د ارواښاد غازي کشميرخان رحمه الله همسنګری او کليوال
کونړ، شېګل ولسوالي؛ د ارواښاد غازي کشميرخان رحمه الله همسنګری او کليوال
خواته يې ورغلو او سلام مو پرې ووايه، همتناک سپينږيري چې د غره لمن کې د تېږو پر ماتولو بوخت وو، سر راپورته کړ، لومړی يې جانانه او خوندور وعليک ووايه او بيا هر يوه ته بېلا بېل او کلک راغاړېوت. کاکا غريب حتماً وو، خو زړه يې دومره غني،سخي او شتمن وو، چې حد يې نه لاره، دومره کلک ست او سلا يې وکړه، چې حاتم طائي به هم داسې ټينګ ست او سلا خپلو مېلمنو ته نه وي کړي. ترې ومو پوښتل؛ ژوند څنګه تېرېږي؟ ويل يې: الحمدلله! ښه خوښ او خوشاله يم او هيڅ آرمان په زړه نهلرم. هر سهار له لمانځه وروسته د غره ډډې ته راځم او تېږې ماتوم، دا لاندې ودانۍ چې ګورئ، ټولې زما پر لاس له ماتو شويو او تراشل شويو کاڼو جوړې شوي، په صحت جوړ برابر يم، خپل لمونځ-اودس کوم او له ژونده مې راضي يم، رب دې راضي شي.
که رښتيا ووايم؛ موږ ته پر خپلې لټۍ او تنبلۍ ډېر افسوس راغی او ويل مو: همت دې وي، دغهرنګ دې وي، له ژونده رضايت دې وي او دغهرنګ دې وي، مېلمهپالنه او سخاوت دې وي، او دغهرنګ دې وي
