No-IMG

د کابینې په غونډو کې څه تېرېږي؟؟

خلک به په بهر کې داسې فکر کوي ، چې افغانستان کې یو حکومت دی ، یو جمهوریت دی ، دلته به د وزیرانو شورا یا کابینه وي ، غونډې به د تعقل او پراخنظرۍ پر اساس وي ، نظر به اورېدل کېږي او بیا به په ګډه د معقولیت او اکثریت پر بنسټ پرېکړه کېږي ، خو که څوک د دې جمهوریت عملي بڼې ته وګوري ، نو ریښه یې ان د فرعونیت د کور تر وره پورې رسېږي.

جمهور رییس په خپلو خبرو سره غونډه پیل کړي ، وزیران ، سرپرستان او مرستیال وزیران قلمونه او پنسلونه راواخلي، ځان د جمهور رییس د مهمو خبرو پر لیکلو مصروف کړي ، هېڅوک پورته نه ګوري ، نه له کاغذه سر پورته کوي او نه د جمهور رییس خواته ګوري.

ځینې هسې مخې ته پر پرتو کاغذونو خطونه او نقشې کاږي او ځانونه مصروفوي، د جمهور رییس لیکچر کله یو ساعت ، کله یو نیم ساعت او کله هم دوه ګړۍ دوام وکړي، پر ټولو مسایلو تکراري او مبتذل بحث وشي او په دې ډول د کابینې د نن ورځې غونډه پای ته ورسېږي.

نه څوک د پوښنې حق لري ، نه د شننې ، نه د ګروېږنې او نه هم د ارزونې ، دا ټول کارونه خپله جمهور رییس تر سره کوي.

پوښتنه کول ،  د وضاحت غوښتل او ان ګوته پورته کول دا ټول د دندې د اختتام په مانا دي، نو ځکه خو اکثرو وزیرانو او ګډونوالو خپل سرټیټی د مقام تر اختتامه غوره ګڼلی دی.

دا سرونه چې په ارګ کې د یو بل سر پر وړاندې ټيټ دي ، بهر کې د ولس پر وړاندې ډېر جګ جګ کېږي ، هر یو د ولسواکۍ او سرلوړۍ مرغلرې هم دوړوي ، خو له هغه حالته یې ولس نه دی خبر چې هلته د یو سر پر وړاندې څومره سرونه ټیټ دي او هغه یو سر چې بیا دلته لوړ ښکاره کېږي هغه بیا په یوه تېلېفون هغه بل لوړسري ته څومره سرټيټی وي.

د ارګ د ټیټ سرو کیسه زموږ په ټولنه کې د فرعون د دربار د کیسې یو ژوندی تمثیل دی؛ د فرعون د دربار ډاکټر او مشاور ( ډاکټر سینوهه) کیسه کوي،: هغه سرونه چې د خلکو په منځ کې خلکو ته ډېر لوړ ښکارېدل ، هغه به د فرعون په دربار کې ډېر سر ټيټي وو ، کله چې به دربار ته راننوتل ، نو د فرعون پر لاسونو او پښو به پرېوتل، د هغه لاسونه به یې ښکل کړل او بیا به سرټیټي څو ګامه پر شا روان شول، ځینو به ما ته هم ډېر مخلصانه او عاجزانه غوړه مالي شروع کړه چې په غیاب کې یې فرعون ته د بهادرۍ او وفادارۍ کیسې وکړم.

درې زره کاله وروسته هم د انسان د قدرت خوښونې په غریزه کې کوم خاص توپیر نه دی راغلی ، اوس هم د واکمنو په سر کې د فرعونیت نشه په څپو ده او اوس هم ډېر سرټيټي په دربار کې هماغه دنده تر سره کوي ؛ هغه وخت هم یو فرعون په خپل دربار کې خپل یو ځانګړی ډاکټر او مشاور درلود او د خلکو په منځ کې به ظاهراً ډېر جګسري په دربار کې ډېر ټیټسري وو ، اوس هم په دربار کې یو ډاکټر او مشاور شته او هم  یو فرعوني کرکټر او هم د هغه په سر کې د واک د نشې د خړوب لپاره پوره سرټيټي غوړه مالان او د واک معتادان.

د وزیرانو شورا په غونډه کې د وزیرانو لپاره د خوښۍ شېبې هماغه وي چې غونډه د پای شېبو ته نږدې شي او په دې ټول بهیر کې جمهور رییس پر کوم وزیر قهرجن غږ او نیوکه و نه کړي.

په دې ډول غونډه د ملک د خیر ، فلاح او عملي پروګرامونو په هیله پایته ورسېږي !! .

کله کله غونډه دومره اوږده شي چې په اجندا کې د کوم وزارت له خوا نیول شوې موضوع اصولاً له کوم بحث پرته تصویب شي او چا ته پرې د خبرو بحث او مجال پیدا نه شي.

یو وزیر راته کیسه کوله چې موږ خو د کابینې غونډې ته نه ځو ، موږ خو ټولګي کې ناست یو ، معلم صیب راشي له کومې وقفې پرته یو ساعت یو نیم ساعت درس راکړي او موږ په کې نه د پوښتنې او نه هم د تفریح حق لرو ، ټولګی رخصت شي او موږ بېرته له خپلو دوسیو سره دفتر ته راشو، جالبه خو لا دا ده چې د غونډې په پای کې کله کله جمهور رییس پر موږه په موسکۍ بڼه غږ وکړي چې ګورئ تاسې داسې فکر و نه کړئ چې زه دلته معلم یم او تاسو شاګردان چې زه یوازې لکچر درکوم او بس ، خو څه وکړو دلته ځینې داسې مسایل شته چې په واضح ډول باید پرې یوې نتیجې ته ورسېږو او بیا پرې د یوې اجماع په شکل تصمیم ونیسو منتها تصمیم باید دسته جمعي وي.

دا زموږ د حکومت د لوړې مرجعې د کاري غونډې د یوې برخې تصویر و ، داسې نور رنګین انځورونه بلا ډېر دي چې پر خپل وخت به یې تر خپله وسه انځورنه وشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک