No-IMG

فاطمیون څنګه مهارېدلی شي؟

دې کې هېڅ شک نه شته چې د فاطمیونو اصلي سرچینه د ایران اخوندي رژیم دی ، انکېزه یې هم بهرنۍ ده ، لیدلوری یې هم بهرنی دی ، خو کورنۍ انکېزې او د ملاتړ سرچینې هم لري. ځینې مهمې دولتي او سیاسي کړۍ یې د ملاتړ څرګندې سرچینې دي . د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش ، د هغه ټول حکومتي بانډ، د خلیلي، محقق ، مدبر ، اکبري ، انوري، او نورو هزاره مشرانو اکثره سیاسي ډلې چې د امتیاز لپاره سره وېشل شوي او د هدف پر مهال ټول سره متحد دي، دا ټول په حقیقت کې فاطمیون دي،. عليپور  یو لنډغر دی چې دوی د خپلو اهدافو لپاره وړاندې کړی ، یو وخت عبدالعلي مزاري د (شفیع دېوانه ) په وسیله د خلکو په سرو کې مېخونه ټکوهل ، اوس دانش او خلیلي د علیپور په وسیله د خلکو عزت او دولتي حاکمیت ته ګواښ متوحه کوي.

که حکومت وغواړي علیپور او ده ته ورته نورو لنډغر مهار کړي ، نو د کنټرول لپاره یې نورې ډېر لارې شته ، خو یوه لنډه او اسانه لاره یې دا هم ده چې حکومت په حکومت کې د دې ډلو د یو شمېر سیاسي لنډغرو او مافیایي کړیو  ناقانونه امتیازات ختم کړي. د ساري په توګه کریم خلیلي ته دې د( ۱۳۵) ساتونکو د ورکړې امتیاز ختم کړي ، یوازې دوه ساتونکي یې بس دي ، د محقق او دې ته ورته د نور جګړه مارانو امتیازات دې هم ختم کړي ، یوازې د محقق ، خلیلي او څو تنو نورو اشخاصو د ساتونکو په معاش نه یوازې په بهسودو ولسوالۍ، بلکې د میدان وردکو ولایت په زیاتو برخو کې امنیت ټینګېدی شي ، بیا به نه علیپور وي او نه به یې دا کابل مېشتي سیاسي مافیا او دولتي فاطمیون.

یوه بله خبیثه کړۍ چې دا دولس کاله کېږي د غزني د خلکو په استازۍ په ولسي جرګه کې ناقانونه غړیتوب لري او تر علیپور او نورو فاطمیونو هم د ایران ګټو ته زیاته ژمنه ده،  د دې کړۍ لرې کول خو یوازې د جمهور رییس یوې اشارې او د ټاکنو د کمېسیون یوه عادي مکتوب ته اړتیا لري ، که افغانستان کې سترې محکمې ، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون ، ټاکنیزو کمېسیونونو او یا هم د همدې برخو کومې اړوندې متخصصې ادارې وویل چې له ټانکو پرته د غزني د یوولسو هزاره وکیلانو د کار امتداد قانوني دی، نو موږ به ووایو چې بېشکه دوی وکیلان دي، چې په یو ځل ټاکنو ان نږدې پنځه لس کاله هم خپل کار ته دوام ورکولای شي. دا وکیلان که له هزاره توکمه نه وای ، نو دوه دوه ورځې به یې هم کاري موده نه وای غځول شوې ، خو کله چې په سیاسي واکمنو کړیو کې سیاسي رزالت داسې یو پړاو ته رسېدلی وي ، سړی به ګیله له چا وکړي؟

که جمهور رییس غني غواړي د ایران فاطمینو ته د اوبو د مهار تر څنګ بله اساسي څپېړه ورکړي نو یوه لاره یې همدا ده چې دولتي فاطمیون له دولتي مقامه او دولتي امتیازه راګوزار کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

هدایت

حرف های اسماعیل خان یون خنده دار است!!!! موضعگیری خیالی درمقابل یک گروه خیالی که: درجغرافیای افغانستان وجود خارجی ندارد ؛؛؛ مینماید!!! چنگ ودندان نشان میدهد!!! ‌دوره اش تعصب میسوزد!!! آقای اسماعیل عزیز!!! آرام بخواب هنوز گروهی بنام فاطمیون در مناطق شیعه نشی افغانستان وجودندارد!!!!! اما در مناطق جناب : یون‌ صاحب دیون ها هزاران : طالب؛؛؛ داعش؛؛؛ القاعده پاکستانی دلخور؛؛؛ عرب های عیاش؛؛؛ چچنی ؛؛؛؛ ازبکستانی ؛؛؛ ایغور وهزاران تروریست دیگر ؛؛؛ مافیای مواد مخدر ودیگر دزدان سر.ردنه بالفعل و عملا وجود دارد و فعالیت مینمایند!!!! پس شما با آنها تاحال چه کرده اید؟؟؟؟ که : بزعم خویش با فاطمیون خیالی درخاک افغانستان مینمائید؟؟؟؟ سخن اخر: ب ؛؛؛لطفا برف بام خودرا بالای بام دی.ران نیندازید!!! وافکار عمومی را از از مبارزه درمقابل طالب؛ داعش؛؛؛ حقانی باند تنی و.و.و منحرف نسازید!!! نظرات غرض و وقوم گرایانهء شما هیچ دردی ار دردهای افغانستان را درمان کرده نخواهد توانست نخواهد توانست؛؛؛ !!!!تشکر از توجه شما!!!!آلود

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک