فضل الربي شاکر
د فضل الربي شاکر لیکنی
د یووالي ټغر؛ د خپلمنځي خواخوږۍ ښکلي او زړه راښکونکي انځورونه
دا انځورونه یوازې په پرونۍ ورځ او د ارواښاد حاجي صاحب د فاتحې په مراسمو پورې خاص نه، بلکې دا په حقيقت کې د افغانانو تر منځ د بېسارې مینې، خپلمنځي يووالي او د مشترکو ټولنیزو ارزښتونو د هنري تابلوګانو او سمبولو پر بڼه د افغان سياسي تاريخ پاڼو کې ثبت شول.
په داسې یوه حساسه زماني مقطع کې چې خلک ګڼو ستونزو له يو بله لرې کړي او په په خپلو خُوَلُوْ کې ډوب دي، ياد سفر له ځان سره دا پیغام لېږدول غواړي، چې یو بل ته د غم په شېبو کې لاس ور غځول زموږ د وياړلي افغاني کلتور یوه نه جلاکېدونکې برخه ده.
هو؛ دا عکسونه درې ځانګړي پیغامونه او ګڼې ټولنیزې معنیٰوې تر خپلې شا لرلی شي:
لومړی پيغام، د افغان کلتور ژ...
نور ولوله
د دلوې۲۶مه د نړۍ په کچه د يو آزاديغوښتونکي انقلاب حيدري غږ وو چې کرملين يې پړمخې نسکور کړ
د افغان-شوروي په ستر او تاريخي جهاد کې مجاهدينو افغان غيور ولس تنظيم کړ، د هغه مهال ستره شوروي امپراتوري يې پرې راڅملوله او د تاريخ يو مېړنی باب يې تکميل کړ. د آزادۍ جګړه يې وګټله او بالاخره د هجرت او جهاد هېره شوې فريضه يې بياځل راژوندۍ کړه. د اتلولۍ او سرښندنې دې جګړې ته ملت خودسرانه نهوو ور ګډ شوی، بلکې تر شا يې د ښاغلي حکمتيار په څېر د هېواد ستر-ستر نوميالي غازيان او شاهزلميان ول چې دا مجاهد ملت يې په پوره جوش او ولولو د آزادۍ دې بهير ته ګډ کړ.
که د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې جهاد خپل تراشل شوي مليغازيان لرل، نو د شوروي ښکېلاک پر وړاندې سپېڅلي جهاد بيا د نړۍ په غلامشويو ملتو کې د آزادۍ ساه وپوکله او هغوی ته يې د حکمتيار په څېر د آزاديغوښتونکي ان...
نور ولوله
کله چې يو بېلارې مسلمان د الله تعالیٰ لورې ته ورْبَلل کېږي
کله چې يو بېلارې مسلمان د الله تعالیٰ لورې ته ورْبَلل کېږي نو دغه دعوت او بلنه به له حکمت سره توأم وي، پهدې معنیٰ چې له کوم څه بېفکره او ناخبره وي، نو د همغه څه لور ته به بلنه او لارښوونه ورته کېږي، او له کوم څه چې غافل وي، نو يوازې پر همغه څه د التزام او تمسک سپارښتنه به ورته کېږي، نه دا چې هغه ته د لارښوونې او پر دين د تَمَسّک خطاب په داسې شکل سره وشي، چې ګواکې کوم ملحد، يهودي، نصراني او مشرک دې مخاطب دی.
له همدې کبله دا اړينه ده چې داعي د خپلو مخاطبينو له ټولنيز او اخلاقي جاج اخيستنې وروسته د دعوت لهپاره لاس په کار شي. له ياد تفکيک او جاج اخيستو پرته هېڅ داعي توانېدای نهشي چې په اغېزمن ډول خپل دعوتي پيغام مقابل لوري ته ولېږدوي. دې ته پر کتو کولای شو چې د ټ...
نور ولوله
د دلوې۲۶مه د نړۍ په کچه د يو آزاديغوښتونکي انقلاب حيدري غږ وو چې کرملين يې پړمخې نسکور کړ
د افغان-شوروي په ستر او تاريخي جهاد کې مجاهدينو افغان غيور ولس تنظيم کړ، د هغه مهال ستره شوروي امپراتوري يې پرې راڅملوله او د تاريخ يو مېړنی باب يې تکميل کړ. د آزادۍ جګړه يې وګټله او بالاخره د هجرت او جهاد هېره شوې فريضه يې بياځل راژوندۍ کړه. د اتلولۍ او سرښندنې دې جګړې ته ملت خودسرانه نهوو ور ګډ شوی، بلکې تر شا يې د ښاغلي حکمتيار په څېر د هېواد ستر-ستر نوميالي غازيان او شاهزلميان ول چې دا مجاهد ملت يې په پوره جوش او ولولو د آزادۍ دې بهير ته ګډ کړ.
که د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې جهاد خپل تراشل شوي مليغازيان لرل، نو د شوروي ښکېلاک پر وړاندې سپېڅلي جهاد بيا د نړۍ په غلامشويو ملتو کې د آزادۍ ساه وپوکله او هغوی ته يې د حکمتيار په څېر د آزاديغوښتونکي ان...
نور ولوله
فکري اختلاف له إنساني خلقت او فطرت یو نه بېلیدونکی جزء دی
فکري اختلاف له إنساني خلقت او فطرت یو نهبېلیدونکی جزء دی. څه ډول چې د انسانانو رنګ، ژبه، کلتور او ټولنیز عرفوعادات سره متفاوت دي، همدا ډول یې فکري لیدلوري او تګلوري هم سره فرق کوي.
پر نورو دا منل چې نور دې هم زموږ په څېر فکر وکړي، نهیوازې دا چې شونې نهده، بلکې د طبیعي قوانینو پر ضد جرم او بغاوت دی. ځکه د کائناتو خالق پر إنسانانو خپل دین د اکراه او جبر له لارې نهدی تحمیل کړی، پاتې لا د دنیوي أمورو او کړنچار په اړه یو واحد فکر او دریځ ته اړویستنه.
دمسلمانانو تر منځ چې کله د واحد فکر او همغږۍ خبره کېږي، نو هغه په تمامه معنیٰ د الله تعالی تر هر اړخیز وحدانیت او د عقیدې تر بنسټیزو أُصولو محدوده ده. په دې معنیٰ که یو څوک همدا ...
نور ولوله
د اوسني عصر اړتياوو او غوښتنو ته پر کتو تعليم فرض عين ده
د اوسني عصر اړتياوو او غوښتنو ته پر کتو ويلای شو چې زدهکړه تر مباح، فرض کفايي او ورته نورو فقهي نسبتونو ډېره پورته او اړينه ده او آن کولای شو چې ووايو بيخي فرض عين ده.
د قرآن کريم د نزول لومړني پنځه آيتونه او همداراز پر ملائکو د آدم عليه السلام د فضيلت اساسي جوهر او وجه يوازې د دنيوي ژوند د اسبابو او وسائلو د نومونو زدهکړه وه، نه بل څه. ځکه د آدم عليه السلام د پيدايښت پر وخت نه کوم اسماني دين موجود وو، نه نور انسانان وو او نه هم إنسان ته د کوم آسماني دين او شريعت التزام او مکلفيت راجع شوی وو. او هغه چې په قرآن کې ځای ځای له تفکيک او تقسيم پرته د زدهکړې پر أهميت ټينګار شوی، هغه ټينګار هم له هېڅچا پټ او پناه نهدی. دېته پر کتو سړی په قاطعيت سره ويلی ...
نور ولوله
شهيد همتيار چې مشر ته ګورم، روح مې تازه کېږي
وروره، ياره، ملګريه!
ته لاړې، خو غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه
ستا يوه يوه خاطره او خوندور بنډار به مې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پر ذهن لکه د کاڼي نقش وي.
قومندان صاحب زرولي همتيار تازه تازه د سختې ناروغۍ له بستر راپاڅېدلی وو، نږدې شل ورځې وړاندې يې دوه غبرګوني جراحي عمليات کړي وو. د دوشنبې په ورځ مې ورته ويل؛ چې څو ورځې استراحت به دې کړی وی، مريض يې. ویل يې: مشر مې يادېده او کور کې مې زړه طاقت نهکاوه، دلته چې مشر ته ګورم، روح مې تازه کېږي، وجود مې نوی نوی تاب او شېمه اخلي، همدلته ښه يم، چې مشر ګورم ناروغي مې له ياده وځي. ورته ومې خندل، ما ويل: له مشر سره دې د خپل ځانګړي محبت پر مټ زموږ ټولو محبت وننګاوه. مُسکی شو، ويل يې؛ سر مې له مشر ...
نور ولوله
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده!
د حکمتيار صاحب له ځينو مواقفو سره إختلاف پر خپل ځای، خو د افغان سياسي شخصيتونو له منځه يوازېنی شخصيت چې هره خبره يې پر علمي شواهدو، سنجيده منطق او کره دليل ولاړه ده او وي، هغه يوازې حکمتيار صاحب دی. تاسې که له سياسي او فکري تعصب، ګوندي او مذهبي تمايل پرته د هغه ليکلي آثار، ليکنې او خُطبې لږ په دقت ولولئ، وا يې ورئ، او يا له نږدې ورسره کينئ، بيا پوهېږئ چې زما إدعاء څومره پر ځای او يا څومره ناسمه ده؟ خو د تأسف ځای دادی چې؛ زموږ په عُقدهپاله ټولنه کې قضاوت له تَبَيُّن او تحقیق پرته محضِ پر اورېدلو تاويلو ماويلو او اتهاماتو سره کېږي، او له قلیلې إستثناء پرته نور هېڅ يو يې د حقائقو او واقعیتونو په کرهوالي او وضاحت پسې سر نهګرځوي. هغه د شاعر په خبره چې:
(...
نور ولوله
د ښاغلي حکمتيار پرون او نن ته لنډه کتنه
په ۱۹۹۲ کال کې چې کله شوریٰ نظار او جمعیت اسلامي د کميونيستي واکمنۍ د وروستي مشر ډاکټر نجیب الله په حکومت کې د پنځم ستون په مرسته او یو اړخیز ډول کابل نیسي او په پايله کې د افغانستان لهپاره د ملګرو ملتو د سولې منل شوې تګلاره شنډوي، هغه چې د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند يې پليکېدا ته پر تمامه ژمن وو، نو همغه مهال ښاغلی حکمتیار د يو ټولمنلي اسلامي نظام د إقامې پر وړاندې د مرحوم رباني او مسعود پر ټوله سیکټاریسټي نقشه پوهیږي او د دوی د درواغجن اسلامي دولت د شعار پر وړاندې غوڅ دریځ خپلوي.
له همدې ځايه ويلای شو چې د کابل ښار د وېجاړۍ او د بيبيسي او امريکا غږ د تبليغاتي ارقامو له مخې د ۷۰زره کابلیانو د ټولوژنې مسئوليت هم ځکه د شوریٰنظار او...
نور ولوله
د سياسي مخالفت تر نقاب لاندې د خپل حريف سپکول د نامردۍ تر ټولو وروستی حد دی
زموږ يوه ټولنيزه ستونزه دا هم ده چې له تحقیق او تبين پرته د يو چا سپکاوي ته پر دوو ناست يو او کنځلو ته يې محض بهانه لټوو او له بده مرغه همدې بېخونده چارې ته بيا تر هر څه ډېر د سپېڅلې سياسي بزرګۍ!! او هېوادپالنې!! نوم هم ورکوو او عام ذهنيت پرې خطا باسو.
پرون جُمعه مشر په خپله خُطبه کې د ډرون الوتکو د راتلو په اړه خورا يو منطقي او مستدلل ټاپيک هم ځای پر ځای کړی وو او د يادې موضوع د تحليل په اړه يې د افغانستان او پاکستان وروستيو دولتي دريځونو ته پر کتو خپل نظر هم په دوه لنډو مبحثونو کې څرګند کړ چې يقيناً هر عاقل إنسان به يې له اورېدو وروسته په يادو مباحثو کې ذکر شويو قرائنو او شواهدو ته پر کتو د دواړو له منځه يو نه؛ يو نظر پر غوڅ توافق انتخابوي او يا به په دواړو نظرونو کې ذکر شويو احتم...
نور ولوله
راځئ مینهناک واوسو، نورو ته مینه ورکړو او له نورو د کرکې پر ځای مینه طلب کړو
هغوی چې له خپل ژونده ناهیلي دي، که نور هېڅ مرسته ورسره نهشو کولای، نو یوه خوږه او له مینې ډکه مُسکا خو مو حتماً له توانه پوره ده، چې باید همدا وړ ناهیلو وګړیو ته یې وکړو.
تجربه شرط ده؛ ډېری داسې انسانان چې فکر کوي، ژوند کول یې د ټولنې پر اوږو بار او عار دی او له همدې وجې د کمترۍ احساس پرې غالب شوی، خو کله چې په خبرو کې ورسره له مینې، عاطفې او له مُسکا ډک تعامل وشي، فکر کوي چې د نړۍ تر ټولو نېکمرغه، ښکلی او غوره موجود همدی دی. د خوښۍ او نېکمرغۍ کرښې یې بیا له ورایه په ټنډه او اننګو کې داسې برېښي؛ چې ته به فکر کوې، چې د نړۍ تر ټولو آسوده او مرفه ژوند به د هغه برخه وي.
کله چې زموږ پر یوه خوږه خبره او مُسکا یو خوږمن او ویرجن انسان ته دومره خو...
نور ولوله
لويه خدايه ته يې حافظ شې
د افغانستان سیاسي تاريخ ته که يو ځغلنده نظر واچوو، نو و به ګورو چې د ډېری نامي سیاستوالو اودسونه په کې مات شول، د ډېرو سرونه په کې وڅرخېدل، ډېر په کې د خپل فکر او شخصیت خلاف د نانځکو په څېر ولوبېدل، او ډېرو نامي!! ډبر دريځو!! په فکري او سياسي لحاظ يو سل اتيا درجې شرمېدلی تغير وخوړ، خو دی له هغې ډلې و نه خوت.
دا د ثابت دریځ، کره او نرې خبرې خاوند که هر څومره د سياسي حوادثو په بټ کې نېنه نېنه او لټ پر لټ واوښت، څومره چې ورته چاپېریال آړپېچلی او اور اورکی شو، او چې څومره د تهمت پر کاڼو ولګېد، هومره يې جذبه تانده او څپڅپانده شوه، مات نه شو.
دی وو چې د سرې ستر واکمنۍ ټغر يې د خدای په مرسته ټول کړ او افغانستان يې د سرې ستر واکمنۍ له إنضمامه بچ کړ. دی ...
نور ولوله
