No-IMG

د اسلامي امارت اړوند ټولو امنيتي منسوبينو، چارواکو او ملګرو د پام وړ!

کلیم الله مې وراره دی، د جلال آباد فارم هډې سيمې اړوند د وزیر محمد ګل خان لیسې معلم دی چې پس له وخته خپله ریکشه چلوي. نن د ااا امنيتي منسوبينو د جلال آباد ښار انګورباغ په چېک پواينټ کې شا او خوا د مازیګر پنځه بجې له خپلې ريکشې کوز کړی او نامعلوم لوري ته يې له ځانه سره وړی.

وراره مې د هېواد یو له هغو ځوانانو څخه دی چې هېواد او د پوهنې په برخه کې يې د هېواد معصومو بچيانو ته له خیر پرته بل څه نه دي رسېدلي.

دا ډېره ناانصافي او ستر ظلم دی چې یو څوک دې په دغه شکل نیول کېږي او نامعلوم لوري ته وړل کېږي.

فرضاً؛ که په وراره مې کوم تور وای او يا وو، باید د قانون له مخې یې د احضار او پلټنې جلب یا کور او یا هم لیسې ته لېږل شوی وای، مګر داسې هیڅ نه دي شوي او لکه د اختطاف په بڼه له خپلې ریکشې ښکته کېږي او نامعلوم لوري ته وړل کېږي.

په داسې حال کې چې مونږ نه پوهېږو له چا یې پوښتنه وکړو؟ د کومې مرجع دروازه وټکوو څو پوه شو چې جرم یې څه؟ او ولې نېول شوی؟

هیله ده د ننګرهار ولایت مقام او امنیتي منسوبین په دې اړه زمونږ کورنۍ ته وضاحت او إطمئنان راکړي، دا مو د رعیت په توګه شرعي او قانوني حق دی چې نه باید ترې محروم شو.

ټولو ته معلومه ده، چې له ما نېولې ټوله کورنۍ مو په حزب اسلامي افغانستان پورې تړاو لري، له بل هېڅ سياسي جهت او لوري سره اړيکه نه لرو. که حزبيت او په حزب پورې تړاو جرم وي، نو بيا سمه ده، نه ګيله کوو او نه هم شکايت. او که جرم نه وي، بيا نو په ااا پورې ټولو تړلو او منسوبو ملګرو مو حق جوړېږي، چې زما د وراره د خلاصون او خونديتوب په اړه دا غږ راسره بدرګه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک