No-IMG

حکمتیار چې د خپل ژوند ډېره برخه يې د جهاد او مبارزې په جبهو کې تېره کړې

نه هېرېدونکې خاطره

د بي بي سي خبريال «ببرک احساس» په خپلو يادداښتونو کې د «نه هېرېدونکې خاطرې» تر عنوان لاندې له ښاغلي حکمتیار سره د خپلې ۲۵ کاله پخوانۍ لیدنې په اړه ليکي:

د ۱۳۷۱‌ کال د زمري پر ۱۴مه له صدارت ماڼۍ چې د ښاغلي حکمتیار د ځواکونو په لاس کې وه، رسنیو ته خبر ورسېد، چې خپل استازي ور ولېږي.

ما هغه مهال له باختر دولتي خبري اژانس سره کار کاوه، راته وویل شول چې باید ماڼۍ ته ورشم.

هلته ځینې کورني او بهرني خبریالان له ما مخکې رسېدلي وو. د یو مېز چارچاپیره سره کېناستو او د صدارت د رسنیو یو مسئول موږ ته وویل: چې ښاغلي حکمتیار موږ ته بلنه راکړې تر څو د هغه د خبري ناستې د پوښښ لپاره چار اسیا ته لاړ شو چې د کابل سوېل ته په ۱۱ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده.

د زمري پر ۱۴مه ګهیځ مهال په دوه موټرو کې کېناستو او د ح‌اا د وسلوالو ځواکونو په ملتیا چار اسیا ته روان شو.

چار اسیا ته په رسېدو یوې ودانۍ ته بوتلل شو چې یوازې څو کوټې یې درلودې. د ح‌اا وسله وال د ودانۍ شاوخوا ته ولاړ وو .

د ښاغلي حکمتیار یو سکرتر چې یوه دوسیه یې هم په تخرګ کې نیولې وه، موږ یې یوې کوټې ته بوتلو.

کوټه کې یوه غالۍ او څو توشکې پرتې وې او موږ ټول د انجينر صيب حکمتيار راتلو ته منتظر شو.

ما ښاغلی حکمتیار یوازې په انځورونو کې لیدلی وو. هغه د جهادي تنظیمونو له جملې د يو ستر تنظيم بارُعبه او بانفوذه مشر وو.

ښاغلی ببرک احساس زياتوي:

زموږ انتظار ډېر اوږد نه شو، دروازه خلاصه شوه او د تورې ږیرې یو منځ قدی سړی چې پکول یې پر سر وو کوټې ته را ننوت، له موږ هر یوه سره یې خورا کلک او صميمي روغبړ وکړ، دا ښاغلی حکمتیار وو.

هغه مُسکا چې د ښاغلي حکمتیار پر شونډو غوړېدلې وه زمونږ او د هغه ترمنځ یې د رُعب او وېرې واټن بيخي له منځه يووړ.

کله چې جوخت زما ترڅنګ کېناست او زنګون یې زما پر زنګانه ولګېد نو لا زیات مې د آرامتیا احساس وکړ او هغه وېره چې په زړه کې مې وه، بيخي له منځه لاړه، دا لومړی ځل وو چې ما دومره ډېر د ډاډ او أمن احساس وکړ.

له حکمتیار سره پر یوه کاسه ډوډۍ خوړل:

هرو دوه کسانو باید د ښوروا یوه کاسه سره شریکولی، زه او ښاغلی حکمتیار سره په یوه کاسه برابر شو.

د ډوډۍ پر سر هم خبرو دوام وکړ. ما پوښتنه وکړه چې له جګړې پرته بله لار نشته؟

زما ځینو نورو ملګرو هم ورته پوښتنه وکړه.

هغه يې په ځواب کې وويل: هو؛ شفاف او عادلانه انتخابات او له همدې لارې په مشروع توګه منتخب حکومت ته د واک انتقال او...

کابل ته ستنېدل او د ښاغلي حکمتیار ډالۍ:

د مخه ښې پر مهال ښاغلي حکمتیار یوه مڼه له دسترخوان پورته او ماته یې را کړه، په مُسکا یې راته وویل:

دا واخله؛ ستا برخه ده، زما پام وو، تا ډوډۍ هم ونه خوړه، په پوښتنو او لیکلو بوخت وې.

ښاغلی احساس زياتوي:

ما د خبریال په توګه له ډېرو افغان مشرانو او سیاستوالو سره لېدلي خو له ښاغلي حکمتیار سره زما لومړنۍ کتنه چې څه ناڅه ۲۵ کاله ترې تېرېږي، تر اوسه د يوې خوږې خاطرې په توګه زما ذهن کې پاتې ده.

مُسکانده څېره:

حکمتیار چې د خپل ژوند ډېره برخه يې د جهاد او مبارزې په جبهو کې تېره کړې او طبیعي وه چې له جګړې او تاوتریخوالي سره به يې سروکار درلود، له ارامښت ډکه، پیاوړې او صمیمانه مُسکا یې د شخصیت بې بېلګې ځانګړنه پاتې شوې.

داسې چې هغه آن له خپلو کلکو دښمنانو سره هم د همدې تلپاتې مُسکا سره مخ کېږي، او په څو شېبو کې هغه توانېږي چې مقابل لوری دې ته اړ کړي چې جدي او د توجه وړ یې ونیسي.

آن که د جګړې له ګواښ سره مخ او د جګړې په ډګر کې هم اوسي، هیڅ ډول تذبذب یې په حرکاتو کې نه لیدل کېږي.

هغه د داسې یو رهبر په توګه پېژندل شوی چې تل یې غوښتنه دا وه او ده چې د واک محوريت د ولس پر انتخاب را منځ ته شي، او که نه، د زور او إستبداد له لارې منځ ته راغلی نظام نه مني، حتماً او لازماً به يې پر وړاندې د يو غښتلي اپوزيسون په توګه د مبارزې ميدان ګرم ساتي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک