جُمعې او خُطبې
که زموږ د خطيبانو خُطبې پر يوه مشخصه موضوع راڅرخېدای، ګوندې يو څه به مو زدهشوي وو، خو متأسفانه؛ زموږ د ډېری ملا إمامانو خُطبې هسې هوا ګزول وي. نن د يو مولٰناصيب خُطبې ته ناست وم، پيل يې د زکاة پر مسأله وکړ، هغه يې نیمګړې او نېمګوره پرېښوه، د مليسرود پر موضوع ورتاو شو، په هغې کې يې هم نهڅوک پر تأیید پوه شول، نه پر رد، له هغه وروسته يې پر نظامونو ګونګ او پاشلی بحث وکړ، بېرته زکاة ته راوګرځېد او...
بيا يې ساعت ته وکتل، ويل يې: وخت پوره دی، دعاء به وکړو...
لهبدهمرغه! خُطبه خلاصه شوه، خو قسم دی چې هېڅ داسې څه مې ترې زده نهکړل چې د يادو موضوعاتو په رد او تأیید کې د اړتيا پر وخت پرې استدلال وکړای شم.
بېمبالغې او له هر راز تمايل پرته يې وايم، يوازېنۍ او بېبېلګې خُطبې چې ما ترې ډېری د دين او دنيا اړوند مسائل په پوره، کره او منطقي دلائلو زدهکړي او زدهکوم يې، هغه د «إيمان» مسجد خُطبې دي او بس.
