أمر بالمعروف نهی عن المنکر
د مفهوم په لحاظ (ډک شه، ونغره، وخوره) کلمې سره مترادفې دي، خو په أدبي لحاظ سره بیا بلها توپیر لري. که فرضاً مېلمه ته د دسترخوان پر سر ووایو چې: ډک شه، یا ونغره! نو هغه به پر ځای د دې چې زموږ د میلمه پالنې قدردانی او مننه وکړي، بلکې ډېر سپک او بې نزاکته به ورته ښکاره شو. خو برعکس؛ که ورته و مو وویل: مهرباني وکړئ، ډوډۍ وخورئ! نو ښکاره ده چې د مننې او ستاینې تر څنګ به خوشاله رانه هم وي.
همدا ډول په دیني او دعوتي أمورو کې هم د زشت او نامأنوس أسلوبه کار اخیستل هم منفي غبرګون له ځانه سره لري، د دې پر ځای چې دعوت مو مثبت رنګ راوړي، منفي حساسیتونه او غبرګونونه ترې را ولاړېږي.
دا مې تردې وویل: چې زموږ ځینې ورونه د پاک احساس له مخې نورو ته د قال الله او قال الرسول خبره کوي، خو متأسفانه! چې د ویلو طریقه او انداز یې د قال الله او قال الرسول له أسلوبو سره کاملاً او یا هم په هغه ډول چې څه ډول یې دعوت او شریعت ایجابوي، هغسې نه دی. په داسې حال کې چې الله تعالی موسی او هارون علیهما السلام ته د فرعون پر وړاندې کې هم د دې له پاره د نرمې خبرې سپارښتنه کړې وه، چې ګوندې هغه ترې وېره او پند واخلي. همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم او پیروانو ته یې هم د بدۍ پر وړاندې د دې له پاره د نیکۍ توصیه کوي، چې له کبله یې د هغوی سرسخته دښمنان ګوندې د صمیمي دوستانو په څېر بدل شي.
دې ته پر کتو اړينه ده چې نورو ته د إصلاحي دعوت پر وخت قرآني أسلوب له پامه ونه غورځوو او هغه أسلوب له دې درې خبرو ( حکمة، موعظة الحسنه او حُسن مجادلې) پرته بل څه نه شي کېدای.
