د محمد اسماعیل یون لیکنی

څه سپین سترګی عجیبه شانته مخلوق دی

سرچپه زمانه او سرچپه ماناوې؛ ملت نه منم ، خو ملي قهرمان غواړم، کلی نه شته ، خو ملکي غواړم،  افغانستان نه منم ، خو جمهوري ریاست یې غواړم،  حکومت نه منم ، خو پنځوس سلنه   د واک ونډه وال یې یم، سوله په رښتینې مانا نه منم ، خو د سولې د مارکېټ رییس یم، ملي بیرغ نه منم ، خو امتیاز یې اخلم، جهاد مې نه دی کړی ، خو د مجاهد په نوم یادېږم ، جمهوریت نه منم ، خو د جمهور رییس مرستیال یم،  له  شوروي سره مې اوربند کړی ، خو د شوروي د مخالف په نوم یادېږم، امریکایانو ته مې وویل غت غت بمونه واچوئ ، خو د امریکا مخالف هم یم، طالبان مې د نجات پرښتې وبللې ، خو چې زما مخالف شول ، نو بیا دای ایس ای زامن شول ، طالبانو تر کولابه ورسولو، خو موږ ځانونه د دوو یرغلونو د مخنیوي مبارزین ګڼو ، د کعبې شریفې له انګړه نیولې بیا ...
نور ولوله

له موضوع څخه تېښته

په لیکوالۍ کې یوه موضوع ده ؛ چې څوک پر اصلي موضوع حاکم نه وي ، بیا څنګزنې موضوعګانې تشریح کوي ؛ اصلي موضوع نه تشریح کوي ، یوه موضوع پر یوې ، بله پر بلې پسې وتړي ، نو ځکه له لوستونکي او اورېدونکي اصلي موضوع هېره او تېره کړي . اوس د بهسودو د حادثې ، علیپور ، د دفاع وزارت د الوتکې ویشتل او هغې کې د مسلکي پوځیانو د شهادت موضوع کې هر څه واضح دي ، اضافي بحت ته په کې هېڅ اړتیا نه شته . عامل ، سبب او مسبب ، زمان او مکان ټول معلوم دي ، نه څوک انکار کوي او نه دا موضوع نورې څېړنې ته اړتیا لري . علیپور د چا د تنظیم غړی دی او د چا وسله ورسره ده ؟ د چا له خوا یې ملاتړ کېږي ؟ د چا له خوا نیول شوی و ؟ او د چا له خوا یې ضمانت وشو ؟ دا اعترافونه ، تضمین خطونه او سندونه ټول موجود دي ، نو نور بیا کوم روایت او حکایت ته اړتیا ده چې لا هم وخت ...
نور ولوله

د مضر مصلحت وروستی حد

هغوی چې د جمهوریت چغې وهي  ، تر ټولو زیات د جمهوریت مخالف او د جمهوریت سوداګر دي . جمهوریت خو د قانون حاکمیت دی ، جمهوریت خو د خلکو د سر او مال خوندیتوب دی ، جمهوریت خو پرمختګ او سړیتوب دی. هر څوک چې د قانون حاکمیت نه غواړي او د جمهوریت چغې وهي ، د هغه په جهالت او منافقت کې شک مه کوئ ! چغې شي ، چکچکې شي ، نارې شي ؛ اساسي قانون مې سره کرښه ده ، پر اساسي قانون معامله نه کوم ، پر اساسي قانون معامله د اولاد پر سر معامله ده ، خو تر سېج لاندې نه ګوري چې د اساسي قانون اکثره مخالفین او نقضوونکي ورته ناست دي او چکچکې هم ورته وهي ، مانا دا چې موږ خو لا هېڅکله هم له اساسي قانونه سرغړوای نه دی کړی !؟ اوس به د دفاع وزارت د دې شهیدانو موضوع یوه ورځ دوه ...
نور ولوله

تر وخت شاته پاتې ولس

نن د دې لېږدیز لمریز کال او د دې لمریزې پېړۍ وروستۍ ورځ ده ، سبا به نوی کال او نوې پېړۍ وي ، معمول خو دا ده چې خلک یو بل ته د نوي کال مبارکۍ ورکوي ، خو زما خوله مبارکۍ ته نه جوړېږي ؛ موږ ته یې ویلي چې دا دنیا د غم پر ورځ پیدا ده او د غم پر ورځ فناه ده ؛ دا دنیا یوازې د عبادت لپاره پیدا ده ،  د ژوند لپاره نه ده ! نو ما سره به تل دا پوښتنه وه چې سړی باید ژوندی وي چې د خپل خالق عبادت وکړي ، نو مړي خو غیر له هغې هم عبادت نه شي کولای ؟ خو موږ دومره ځورول شوي او کړول شوي یو چې د ژوند او عبادت دواړه حقونه راڅخه اخیستل شوي دي . که د زمانې څرخ د زورواکو په لاس کې وای ، نو اوس به نه دا نوی کال و او نه دا نوې پېړۍ ؛  هر څه به پر ټپه ولاړ وو ، لکه زموږ د ژوند څرخ چې اوس اوس هم د منځینیو پېړ...
نور ولوله

خبره ورو ورو سپینېږي

په افغانستان کې له ډېر پخوا څخه د نفوسو او سرشمېرنې په باب د نظر اختلافات موجود وو ، د هېڅ قوم د حقوقو مدعیانو پر خپل ښودل شوي شمېر ، رضایت نه ښود. که څه هم په دې برخه کې یو شمېر پردیپالو د انتقاد ګوته تر ډېره بریده پښتنو واکمنو او یو شمېر هېوادپالو افغانانو ته نیوله ، خو حقیقت دا و چې په ډېرو کورنیو او بهرنیو سرشمېرنو کې تر ټولو زیات زیان خپله اکثریت پښتنو او یو شمېر نورو وړو قومونو زغملی و . د اسلامي او بشري قوانینو له مخې یو انسان پر بل انسان هېڅ ډول لوړاوی نه لري او نه د یو هېواد وګړي پر یو بل کوم لوړاوی لري . افغانستان د بېلابېلو ژبو د ټوکېدو بستر او د ګڼو قومونو ګډ کور دی. ټولو قومونه د افغان ملت د وجود رغوونکي غړي دي. له بده مرغه باید ووایو چې یو ...
نور ولوله

چې دا خلک ولې وارخطا دي !؟

په افغانستان کې هر تنظیم ، هرې ډلې او اکثرو سیاسي اشخاصو د هېواد په تباهۍ کې خپله خپله ونډه لرلې ده ، ځینو یې د خپلو اعمالو سزا هم کتلې او ځینو نورو ته لا دا سزا سترګې پر لاره ده. خو یو څو نازولي تنظیمونه او د هغوی یو څو نازولي مشران شته ، چې لکه فرښتې له ګناه او خطا پاک دي ! جمعیت ، وحدت  او جنبش تنظیمونه ، په تېره بیا جمعیت ، نه کابل وران کړی ، نه یې روس سره پروتوکول کړی ، نه یې پاکستان کې کمپونه درلودل ، نه یې د ملګرو ملتو د سولې پلان شنډ کړی ، نه یې امریکایانو سره د هر ډول خپلسرو پوځي عملیاتو تړون لاسلیک کړی ، نه یې قومي تعصباتو نه لمن وهلې !!؟نو ځکه د دوی یو قوماندان باید د ملي اتل! بل یې د سولې د شهید !  بل یې د ملي وحدت د شهید او دوه نور یې د مارشالانو په لقبونو او رتبو ...
نور ولوله

د تاریخي حماقتونو تکرار

افغانستان داسې یو هېواد دی چې تر شا یې یو پیاوړی او عقیدمن ملت ولاړ دی. دا ملت مظلوم دی، غریب دی ، خو ډارن او بې ارادې نه دی.د نړۍ غټ زبرځواکونه د دې ملت په تشخیص کې سهوه شوي ، نو ځکه خو د ځان د زوال سبب شوي دي: سکندر له ډېر غرور سره راغی ، خو ډېر ستړی او ستومانه ووت.  عربان راغلل ، خپل زور یې وازمایه ، خو چې لاس یې بر نه شو ، نو بیا یې دخدای دین او خپلولي وړاندې کړل . چنګېز له ډېرو لښکرو سره راغی ، کلي او ښارونه یې وران کړل ، کله منارونه یې جوړ کړل ، خو د خلکو په زړونو او فکرونو کې یې د ازادۍ روحیه مړه نه کړای شوه. ګوډ تېمور او هلاکو راغلل ، د خپل نیکه یادونه ، ظلمونه او دردونه یې تازه...
نور ولوله

فاطمیون څنګه مهارېدلی شي؟

دې کې هېڅ شک نه شته چې د فاطمیونو اصلي سرچینه د ایران اخوندي رژیم دی ، انکېزه یې هم بهرنۍ ده ، لیدلوری یې هم بهرنی دی ، خو کورنۍ انکېزې او د ملاتړ سرچینې هم لري. ځینې مهمې دولتي او سیاسي کړۍ یې د ملاتړ څرګندې سرچینې دي . د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش ، د هغه ټول حکومتي بانډ، د خلیلي، محقق ، مدبر ، اکبري ، انوري، او نورو هزاره مشرانو اکثره سیاسي ډلې چې د امتیاز لپاره سره وېشل شوي او د هدف پر مهال ټول سره متحد دي، دا ټول په حقیقت کې فاطمیون دي،. عليپور  یو لنډغر دی چې دوی د خپلو اهدافو لپاره وړاندې کړی ، یو وخت عبدالعلي مزاري د (شفیع دېوانه ) په وسیله د خلکو په سرو کې مېخونه ټکوهل ، اوس دانش او خلیلي د علیپور په وسیله د خلکو عزت او دولتي حاکمیت ته ګواښ متوحه کوي. که حکومت وغواړي ...
نور ولوله

د کمال خان بند ، یو ښه زېری او راتلونکې هیلې

هر څوک چې ویښ ضمیر ولري ، نو د هېواد د هرې لوېشتې خاورې پر ابادۍ خوشالېږي ، د کمال خان بند جوړېدنه ټول هېواد مینو افغانانو ته یو ښه زېری دی. موږ به نور هم د خوښیو داسې زیري ولرو چې هر یو خپل مسولیت ته پاملرنه وکړو، موږ  د دریاب تر غاړې تږی ولس یو ، خو نور باید د ژوند هنر زده کړو ، پر خزانه ناست یو ، خو لا هم غریب او فقیر یو. خوږې اوبه زموږ داسې یوه شتمني او داسې یوه خزانه ده چې لوی خدای ج یوازې په استثنايي ډول موږ ته راکړې ده او نور کم خلک ؛ عرب او عجم ترې  برخمن دي. د دې لپاره چې دا شتمني وپېژنو ، ژوند پرې وکړو ، خوند ترې واخلو ، ګرانو هېوادوالو سره به دغه لنډ معلومات شریک کړو: د نړۍ د اوبو حجم: د ځکمې د مخ اویا...
نور ولوله

فاطمیون د ارګ تر څنډو

 کېدی شي یو شمېر هېوادوالو ته لا تر دې دمه د فاطمیونو ریښه او انګېزه  پوره معلومه نه وي ، نو ځکه غواړم دلته یو څو لنډې څرګندونې وکړم:  د پنځېدو انګېزه: د ایران د سپاه پاسداران ډله تر ایرانه بهر د پوځي فعالینو لپاره د ((سپاه قدس)) په نامه یوه پوځي او ترورستي دله لري. دا ډله په لبنان ، یمن ، عراق ، سوریې او یو شمېر نورو عربي هېوادو کې فعالیت لري ، قاسم سلېماني د دې ډلې مشر و . دا پوځي ډله بیا د (( مدافعین حرم)) او (( دفاع حرم اهل بیت)) په نوم نورې ډلې لري ، چې یوه ډله یې همدا ( فاطمیون) یا ( لشکر فاطمیون) ده. د جوړېدو نېټه : د فاطمیون لښکر د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۲ ل کلونو په بهیر کې د همدې قاسم سلېماني له خوا جوړه شوه ، لومړنۍ مشر یې...
نور ولوله

د کابینې په غونډو کې څه تېرېږي؟؟

خلک به په بهر کې داسې فکر کوي ، چې افغانستان کې یو حکومت دی ، یو جمهوریت دی ، دلته به د وزیرانو شورا یا کابینه وي ، غونډې به د تعقل او پراخنظرۍ پر اساس وي ، نظر به اورېدل کېږي او بیا به په ګډه د معقولیت او اکثریت پر بنسټ پرېکړه کېږي ، خو که څوک د دې جمهوریت عملي بڼې ته وګوري ، نو ریښه یې ان د فرعونیت د کور تر وره پورې رسېږي. جمهور رییس په خپلو خبرو سره غونډه پیل کړي ، وزیران ، سرپرستان او مرستیال وزیران قلمونه او پنسلونه راواخلي، ځان د جمهور رییس د مهمو خبرو پر لیکلو مصروف کړي ، هېڅوک پورته نه ګوري ، نه له کاغذه سر پورته کوي او نه د جمهور رییس خواته ګوري. ځینې هسې مخې ته پر پرتو کاغذونو خطونه او نقشې کاږي او ځانونه مصروفوي، د جمهور رییس لیکچر کله یو ساعت ، کله یو نیم ساعت او کله هم دوه ګړۍ دوام وکړي، ...
نور ولوله

وخت به راشي...

وخت به راشي نه به زور وي ، نه لښکرې نه به دلته تور دېوان وي ،  نه یې زغرې نه  به  وي  د  چا سپاره ، د  چا   اسونه نه  به  وي   دلته   د چا   خره او کچرې د سیاست بازار به سوړ وي په وطن کې نه  به  ډوزې  د واکمن   وي  نه یې ټرې د  ماشوم  رنګین  خوبونه  به  ارام   وي نه  به   ډزې  وي  ، نه   ډلې   ترهګرې یوه  لویه   هنګامه   به    وي   د مینې څوک به وايي ځار جانانه څوک سندرې د  مسجد&nbs...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک