شاکر لیکنی

أمر بالمعروف نهی عن المنکر

د مفهوم په لحاظ (ډک شه، ونغره، وخوره) کلمې سره مترادفې دي، خو په أدبي لحاظ سره بیا بلها توپیر لري. که فرضاً مېلمه ته د دسترخوان پر سر ووایو چې: ډک شه، یا ونغره! نو هغه به پر ځای د دې چې زموږ د میلمه پالنې قدردانی او مننه وکړي، بلکې ډېر سپک او بې نزاکته به ورته ښکاره شو. خو برعکس؛ که ورته و مو وویل: مهرباني وکړئ، ډوډۍ وخورئ! نو ښکاره ده چې د مننې او ستاینې تر څنګ به خوشاله رانه هم وي. همدا ډول په دیني او دعوتي أمورو کې هم د زشت او نامأنوس أسلوبه کار اخیستل هم منفي غبرګون له ځانه سره لري، د دې پر ځای چې دعوت مو مثبت رنګ راوړي، منفي حساسیتونه او غبرګونونه ترې را ولاړېږي. دا مې تردې وویل: چې زموږ ځینې ورونه د پاک احساس له مخې نورو ته د قال الله او قال الرسول خ...
نور ولوله

جُمعې او خُطبې

که زموږ د خطيبانو خُطبې پر يوه مشخصه موضوع راڅرخېدای، ګوندې يو څه به مو زده‌شوي وو، خو متأسفانه؛ زموږ د ډېری ملا إمامانو خُطبې هسې هوا ګزول وي.  نن د يو مولٰناصيب خُطبې ته ناست وم، پيل يې د زکاة پر مسأله وکړ، هغه يې نیم‌ګړې او نېم‌ګوره پرېښوه، د ملي‌سرود پر موضوع ورتاو شو، په هغې کې يې هم نه‌څوک پر تأیید پوه شول، نه پر رد، له هغه وروسته يې پر نظامونو ګونګ او پاشلی بحث وکړ، بېرته زکاة ته راوګرځېد او... بيا يې ساعت ته وکتل، ويل يې: وخت پوره دی، دعاء به وکړو... له‌بده‌مرغه! خُطبه خلاصه شوه، خو قسم دی چې هېڅ داسې څه مې ترې زده‌ نه‌کړل چې د يادو موضوعاتو په رد او تأیید کې د اړتيا پر وخت پرې استدلال وکړای شم...
نور ولوله

د ارواښاد غازي کشمير‌خان رحمه الله همسنګری او کليوال

کونړ، شېګل ولسوالي؛ د ارواښاد غازي کشمير‌خان رحمه الله همسنګری او کليوال خواته يې ورغلو او سلام مو پرې ووايه، همتناک سپينږيري چې د غره لمن‌ کې د تېږو پر ماتولو بوخت وو، سر راپورته کړ، لومړی يې جانانه او خوندور وعليک ووايه او بيا هر يوه ته بېلا بېل او کلک راغاړېوت. کاکا غريب حتماً وو، خو زړه يې دومره غني،سخي او شتمن وو، چې حد يې نه‌ لاره، دومره کلک  ست او سلا يې وکړه، چې حاتم‌ طائي به هم داسې ټينګ ست او سلا خپلو مېلمنو ته نه وي کړي. ترې ومو پوښتل؛ ژوند څنګه تېرېږي؟ ويل يې: الحمدلله! ښه خوښ او خوشاله يم او هيڅ آرمان په زړه نه‌لرم. هر سهار له لمانځه وروسته د غره ډډې ته راځم او تېږې ماتوم، دا لاندې ودانۍ چې ګورئ، ټولې زما پر لاس له ماتو شويو او تراشل شويو کاڼو جوړې شوي، په صحت جوړ براب...
نور ولوله

څو چې نړۍ وي؛ د افغان ملت دا تاريخ‌جوړوونکې حماسه به هم ژوندۍ وي

۱۳۶۷ھ‌ش کال د دلوې ۲۶مه: درې‌دېرش كاله مخكې پر همدې نېټه د پخواني شوروي اتحاد وروستی سرتېری په داسې حال کې د حيرتان پر بندر واوښت چې خپلو مشرانو ته يې کنځل کول او د لينن پر اروا يې د درود پر ځای لعنت وايه، او په دې توګه د دغه نړۍ‌وال او يکه‌تاز زبرځواک په تاريخ كې د يو کمزوري ملت په لاس د ماتې نوى فصل پيل شو. څو چې نړۍ وي، د افغان ملت دا تاريخ‌جوړوونکې حماسه به هم ژوندۍ وي او د زبرځواک ماتونې دا جذبه به دې غيور ملت کې تانده وي. څو چې نړۍ وي، نو هغه به هيڅ‌کله هېر نه‌شي، چا چې د افغان جهاد په پيل سره د جهاد او هجرت هېره شوې فريضه بيا راژوندۍ کړه. هغه به هيڅ&...
نور ولوله

د دلوې۲۶مه د نړۍ په کچه د يو آزادي‌غوښتونکي انقلاب حيدري غږ وو چې کرملين يې پړمخې نسکور کړ

د افغان-شوروي په ستر او تاريخي جهاد کې مجاهدينو افغان غيور ولس تنظيم کړ، د هغه مهال ستره شوروي امپراتوري يې پرې راڅملوله او د تاريخ يو مېړنی باب يې تکميل کړ. د آزادۍ جګړه يې وګټله او بالاخره د هجرت او جهاد هېره شوې فريضه يې بياځل راژوندۍ کړه. د اتلولۍ او سرښندنې دې جګړې ته ملت خودسرانه نه‌وو ور ګډ شوی، بلکې تر شا يې د ښاغلي حکمتيار په څېر د هېواد ستر-ستر نوميالي غازيان او شاه‌زلميان ول چې دا مجاهد ملت يې په پوره جوش او ولولو د آزادۍ دې بهير ته ګډ کړ. که د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې جهاد خپل تراشل‌ شوي ملي‌‌غازيان لرل، نو د شوروي ښکېلاک پر وړاندې سپېڅلي جهاد بيا د نړۍ په غلام‌شويو ملتو کې د آزادۍ ساه وپوکله او هغوی ته يې د حکمتيار په څېر د آزادي‌غوښتونکي ان...
نور ولوله

نړيوال مارکيت او زموږ د تجارتي مافيا ستونزه

زموږ د تجارتي مافيا يوه لويه ستونزه داده چې په نړيوال مارکيټ د روپۍ په اندازه د ډالر لوړېدو سره لس روپۍ د أجناسو نرخ لوړوي، خو د لس روپۍ په اندازه د ډالر پرېوتو سره بيا په نرخونو کې د يوې روپۍ په اندازه هم ارزانۍ ته زړه نه‌ ښه‌کوي، چې دا سراسر ظلم او ناانصافي ده. جمهوريت‌والو به ويل: چې آزاد بازار دی، موږ په‌کې د مداخلې حق نه‌لرو، نه‌پوهېږم چې اوس به هم بازار د پخوا په‌څېر آزاد او که به تنګ شوی وي؟! که تنګ شوی وي، خو کېسه خلاصه ده، هغه تجاران چې اوس هم د بازار له آزاديه سوء استفاده کوي، بايد أشد مجازات شي او که بازار لا هم هماغسې آزاد وي، نو بايد إمارت يې د تنګولو جدي غم وخوري، ګنې نو؛ خدای مه‌کړه! د آزاد بازار تر نامه لاندې به مو دا تجارتي مافيا پر...
نور ولوله

مېړني دې چې يادېږي

يو خوستي ملګري د مظفر پر نوم د خپل يو کليوال له قوله راته ويل: د داوود خان په وخت کې د جوانان مسلمان او کيڼ اړخې ډلې «کمونستانو» تر منځ د کابل دهبوري سيمه کې فزيکي شخړه ونښته. زه چې له يوې ډلې سره هم نه وم، يوازې د شخړې نندارې ته لرې ودرېدم. هڅه مې کوله، څو ښاغلی حکمتيار وڅارم. له ځان سره مې يوه فرضيه جوړه کړه، ويل مې؛ که حکمتيار مبارزه د سياست او شهرت له پاره کوي، نو حتماً به د شخړې له ميدانه شاته کېږي، او يوازې به د نورو په تحريکولو إکتفاء کوي، او که نه؛ واقعاً يې د ديني أقدارو او مقدساتو سپېڅلې ننګه او دفاع هدف وي، نو له ځان او جهانه بې پروا به د شخړې ميدان ته هرو مرو کوزېږي. ويل يې؛ مظفر راته وويل: چې ما لا ...
نور ولوله

حکمتیار چې د خپل ژوند ډېره برخه يې د جهاد او مبارزې په جبهو کې تېره کړې

نه هېرېدونکې خاطره د بي بي سي خبريال «ببرک احساس» په خپلو يادداښتونو کې د «نه هېرېدونکې خاطرې» تر عنوان لاندې له ښاغلي حکمتیار سره د خپلې ۲۵ کاله پخوانۍ لیدنې په اړه ليکي: د ۱۳۷۱‌ کال د زمري پر ۱۴مه له صدارت ماڼۍ چې د ښاغلي حکمتیار د ځواکونو په لاس کې وه، رسنیو ته خبر ورسېد، چې خپل استازي ور ولېږي. ما هغه مهال له باختر دولتي خبري اژانس سره کار کاوه، راته وویل شول چې باید ماڼۍ ته ورشم. هلته ځینې کورني او بهرني خبریالان له ما مخکې رسېدلي وو. د یو مېز چارچاپیره سره کېناستو او د صدارت د رسنیو یو مسئول موږ ته وویل: چې ښاغلي حکمتیار موږ ته بلنه راکړې تر څو د هغه د خبري ناستې د پوښښ لپاره چار...
نور ولوله

هغوی چې لا هم له حکمتیار کرکه لري!

هغوی چې لا هم له حکمتیار کرکه لري او د تخريب أصلي عامل يې بولي، ستونزه يې يوازې د ښاغلي حکمتيار ژمن إسلامي فکر، ژمن شخصيت، کره ديني او سياسي منطق دی، بل څه نه شي کېدای. زه چې د نوموړي له شخصيت، فکر، دعوې او داعيې سره لږو ډېر اشنا يم، تر اوسه مې هيڅ څه داسې په کې نه دي محسوس کړي چې هغه دې زموږ د دين، هېواد، ملي ګټو او داعيې پر زيان تمام شي. نوموړي په خپله درې څلويښت کلنه سياسي او جهادي مبارزه کې پرله پسې هر راز سياسي، إقتصادي او إجتماعي محروميتونه وګالل، خو بيا هم د خپلو ديني او ملي ارزښتونو له ننګې او دفاع پښېمانه او ستومانه نه شو. هر راز سړې-تودې يې وزغملې، خو خپله سپېڅلې دعوه او داعيه يې خرڅه نه کړه....
نور ولوله

د اسلامي امارت اړوند ټولو امنيتي منسوبينو، چارواکو او ملګرو د پام وړ!

کلیم الله مې وراره دی، د جلال آباد فارم هډې سيمې اړوند د وزیر محمد ګل خان لیسې معلم دی چې پس له وخته خپله ریکشه چلوي. نن د ااا امنيتي منسوبينو د جلال آباد ښار انګورباغ په چېک پواينټ کې شا او خوا د مازیګر پنځه بجې له خپلې ريکشې کوز کړی او نامعلوم لوري ته يې له ځانه سره وړی. وراره مې د هېواد یو له هغو ځوانانو څخه دی چې هېواد او د پوهنې په برخه کې يې د هېواد معصومو بچيانو ته له خیر پرته بل څه نه دي رسېدلي. دا ډېره ناانصافي او ستر ظلم دی چې یو څوک دې په دغه شکل نیول کېږي او نامعلوم لوري ته وړل کېږي. فرضاً؛ که په وراره مې کوم تور وای او يا وو، باید د قانون له مخې یې د احضار او پلټنې جلب یا کور او یا هم لیسې ته لېږل شوی وای، مګر ...
نور ولوله

افغانستان تر فزيکي أمنيت إقتصادي أمنيت او خونديتوب ته ډېر اړتيا لري

د ټولنې په رفاه او سوکالۍ کې تر فزيکي أمنيت إقتصادي أمنيت او خونديتوب ډېر کارنده رول لري. کله چې په يوه ټولنه کې إقتصادي خونديتوب او خودکفايي له منځه ځي، فزيکي أمنيت ورسره خود به خود د خرابې په لورې درومي. کله چې يو څوک وږی شو، هغه بيا د خپلې خېټې دوزخ سړولو له پاره پر هېڅ شي صرفه نه کوي. غلا کوي، عزت خرڅوي، د پيسو له پاره نور وژني، ملي شتمنۍ لوټي، او... همدا وجه ده؛ چې قرآن کريم د إنساني ټولنې إقتصادي خونديتوب او خودکفايي تر فزيکي أمنيت مقدمه بولي. هلته چې فرمايي: «فليعبدوا رب هذاالبيت الذي أطعمهم من جوع و آمنهم من خوف». دا تقدم او وړاندېوالی کوم تصادف نه، بلکې په دې وړه جمله کې ډېر څه د ...
نور ولوله

يوازې د الله تعالی بادشاهي په يو حال ده، هېڅ راز تغير او تبديل نه مني

يوازې د الله تعالی بادشاهي په يو حال ده، هېڅ راز تغير او تبديل نه مني. إنساني واکمنۍ، څهرې او دريځونه، کړه-وړه او هر څه يې د وخت او حالاتو سره سم ادلون بدلون مومي او تغير خوري. بې له شکه چې په ځينو دريځونو، کړو-وړو او تعاملاتو کې تغير راوړل ممدوح عمل دی او بايد حتمي او لازمي وي. په تېره بيا په هغه څه کې چې د انسان ټولنيز شخصيت، تعارف، دين او عقيدې ته زيان رسوي، مګر؛ هغه بدلون او تغير چې يوازې د شخصي ګټو، ګوندي تمايلاتو، موقف او د منصب تر تصاحب پورې تړلی وي، او په اصطلاح؛ د تلې د درنې پلې پر ليدو يو سل اتيا درجې چرخ خوري، تر ټولو سپک او مذموم بدلون ورته ويلای شو. دا ډول بدلون يوازې له يوې سپۍ او د حرص په مکروب لړلې تمې سرچينه اخلي او د سپېڅلتيا هېڅ راز څرک په کې نه وي. هغه چې په يو نه يو ط...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک