څو چې نړۍ وي؛ د افغان ملت دا تاريخجوړوونکې حماسه به هم ژوندۍ وي
۱۳۶۷ھش کال د دلوې ۲۶مه:
درېدېرش كاله مخكې پر همدې نېټه د پخواني شوروي اتحاد وروستی سرتېری په داسې حال کې د حيرتان پر بندر واوښت چې خپلو مشرانو ته يې کنځل کول او د لينن پر اروا يې د درود پر ځای لعنت وايه، او په دې توګه د دغه نړۍوال او يکهتاز زبرځواک په تاريخ كې د يو کمزوري ملت په لاس د ماتې نوى فصل پيل شو.
څو چې نړۍ وي، د افغان ملت دا تاريخجوړوونکې حماسه به هم ژوندۍ وي او د زبرځواک ماتونې دا جذبه به دې غيور ملت کې تانده وي.
څو چې نړۍ وي، نو هغه به هيڅکله هېر نهشي، چا چې د افغان جهاد په پيل سره د جهاد او هجرت هېره شوې فريضه بيا راژوندۍ کړه.
هغه به هيڅکله هېر نهشي، چا چې په خپلو سرشاره سرښندنو د غلامو ملتو په مړو ضميرونو کې د آزاديغوښتونکي انقلاب نيمژواندۍ سپرغۍ بيا راتازه کړې.
هغه به هيڅکله هېر نهشي چا چې د نړۍوال إستکبار پر وړاندې د کمزورو ملتونو سړې او مړې وينې په شور او شرر راوستې، او...
هو؛ هغه به هيڅکله هېر نهشي چا چې افغانستان د سرې سترواکمنۍ له إنضمامه بچ کړ او په افغانانو کې يې د زبرځواک وهنې داسې سرشاره جذبه وپنځوله چې پېړۍ پېړۍ به تانده وي، خزان به نهشي.
اوس نو تاسې ووایاست چې دا اتل به څوک وي؟ خير؛ د يو بيت پر ليکلو به لږ نقل درکړم، چې شاعر پهکې ورته د خپل عقيدت مخلصانه مراتب وړاندې کوي او وايي:
(سرويس بوټونه، خړ پکول يې د غيرت نښه ده
توره پګړۍ يې د عزت نښه ده، توره پګړۍ يې د عزت نښه ده)
که نوم يې اخلئ نو د «حفظه الله تعالیٰ» دعائيه جملې يې په څنګ يې إضافه کړئ!
د دلوې۲۶مه
