نړيوال مارکيت او زموږ د تجارتي مافيا ستونزه
زموږ د تجارتي مافيا يوه لويه ستونزه داده چې په نړيوال مارکيټ د روپۍ په اندازه د ډالر لوړېدو سره لس روپۍ د أجناسو نرخ لوړوي، خو د لس روپۍ په اندازه د ډالر پرېوتو سره بيا په نرخونو کې د يوې روپۍ په اندازه هم ارزانۍ ته زړه نه ښهکوي، چې دا سراسر ظلم او ناانصافي ده. جمهوريتوالو به ويل: چې آزاد بازار دی، موږ پهکې د مداخلې حق نهلرو، نهپوهېږم چې اوس به هم بازار د پخوا پهڅېر آزاد او که به تنګ شوی وي؟!
که تنګ شوی وي، خو کېسه خلاصه ده، هغه تجاران چې اوس هم د بازار له آزاديه سوء استفاده کوي، بايد أشد مجازات شي او که بازار لا هم هماغسې آزاد وي، نو بايد إمارت يې د تنګولو جدي غم وخوري، ګنې نو؛ خدای مهکړه! د آزاد بازار تر نامه لاندې به مو دا تجارتي مافيا پر دې بېبندوباره آزادولو او کشولو داسې پر منځ پړک وشکوي، چې د نړۍ هېڅ نامي إقتصادي جراح به مو بيا د ګنډلو توان ونهلري.
