تر وخت شاته پاتې ولس
نن د دې لېږدیز لمریز کال او د دې لمریزې پېړۍ وروستۍ ورځ ده ، سبا به نوی کال او نوې پېړۍ وي ، معمول خو دا ده چې خلک یو بل ته د نوي کال مبارکۍ ورکوي ، خو زما خوله مبارکۍ ته نه جوړېږي ؛ موږ ته یې ویلي چې دا دنیا د غم پر ورځ پیدا ده او د غم پر ورځ فناه ده ؛ دا دنیا یوازې د عبادت لپاره پیدا ده ، د ژوند لپاره نه ده ! نو ما سره به تل دا پوښتنه وه چې سړی باید ژوندی وي چې د خپل خالق عبادت وکړي ، نو مړي خو غیر له هغې هم عبادت نه شي کولای ؟ خو موږ دومره ځورول شوي او کړول شوي یو چې د ژوند او عبادت دواړه حقونه راڅخه اخیستل شوي دي .
که د زمانې څرخ د زورواکو په لاس کې وای ، نو اوس به نه دا نوی کال و او نه دا نوې پېړۍ ؛ هر څه به پر ټپه ولاړ وو ، لکه زموږ د ژوند څرخ چې اوس اوس هم د منځینیو پېړیو پر ژونددود راڅرخي.
تر موږه طبیعت هم منظم او ښکلی دی ، هر کال خپل لباس بدلوي ، هر کال نوی تولید لري ، خو زموږ فکر او ژوند لا هم د زاړه فکر پر تولید راڅرخي. موږه نه دلته د ژوند ګلبڼ جوړ کړ او نه مو هغې بلې دنیا ته کومه ښه توښه برابره کړه، موږ د هغې نړۍ د باغچو په هیله د دې وطن باغچې وسېزلې ، نو که هلته راڅخه وپوښتي چې تاسې هلته چېرته روغ باغونه پرېښودل چې اوس لا دلته د باغونو هیله لرئ ، ووځئ د نه سړي زامنو ! اوس غواړئ چې جنت هم پر کنډواله بدل کړئ ! نو بیا به ورته څه ووایو ؟ کوم ملا او مفتي پسې به ګرځو چې راشه اوس موږ ترې خلاص کړه ! هغه به ووايي ، ما ته نه ګورئ ؟ زه یې خپله په څومره زنځیرو تړلی یم ؟ نو بیا به څه کوو ؟
تېر کال او ان ټوله تېره پېړۍ مو په غمونو ، دردونو ، جګړو ، تا ویلو ، ما ویلو او ډول ډول ناخوالو تېره کړه، که نور مو مات کړل ، نو ځان مو هم ټوټې ټوټې کړ ، ډېر داسې کارونه مو وکړل چې باید نه مو وای کړي او ډېر داسې کارونه مو و نه کړل چې باید تر سره کړي مو وای. اوس د حساب او کتاب زمانه ده ، اوس دلته دم او قدم دواړه په حساب دي ، زموږ ملایان یوازې پر هغې دنیا د ټول حساب او کتاب حواله ورکوي ، خو ساینس او ټکنالوجي پر دې نړۍ عملاً د هر څه حساب او کتاب غواړي:
د ټول ملت په کچه څومره علمي کادرونه لرې؟ کلنی فکري تولید دې څومره دی؟ کلني لګښتونه او عواید دې څومره دي ؟ څومره خورې او څومره ګټې ؟ د نن ، سبا او بل سبا پلان دې څه دی ؟ د ریاضت او عبادت یا د دې او هغې نړۍ انډول دې څنګه دی ؟ تولید دې څومره دی ، لګښت او ضرورت دی څومره دی ؟ خپل تولید لرې او که اسمان ته په طمع ناست یې؟ دا د دې نړۍ او عصر پوښتنې او غوښتنې دي ، که دې ساده پوښتنو ته دې ځواب وویلی شو ، نو د هغې بلې نړۍ پېچلې پوښتنې به هم ځواب کړای شې ، که نه نو تر دې حالته به هلته لا بدتر یې ، ځان به نه سره تېرباسو.
نو که غواړو چې په ژوند کې مو مثبت بدلون راشي ، د طبیعت له رازونو باید ځان خبر کړو ، د هغه له پیغامه الهام واخلو، هم خپل ځان کې تغیر راوړو ، هم محتوا کې ، هم خپله بڼه بدله کړو او هم خپل فکر بدل کړو , په زړو فکرونو نوې زمانې ته داخلېدل له وخت سره د ټکر په مانا دي ، ته د زمانې د ګردښت څرخ نشې ودرولی ، نو ښه دا ده چې تر وخت شاته پاتې نه شې ، دلته ډېر خلک د تېر وخت ارمان کوي ، سبا به بیا د نن ارمان کوي ، د دې مانا دا ده چې زموږ ژوند تر پرونه نن خراب دی او له وخته مو سمه ګټه نه ده اخیستې . تللی وخت بېرته نه راګرځي ؛ مړی چا دی ژوندی کړی په ژړا؟ نو ښه دا ده چې تر وخت شاته پاتې نه شو او د پخوا په شان د تېرې زمانې ارمان و نه کړو او نه هم د تېر په څېر تر زمانې شاته پاتې ولس وګڼل شو ...
