د فضل الربي شاکر لیکنی

تر څو چې إقتصادي خودکفايي نه وي، أمن پايښت نه مومي

روان وضعیت خورا غموونکی دی. فقر، بېوزلي او بېکاري ورځ تر بلې خوله لګوي. د ښار هغه واټونه چې پخوا به سړی په کې د زياتې ګڼې ګوڼې له وجې پياده تېرېدای نه شو، نن-سبا په کې موټر ټاپ ګېر کې تېرېږي. ډېری کراچېوانان او پر لاسي ګاډيو سودا پلورونکي له نهيلۍ کله يو لور ته مخ اړوي او کله بل لورې ته، که ګوندې کوم څوک ترې څه شی واخلي. ريکشه وانان او ټيکسي چلوونکي هم له خپل روزګار خواتوري دي. مشر زوی مې چې هندي ريکشه چلوي، پخوا به يې ماښام کور ته څلور-پنځه سوه افغانۍ راوړلې او تر يو حده به له خپل روزګار راضي برېښېده، خو له کومې ورځې چې وضعيت تغير خوړلی، له سل يو نيم سلو يې زياتې پيسې نه دي راوړي. تېل ګران دي، او ښاري ګڼه ګوڼه نشته، سپرلۍ نه پيدا کېږي. نن مې يو ګلالي وراره چې پخوا يې ريکشه چلوله، د روزګا...
نور ولوله

د غزني والي داوود لغمانی مه ګرموئ

داوود لغمانی مه ګرموئ. څه چې يې کړي، ښه يې کړي. دا وخت د پيغور او ملنډو نه دی. هېواد مو د سرو وينو پر سيلاب لاهو دی. په داسې يو وضعيت کې که څوک دې سيلاب ته د ور تويېدونکې يوې وړې خوني ويالې او سرچينې مخه هم بنده کړي، اتل يې بولئ. وروستيو خونړيو جګړو نه دا چې هېڅ ګټه و نه کړه، بلکې زرګونه کورنۍ يې هم د غم پر ټغر کېنولې، عامه شتمنۍ په کې له منځه لاړې او د اور پر لمبو لولپه او پوپناه شوې. له دې وروسته هم که څوک د جګړې پر دوام ټينګار کوي او د ستونزې وروستی حل يې ګڼي، په خپل ناسنجيده تحليل او منطق دې بيا له سره غَوَرْ وکړي. د جګړې په ډګر کې له وروستي وضعيت ارزونې په اسانۍ دا اټکلېدای شي، چې د حکومت پايښت او بقا نوره ناشونې ده. د...
نور ولوله

دا جګړه بې ګټې ده او بايد ژر تر ژره بنده شي!

چې ښه پوهېږې، دښمن دې محض وحشت او بېرحميو ته پلمه لټوي او د يوې سپږې له پاره هم ټول پوستين پر اور اچول غواړي، نو چېرته دی، ستا سياسي درايت او له دين نه زده کړی سياسي مصلحت؟! رسول الله صلی الله عليه وسلم خو د حديبيې په سوله کې ماتې او تسليمۍ ته ورته شرائط په دې خاطر پر ځان ومنل، څو يې ملګرو او عام مسلمانانو ته د لوړې کچې تهديد او د زيان مخه نېولې اوسي. که څه هم ملګري يې راضي نه وو او دا ورته د خپل إيمان، عقيدې او باور سپکاوی ښکاريده، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو ماهر پوځي قومندان په توګه دا هر څه پر ځان ومنل، د ملګرو ناراضۍ او خفګان ته يې و نه وکتل، يوازې همغه څه يې وکړل، چې هغه صلی الله عليه وسلم ته يې له يوې بې ګټې او زيان اړوونکې جګړې څخه د خپل ولس او ملګرو د ژغورنې چانس په لاس ...
نور ولوله

قاضي محمد امين وقاد فصيح او بليغ عالم و

د ځينو انسانانو مقام او منزلت د هغوی له څېرې او سيما هم معلومېږي. چې ورته ګورې؛ د سړي پرې د يو ژمن او عزتمن مؤمن تنده ماتېږي. د نېکانو او صالحينو نښې او نور يې له ورايه په څېره کې برېښي. قاضي صيب محمد امين وقاد رحمه الله هم د همداسې أشخاصو له جملې څخه وو. چې ورته ليدل به دې، د سړي مينه پرې راتلله. د ديد او نظر جل وهلې تنده به پرې ماتېده. چې غږېده به، خبرې او الفاظ به يې شمېرلی شول. په وينا کې يې إبهام او لساني سبقت نه وو. خورا فصيح وو او د خپلې وينا له پاره به يې تر ټولو ښکلي، عام فهمه، ساده او روان توري سره اوډل. خورا بليغ هم وو او د هرې خبرې او وينا خپل خپل ځای يې هم پېژانده. د جومات خبره به يې په حجره کې او د حجرې خبره به يې په جومات کې نه کوله. پر نبوي مسند به يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو ژمن وارث رول أداء ...
نور ولوله

اوربند وکړئ جنګ بس کړئ

له لویه سره د اسلام مبارک دين د انساني سوکالۍ، رفاه او خونديتوب له پاره يوه ستره او غوره وسيله ده. د عظيم الشان قرآن پر وینا چې د زیاتره انبیاء کرامو «عليهم الصلاة والسلام» په منهجي تګلاره کې جنګ هېڅ ځای نه در لود. (سورة الأنبیاء) همدا راز د رسول الله «صلی الله عليه وسلم» او صحابه کرامو رضوان الله تعالی عليهم أجمعين په اړه هم فرمايي: چې جنګ او جګړه پرې وتپل شوه. (البقره: ۱۹۱، التوبه: ۱۳) همدا راز په بل ځای کې فرمايي: چې د رسول الله «صلی الله عليه وسلم» دښمنان د جنګ اور ته لمن وهي، خو الله تعالی د خپل رسول &laqu...
نور ولوله

تېر کال مې د کرونا خطر او ډېرېدو په اړه ليکلي وو او سږ کال هم پر همدې اند يم

په دې باور ولرئ چې د مرګ نېټه مخکې وروسته کېږي نه. کوم وخت چې درته الله تعالی د مرګ له پاره تعين کړی وي، هېڅ راز تدبير يې وړاندې وروسته نه شي کولای. خو دا هم بايد په ياد ولرو چې له تدبير پرته تقدير ته ځان سپارل عقلانيت نه دی. انسان د خپل ځان، مال او ژوند د حفاظت په خاطر په ټولو روا او حفاظتي تدابيرو مکلف دی. که د تدبير لرلو باوجود هم ورته زيان رسېږي، نو هغه ته بيا تقدير ويلای شو. دې شک نشته چې کرونا مرګونې ناروغي ده او که الله تعالی چاته له کرونا مړينه ليکلي وي، هېڅ رنګ تدبير يې نه شي بچ کولای. خو دا چې د مرګ نېټه معلومه نه ده او هېڅ يو يې پر دې نه پوهېږو، چې کله؟ څنګه؟ او چېرته به مرو؟ نو مکلف يو، چې د خپل توان په محدوده کې له احتياطي تدابيرو ګټه واخلو. او که خدای مه کړه! له تدبير سره سر...
نور ولوله

تر څو زموږ خپل ذهنيتونه سولييز نه شي، سوله نه شي راتلای

موږ ټول په دې پوهېږو، چې سوله کوم مجسم شی نه دی، چې له لاس او پښو يې را ونيسو او افغانستان ته يې راولو. نه هم کوم د پېر او پلور توکی دی، چې له کومې سترې هټۍ او مغازې يې راوړو. او نه هم د کوم مشخص شخص په جېب کې پرته ده، چې په زور او يا زاريو يې ترې واخلو. او... که کوم څوک يې همداسې وانګېري، نو له شک پرته چې انګېرنه يې ناسمه او د بې عقلۍ پر بنسټ ولاړه ده، او له عقلانيت سره هېڅ راز اړخ نه لګوي. خو په عملي ډګر کې د سولې له پاره مو بيا د يو عملي ميکانيزم او طرحې جوړولو او وړاندې کولو برخه دومره کمزورې او خواره ده، چې له ورايه ترې جوتېږي، چې موږ همدا پورتنۍ نامعقولې انګېرنې په ناخود اګاه ډول په بشپړه توګه منلي. په دې معنیٰ چې موږ هر يو سوله غواړو، خو آدرس او لور...
نور ولوله

ځينې خاطرې او یاداښتونه خورا دردوونکي وي

کلونه وړاندې مې چې پلار وفات شو، موږ ته يې يوازې له پلار ور پاتې جايداد، له کتابونو ډکه يوه المارۍ او تر څنګ يې يو نېک نوم او شهرت په ميراث را پرېښود، او خپله په داسې حال کې له دې فاني نړۍ رخصت شو، چې آن د خپل ګور او کفن بوده هم، نه پرې کېده. له وفات وروسته مې يوه ورځ د هغه د کتابونو المارۍ لټوله، دستکول ته ورته يو ووړ لاسي بکس مې په کې وموند. خلاص مې کړ، ځينې اړين اسناد يې په کې اېښي وو. د اسنادو په منځ کې مې پر يو کارت سترګې ونښتې. را پورته مې کړ، په نظامي مسلک کې «بريد جنرالۍ» ته د ترفيع کولو او اخيستلو کارت وو. زما له پاره د حيرانتيا خبره ځکه وه، چې پرې نه وم خبر، او نه يې هم په دې اړه څه راته ويلي وو. بېرته مې کېښود، مال؛ ښايي زه يې په مطلب نه وم پوه شوی، ګوندې بل څه به و...
نور ولوله

سوله نرمه ژبه او نرمه لهجه غواړي

د سولې مرکچيانو ته بويه چې د ډيالوګ او خبرو اترو پر مېز يو بل ته له پيغور ورکولو، سپکولو او توهينولو جدي ډډه وکړي. د شر، تکبر او لويۍ خبرې پرېږدي. سوله نرمه ژبه او نرمه لهجه غواړي، جارحانه دريځ او زننده ژبه کارول يوازې د جګړې غوټه سختوي، اسانولای يې نه شي. هغوی چې د سولې او تفاهم پر مېز سخته او تونده لهجه کاروي، بايد له صحنې وايستل شي. د حديبيې په سوله کې چې کله د قريشو له طرفه د مِکْرَزْ په نوم د قريشو مرکچي راغی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خفه شو، ويې ويل؛ دا مِکْرَزْ دی او هغه فاجر دی، د ده په شتون کې ښايي د سولې خبرې نتيجه ور نه کړي. رښتيا هم هماغسې وشول، لومړۍ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. دوهم ځل چې د قريشو له طرفه د خبرو له پاره سهيل بن عمرو راغی، نو رسول الله ...
نور ولوله

پر ماشوم د مور او پلار او کورنۍ اغيزه

مور او پلار او په ځانګړي ډول کورنی ماحول د نن پر ماشوم او د سبا ورځې پر ځوان له اخلاقي، اجتماعي او ديني پلوه خورا جوت اغېز لرلای شي. څه ډول چې کورنی ماحول وي، ماشوم به يې هم پر هماغه بڼه او سليقه په ټولنه کې راڅرګندېږي. مور او پلار د خپلو ماشومانو د روغتیا او ساتنې تر څنګ د هغوی پر اخلاقي ښوونه او روزنه هم مکلف دي او نبايد ناديده يې ونيسي. ځکه هر ماشوم چې د کور له درشله بهر د پښې اېښودو جوګه کېږي، ورسره سم د خپلې کورنۍ تربيې او اخلاقي تعامل ننداره هم د نورو مخ ته ږدي او ورته وايي؛ چې زه څوک يم؟ څه ډول روزل شوی او پالل شوی يم؟ او دا تر ټولو يوه برخليک ټاکونکې ازمايښتي ننداره ده، چې کولای شي په ټولنه کې نورو ته د يوې کورنۍ د شناخت په اړه منفي او يا هم مثبت تصور او تأثر ورکړي...
نور ولوله

سوله څنګه راتلای شي؟

موږ ټول په دې پوهېږو، چې سوله کوم مجسم شی نه دی، چې له لاس او پښو يې را ونيسو او افغانستان ته يې راولو. نه هم کوم د پېر او پلور توکی دی، چې له کومې سترې هټۍ او مغازې يې وپېرو. او نه هم د کوم مشخص شخص په جېب کې پرته ده، چې په زور او يا زاريو يې ترې واخلو. او... که کوم څوک يې همداسې وانګېري، نو له شک پرته چې انګېرنه يې ناسمه او د بې عقلۍ پر بنسټ ولاړه ده، او له عقلانيت سره هېڅ راز اړخ نه لګوي. خو په عملي ډګر کې د سولې له پاره مو بيا د يو عملي ميکانيزم او طرحې جوړولو او وړاندې کولو برخه دومره کمزورې او خواره ده، چې له ورايه ترې جوتېږي، چې موږ همدا پورتنۍ نامعقولې انګېرنې په ناخود اګاه ډول په بشپړه توګه منلي. په دې معنیٰ چې موږ هر يو سوله غواړو، خو آدرس او لور...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک