فاطمیون د ارګ تر څنډو
کېدی شي یو شمېر هېوادوالو ته لا تر دې دمه د فاطمیونو ریښه او انګېزه پوره معلومه نه وي ، نو ځکه غواړم دلته یو څو لنډې څرګندونې وکړم:
د پنځېدو انګېزه:
د ایران د سپاه پاسداران ډله تر ایرانه بهر د پوځي فعالینو لپاره د ((سپاه قدس)) په نامه یوه پوځي او ترورستي دله لري. دا ډله په لبنان ، یمن ، عراق ، سوریې او یو شمېر نورو عربي هېوادو کې فعالیت لري ، قاسم سلېماني د دې ډلې مشر و . دا پوځي ډله بیا د (( مدافعین حرم)) او (( دفاع حرم اهل بیت)) په نوم نورې ډلې لري ، چې یوه ډله یې همدا ( فاطمیون) یا ( لشکر فاطمیون) ده.
د جوړېدو نېټه :
د فاطمیون لښکر د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۲ ل کلونو په بهیر کې د همدې قاسم سلېماني له خوا جوړه شوه ، لومړنۍ مشر یې ( علي رضا توسلي ) و چې پر ( ابو حامد ) هم مشور و، نوموړی بیا پر ۱۳۹۳ ل کال ووژل شو.
د جلب او جذب سرچینې:
د فاطمیونو لښکر اکثره غړي هغه افغان شیعه ګان دي چې په ایران کې اوسي ، خو له کابل ، بلخ ، بامیانو او ځینو نورو شیعه مېشتو سیمو څخه هم ورته دلته د ایران پلوه سیاسي ډلو په وسیله افراد ور جذبېږي.
امتیازات:
د دې ډلې غړو ته د ایران حکومت له خوا ، ایرانۍ تذکره ، اقامه ، میاشتنی معاش او تقاعد ورکول کېږي ، د وژل شویو کسانو د تدفین مراسم او د کورنیو د غړو پالنه او ځینې نور سهولتونه هم په دې امتیازانو کې شامل دي .
د فعالیت ساحه :
د دې ډلې عسکر په عراق ، یمن ، سوریې ، لبنان او ځینو نورو عربي هېوادو کې جنګېدلي ، خو افغانستان کې یې هم د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه اخیستې ده ، خو په تېرو شپږو اوو کلونو کې یې د جګړې زیات تمرکز په سوریه کې د حکومت مخالفو ځواکونو پرضد پر جګړه راټول و.
شمېر :
دا یوه لویه عسکري لوا ده چې ثابت تشکیل یې اتلس (۱۸) زره پوځیان دي ، خو ویل کېږي چې (۳۷) زرو کسانو ته یې هم شمېر پورته شوی او که ټول کارېدونکي او کارول شوي اشخاص یې محاسبه شي ، نو شمېر یې تر پنځوس (۵۰) زرو کسانو هم اوړي ، چې له دې جملې څخه یې په سوریه کې تر لس (۱۰) زرو تنو زیات وژل شوي او تر دې زیات نوریې ټيیان شوي دي.یانې کلني تلفات یې څه کم دوه زرو تنو ته رسېږي.
لکښت:
د دې لښکر د هر غړي میاشتنی معاش تر ( دوه نیم ملیونه تومنه) زیات دی بانې د شپږ سوه او پنځوس (۶۵۰) امریکایي ډالرو معادل. د دې لوا د فعالو عسکرو مجموعي کلنی لګښت تر ( دوو ملیاردو ډالرو ) زیات دی.یانې زموږ د کورنیو چارو وزارت تر ټول کلني لګښته هم ځو ځله زیات.
اوس راځو دېته چې دا لښکر افغانستان کې څه کوي ؟ او څه به کاندي ؟ او هېواد ته به یې خطر تر کومې کچې وي؟
پوځي خطر:
دا لښکر همدا اوس په میدان وردګو او نورو سیمو کې عملاً له یو شمېر ځایي خلکو ، کوچیانو او حکومتي عسکرو سره پر جګړه بوخت دی ، حکومت یې لا تر دې دمه په مهار او بې وسلې کولو کې پاتې راغلی او دا ډله لا حکومت او ارګ ته اخطارونه رالېږي.
د فاطیمونو سیاسي ملاتړي:
افغانستان کې د فاطمیونو خطر ځکه زیات انګېرل کېدی شي چې د حکومت په داخل کې له سیاسي، قومي ، مذهبي او ان پوځي ملاتړه برخمن دي. دې ډلې دلته د سیمه ییزو حکومتي پولیسو او پاڅونوالو په توګه له حکومته د رسمي یونیفورم ، لباس او وسلې جواز تر لاسه کړی ، له معاشه هم برخمن دي او ان له عدلي او قضايي ارګانونو د معافیت وس او وسایل هم لري. سرور دانش د جمهور رییس دویم مرستیال او اوسنی امنیتي سلاکار ( محقق ) په ښکاره ډول د دې ډلې ملاتړي دي ، یوازې توپیر په دې کې دی چې دوی علیپور او نور وسلوال جګړه مار د فاطمیونو په نوم نه یادوي ، نوره محتوا خو هماغه ده.
نه یوازې یاد کسان بلکې د خلیلي او محقق په مشرۍ د وحدت دواړه ډلې ، د هغوی اړوند حکومتي منسوبین ، په پارلمان کې ناست د غزني یوولس ناقانونه وکیلان او نور اکثریت هزاره وکیلان په مستقیم او نامستقیم ډول د فاطمیونو د لښکر ملاتړي دي. څرنګه چې محقق او دانش دواړه په ارګ کې د امنیت شورا په غونډو کې حضور لري ، نو ځکه خو ویلی شو چې فاطمیون اوس عملاً ارګ ته داخل شوي او یا لږ تر لږه دارګ څنډو ته رسېدلي دي.
راتلونکی پلان او ګواښ:
ښاغلی غني فکر کوي چې هزاره توکمو مشرانو ته د زیاتو دولتي امتیازاتو او د هغوی د همدې ملیشه یي او قومي ځواک په وسیله به پر طالبانو او امریکایانو فشار راوړي چې ګنې غني د خپل واک د تداوم لپاره نور بدیلونه هم لري ، خو د ده سر لا هم تر دې دمه د دې جنګېدلې ډلې پر سیاسي مهارتونو او چلونو خلاص نه دی. دا ډله د امتیاز لپاره هرې بېشرمۍ ته تیاره ده ، چې وخت یې راشي د نوک پر ځای سوک منډي ، له ایران سره ځانته لاره لري له امریکې سره ځانته. محقق پر خپل او د دانش پر امتیازاتو سربېره د کورنیو چارو ، دفاع ، مالیه وزارتو ترڅنک په نورو وزارتو کې هم یو یو معینیت او ځینو کې مهم ریاستونه غواړي . دا به هم خوندي کړي ، په پوځي تشکیلاتو کې به د قومي مشارکت له امله همدا ملېشې هم ځای پر ځای کړي او بیا کله چې پر غني فشار زیات شو له خوږې ګوتې به یې ونیسي او نور امتیاز به هم ترې واخلي او که د غني د ګوښه کېدو حالت محسوس شو ، هغه به د فاشیست په نوم پر سپین میدان یوازې پرېږدي او دوی به په حکومت کې او له حکومت څخه بهر د یو قوت په توګه پاتې شي ؛ بیا به دنیا ، طالب او یا کوم قوت سره د اینده حکومت په باب د یو جهت په توګه مطرح وي. داسې احتمال هم شته چې د ایران له خوا په قصدي ډول د داعش په نامه د تېر په څېر د شیعه ګانو پر څو مرکزونو بریدونه وشي او غني دې ته اړ کړي چې د هغو سیمو د ساتنې لپاره د پخوا په څېر سیمه ییزې شیعه ملېشې منظورې کړي او همدا د فاطمیونو ملېشې به بیا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په اصطلاح حکومت سره د سیمه ییز امنیت په تامین کې مرسته وکړي .
حللاره هم شته که نه شته ؟
حل لاره شته ، اوس هم لا ناوخته نه دی ، غني او په حکومت کې د هغه اړونده برخه دې د فاطمیونو د ملېشو ، چې اوس یې د شجاعي ، علیپور او نورو په وجود کې تصویر ښکاره کېږي، پر وړاندې غوڅ اقدام وکړي ، بې وسلې دې کړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري. محقق او نور تنظیمي جګړه ماران دې بېرته پر کور کېنوي، د هزاره قوم د راضي کولو ټول مسولیت دې د همدې بې رایو معاونیت په امتیاز ، سرور دانش ته وسپاري. له طالبانو سره دې دسولې خبرې رښتیني مسیر ته ورسمې کړي ، پر هیت دې له سره غور وکړي ، د وستم د جنبش ، نظار شورا او وحدت ډلې پر ملېشو دې ډډه نه لګوي ، د مسعود شناسۍ او مزاري شناسۍ شعارونه، چې اصلاً د فساد لوټ او بربادۍ محتوا ګڼل کېږي ، دا ټول دې یوې خوا ته پرېږدي ، د افغانیت او اسلامیت لاره دې خلاصه کړي ، پوځ دې ژر تر ژره له تنظیمي مکروبونو پاک کړي ، که داسې نه وي ، نو دی خپله د فاطمیونو د لښکر یو اصلي پالونکی او زمینه برابروونکی ګڼل کېږي او ملت ته د زیان تر څنګ به یې ده ته هم زیان ورسي ، خبره به د ډاکتر نجیب برخلیک ته ورته یو حالت ته ورسېږي.
