No-IMG

مېړني دې چې يادېږي

يو خوستي ملګري د مظفر پر نوم د خپل يو کليوال له قوله راته ويل:

د داوود خان په وخت کې د جوانان مسلمان او کيڼ اړخې ډلې «کمونستانو» تر منځ د کابل دهبوري سيمه کې فزيکي شخړه ونښته. زه چې له يوې ډلې سره هم نه وم، يوازې د شخړې نندارې ته لرې ودرېدم. هڅه مې کوله، څو ښاغلی حکمتيار وڅارم.

له ځان سره مې يوه فرضيه جوړه کړه، ويل مې؛ که حکمتيار مبارزه د سياست او شهرت له پاره کوي، نو حتماً به د شخړې له ميدانه شاته کېږي، او يوازې به د نورو په تحريکولو إکتفاء کوي، او که نه؛ واقعاً يې د ديني أقدارو او مقدساتو سپېڅلې ننګه او دفاع هدف وي، نو له ځان او جهانه بې پروا به د شخړې ميدان ته هرو مرو کوزېږي.

ويل يې؛ مظفر راته وويل: چې ما لا د خپل فرضيې ټول اړخونه تکميل کړي نه وو چې ناڅاپه مې پر ښاغلي حکمتيار سترګې ونښتې، چې ژر ژر يې څادر له سره تاو کړ او په تلوار د معرکې ډګر ته ننوت، او داسې په خرپ ګوزارونه يې پر مقابل لوري شروع کړل، لکه د فري فايټ لوبې اتل چې خپل حريف تر بريد لاندې نېولی وي.

مظفر زياتوي چې؛ ما همغه وخت له ځان سره وويل؛ چې د دې لوبې ګټونکی به هرو مرو دغه زلمی وي، ځکه چې دی ځان نه غواړي او څوک چې ځان نه غواړي، مطلوب هدف ته په رسېدو کې يې هيڅ راز خنډ او ځنډ مانع نه شي جوړېدلای

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک