No-IMG

يوازې د الله تعالی بادشاهي په يو حال ده، هېڅ راز تغير او تبديل نه مني

يوازې د الله تعالی بادشاهي په يو حال ده، هېڅ راز تغير او تبديل نه مني. إنساني واکمنۍ، څهرې او دريځونه، کړه-وړه او هر څه يې د وخت او حالاتو سره سم ادلون بدلون مومي او تغير خوري. بې له شکه چې په ځينو دريځونو، کړو-وړو او تعاملاتو کې تغير راوړل ممدوح عمل دی او بايد حتمي او لازمي وي. په تېره بيا په هغه څه کې چې د انسان ټولنيز شخصيت، تعارف، دين او عقيدې ته زيان رسوي، مګر؛ هغه بدلون او تغير چې يوازې د شخصي ګټو، ګوندي تمايلاتو، موقف او د منصب تر تصاحب پورې تړلی وي، او په اصطلاح؛ د تلې د درنې پلې پر ليدو يو سل اتيا درجې چرخ خوري، تر ټولو سپک او مذموم بدلون ورته ويلای شو. دا ډول بدلون يوازې له يوې سپۍ او د حرص په مکروب لړلې تمې سرچينه اخلي او د سپېڅلتيا هېڅ راز څرک په کې نه وي.

هغه چې په يو نه يو طرف کې واقع ول، ښه وو او که بد، خو د ستاينې وړ ځکه دي، چې تر پايه يې د کاذبې بې طرفۍ پر نوم د بې شرفۍ تمغه پر خپل ټټر و نه وهله، مګر هغوی چې په تېر کې يې ښکاره جهت نه وو معلوم او له همدې مستعار دريځ يې نورو ته ځان د درېمګړي او ثالث بالخير په توګه ښوده، نن تر ټولو ډېر جهت واقع شوي او حتیّٰ پر يو نه يو ډول هڅه کوي، چې واکمن لوری پر احساساتو راولي او ټول هغه چې د دوی له نظره بد راځي پرې سپک کړي، پرې ويې وهي، پرې ويې رټي او له هېواده يې پرې وشړي او...

زه دا څو ورځې ځينې ياران ګورم، چې د نظام د تغير له لومړۍ ورځې يې ټولې هڅې پر همدې ور ټولې دي، چې څنګه د تېر نظام مؤيدين، کارکوونکي او فعالين پر اوسنيو هغو سپک کړي.

ځينې ورته وايي؛ فلان او علان بايد له عفوې مستثنیٰ وي، ځينې يې بيا په نظام کې د نه برخې او نه ګډون مشوره ورکوي او ځينې نور يې بيا په دې هڅه کې دي، چې آن بېخ او بنياد يې هم له منځه يوسي.

له بده مرغه؛ ځينې تر اټکل ډېر څو مخي وو، يوازې حالاتو يې پر مخ د کاذبې بې طرفۍ او يو مخيتوب پرده را ځړولې وه.

هغوی چې د حالاتو پېج او تاب يې د واقعي بې طرفۍ او دریځ ګام لړزانده نه کړ، پرې لازمه ده، چې د شکرانې په پار خپل رب ته تندی پر ځمکه کېږدي.

د همداسې يو نر او ثابت دريځ په اړه عبدالرحمان بابا څه ښه ويلي:

و هر چاته په خپل شکل څرګندېږم

آيېنې غوندې بې رويه بې ريا يم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک