No-IMG

د دلوې۲۶مه د نړۍ په کچه د يو آزادي‌غوښتونکي انقلاب حيدري غږ وو چې کرملين يې پړمخې نسکور کړ

د افغان-شوروي په ستر او تاريخي جهاد کې مجاهدينو افغان غيور ولس تنظيم کړ، د هغه مهال ستره شوروي امپراتوري يې پرې راڅملوله او د تاريخ يو مېړنی باب يې تکميل کړ. د آزادۍ جګړه يې وګټله او بالاخره د هجرت او جهاد هېره شوې فريضه يې بياځل راژوندۍ کړه. د اتلولۍ او سرښندنې دې جګړې ته ملت خودسرانه نه‌وو ور ګډ شوی، بلکې تر شا يې د ښاغلي حکمتيار په څېر د هېواد ستر-ستر نوميالي غازيان او شاه‌زلميان ول چې دا مجاهد ملت يې په پوره جوش او ولولو د آزادۍ دې بهير ته ګډ کړ.

که د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې جهاد خپل تراشل‌ شوي ملي‌‌غازيان لرل، نو د شوروي ښکېلاک پر وړاندې سپېڅلي جهاد بيا د نړۍ په غلام‌شويو ملتو کې د آزادۍ ساه وپوکله او هغوی ته يې د حکمتيار په څېر د آزادي‌غوښتونکي انقلاب سرلاري رهبران ډالۍ کړل.

دا څه وړه خبره نه وه، د نړۍ په کچه د يو آزادي‌غوښتونکي انقلاب حيدري غږ وو چې کرملين يې پړمخې نسکور کړ.

هغوی چې دا ستره اتلواله ناديده ګڼي، يا متعصب او عقده‌يان دي، يا هم په‌‌ذهني او فکري لحاظ د نورو غلامان، بل هيڅ‌راز درېيمګړی تعبير او تفسير نه‌لري.

د دلوې۲۶مه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک