د محمد اسماعیل یون لیکنی

دا هوايي دهلېز بیا څه مانا؟؟

دهلېز د انګرېزي ژبې د ( corridor) ژباړه ده چې د دالان یا همدې دهلېز مانا ورکوي.یانې د دوو دېوالونو یا موانعو تر منځ پرتې سیمې ته دهلېز یا کوریدور وایي. له اصطلاحي پلوه له پیل یا ابتدا څخه بیا تر مقصده پورې د لارې هغه مسیر دی چې تر ډېره بریده د سوداګریزو مقصدونو لپاره کارول کېږي.دا ډول لارې یا دهلېزونه هم د هېواد په داخل کې وي ، هم د هېوادونو تر منځ او هم په نړیواله کچه. غوره مثال یې د ورېښمو لویه لار وه چې ګڼې سیمې او هېوادونه یې سره نښلول.دې ډول کورېدورو کې عام سړکونه، لویې لارې، اورپټلۍ او نورې مواصلاتي لارې ټولې شاملېږي. د کورېدور اصطلاح معمولاً د ځمکې پر مخ د فزیکي موانعو تر منځ د یو فاصل خط لپاره کارول کېږي ، خو د فضا ، خلا یا هوا لپاره ځکه منطقي نه برېښي چې هل...
نور ولوله

معلوم مقتولین او نا معلوم قاتلین

په هېواد کې د وینو رود روان دی، هېڅوک د پوښتنې نه شته؛ حکومت هم د خواشینۍ پیغامونه نشروي او پېښې غندي او ولس هم، یوه ورځ فیسبوکی ماتم وي تېر شي او هېر شي ، بیا بله دردونکې پېښه وشي ، پخوانۍ هغه هماغسې تر څېړنې لاندې نا څېړلې پاتې شي.خلک له مرګ سره عادي شول ، هر سهار چادونه او ترور د ښار د کلتور یوه برخه شوه، خو واکمن لا هم د واک او شهرت د لایتناهي هوسونو په ډنډ کې ډوب دي ، اوس هم ورته ځان تر هر چا غوره برېښي ، ولس تباه شو خو دوی اوس هم ځانونه ولسمشر او مرستیال ولسمشران ګڼي، درباري غوړه مالان او کرایي فیسبوکیان یې لا هم د بې کفایتۍ د پټونې لپاره سل دلایل لټوي ، ضمیر مړو لیکوالانو لا هم د مضر احتیاط له امله چوپه خوله غوره ګڼلې ، که نه خو هر څه معلوم دي ، تر هغه چې نامعلوم قاتل پسې ګرځو راځئ د معلوم مسول ګرېوان ته لاس ور وا...
نور ولوله

په سیاست کې ټولنیز اخلاق

سیاست یو ټولنیز علم او هنر دی، خوشال بابا سیاست (( جهانداري)) بللې، څوک چې ټولنیز اخلاق نه لري او یا ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی و نه لري ، نو چې سیاسي ډګر ته را دانګي ، که په خپله علمي برخه کې هر څومره بریالی وي ، خو په سیاسي ډګر کې به نه وي. غوره مثال یې خپله همدا اوسنی جمهور رییس (اشرف غني ) دی. د ډاکتر غني فکر ، لیدلوری او ان احساس د ډاکټر عبدالله او په ټوله کې د شمالټلوالې تر بل هر مشره څو ځله ښه او د دې وطن په ګټه دی. خو په مقابل کې بیا عبدالله او د ټلوالې ځینو نورو مشرانو د خپلو پلویانو او ټولنیزو مناسباتو په پاللو کې تر غني څو ځله زیاته خپله لوړتیا ښودلې ده. غني د ملاریا ګولۍ او یا هم هغه چمبړخیال ته ورته دی ، چې ډېر تریخ او بد خوند لري او ترستوني په ډېرې سختۍ تېرېږي ، خو په ګېډه او بدن کې دننه یو...
نور ولوله

ژمنه

دا  وطن  مې کړ  ودان ،  ودان  مې نه کړ؟ لکه څنګه چې ښه وران و، وران مې نه کړ؟ زما    هر   پلان کې  لویه     فلسفه      ده ! درته  ومې   کړ   اعلان ، اعلان  مې نه کړ؟ د  رنځور  ولس   همدومره   سزا  بس   ده په  سوران و په سوران ، سوران  مې نه کړ؟ د خپل واک د غرور اس نه  کله کوز  شوم ؟ په  سلګو  سلګو روان    ، روان   مې نه کړ؟ عقل   څه  دی ؟ د  ساده وو   غولول &n...
نور ولوله

نه مسلمان او نه افغان دی ولسمشر

نه مسلمان او نه افغان دی مشر بیا هم پر موږه حکمران دی مشر پوره    د    زرو   کلو    عمر    لري خو تر ماشومه هم نادان دی مشر څوک چې د ذات او د نسب خاوند وي له هغو  ټولو  سره  وران  دی مشر سهر   په ټینګه  یوه  ژمنه  وکړي په  مازیګر کې پښېمان  دی مشر چې څوک وطن لوټوي ، قام سپکوي بیا  پر  همغو  مهربان   دی  مشر نور  ټول  ولس  ترې  اړولی دی مخ یو څو ټامیانو باندې ګران دی مشر چې  څوک  د بل مشر خبره  وکړي نو ...
نور ولوله

تذکره د مور لپاره که مور د تذکرې لپاره؟؟

په تذکره کې د مور نوم د لیکلو موضوع ډېره وشاربل شوه . اصلاً که دا موضوع حساسه نه وای دومره جنجالي بحثونه نه رامنځته کېدل. دلته ډېر بحثونه له ناسم پوهاوي څخه رامنځته شوي دي. ځینې خلک چې د تذکرې پر مخ د مور نوم دلیکلو اورپکي پلویان دي او د جمهور رییس هره پرېکړه د تعقل زېږنده ګڼي ، هغوی دا موضوع داسې تعبیروي چې ګنې څوک په تذکره کې د مور نوم د لیکلو مخالفت کوي ، هغه ګنې مور او ښځینه قشر ته د تذکرو د ورکړې مخالفت دي!؟ خبره داسې نه ده ؛ دلته له نومونو او اصطلاحاتو څخه ناسمه سیاسي ګټه پورته کېږي . دا ډول مقصدونه او تعبیرونه باید سپین شي. د تذکرې پرمخ د مور نوم لیکل مور ته د درناوي او هغې ته د تذکرې د ورکړې مانا نه ورکوي، بلکې دا مانا ورکوي چې د یو شخص په خپله تذکره کې دې د هغه د مور نوم ثبت شي. له دې کار څخه د ځینو خلکو سیاسي م...
نور ولوله

له موضوع څخه تېښته

په لیکوالۍ کې له موضوع څخه تېښته دې ته وايي چې یو څوک پر یوه موضوع نه پوهېږي ، نو دی د هغې موضوع پر ځای دویمه یا درېیمه موضوع تشریح کوي یا قرینه جوړوي؛  اصلي موضوع له یوې بلې موضوع سره تړي، د هغې پر توضیح او تشریح پیل کوي، غواړي په دې ډول تا ته بې ربطه او بې ضرورته معلومات وړاندې کړي، د وخت د ضایع سبب شي او له اصلي موضوع څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي. دا ډول خلک او کرايي لیکوال اوس زموږ په ټولنه کې کم نه دي ، هره حقوقي ، ټولنیزه او قانوني موضوع به یوې بلې موضوع پورې تړي او په یو نه یو ډول به غواړي اصلي موضوع کږه کړي. د ساري په توګه:  په ښار کې به یو سړی په داسې شکل ولاړ وي ، چې له اخلاقي پلوه سم نه برېښي ، نو چې ته ورته ووایې دلته ودرېدل دې مناسب نه دي ، نو د کاږه منطق خاوندان...
نور ولوله

شخصیتونه او دریځونه

هر ټولنیز او سیاسي شخصیت چې ارزوئ، نو د حاکمیت او محکومیت پر وخت یې تجربه کړئ. عبدالرشید دوستم ښه دی که خراب ؟ په تېرو دېرشو کلونو کې یې څه کړي؟ دا ټولو خلکو ته معلوم دي ، د هغه پر جنایتونو پرده غوړول دا  په خپله تر جنایت پورته حالت دی. خو دوستم له ټولو بدرنګیو سره سره یوه ځانګړنه لري ؛ هغه دا چې د یو معلوم دریځ خاوند دی، که څه هم د ده دا دریځ د ده پر خپلو ځاني ، سمتي او قومي ګټو راڅرخي ، خو بیا هم تر نورو ، په تېره بیا تر پښتنو سیاستوالو یې دریځ څرګند دی. زه د نړۍ پر دویم تصنعي مفکر افسوس کوم چې د خپلې واکمنۍ دوام یې د داسې سترو شرمونو په بیه واخیست ، چې ده یې د خپل محکومیت پر مهال تصور هم نه شو کولای. د غني پاچاهي به څلور کاله وروسته یا وړاندې ختمه شي. خو د دوستم مارشالي به ...
نور ولوله

د چا په حاکمیت کې ؟؟

دلته نه چنګېز حاکم دی، نه هلاکو، نه اسمعیل ساماني حاکم دی، نه ګوډ تېمور، نه د سقاو واکمني ده، نه د برهان الدین رباني، نه د احمدشاه مسعود  غږ پورته کېږي، نه د عبدالعلي مزاري او نه د نورو لنډغرمشرانو، خو باج او راج یې چلیږي. دلته ددې شنډلي جهموریت په بهیر کې څوارلس کاله حامد کرزی د احمدشاه بابا د میراثخور په توګه د واک پر ګدۍ ناست و او بیا د همدې نومیالي بابا بل میراثخور اشرف غني احمدزي ته نوبت ورسېد. حقیقت دا دی چې ددې دواړو ښاغلو د دواکمنۍ په بهیر کې پښتون د یو قوم په توګه دومره وځپل او دومره توهین شو، چې نه د چنګېز په وخت کې دومره توهین شوی، نه د هلاکو او نه هم په لومړۍ او دویمه سقاوۍ کې، د کرزي په حاکمیت کې د دوو جنګي ډلو مشرانو ته د (( ملي اتل)) او د (( د ملي وحدت شهید)) القاب ډالۍ شول او د غن...
نور ولوله

د فساد او پرديپالنې پر ضد عمومي کمپاین

تر اوسه مې هېڅکله هڅه نه ده کړې ، چې اشخاص د لیکنې محور کړم او هېوادني مسایل څنډې ته کړم. خو دا لومړی ځل دی چې د یو مبهم شخص د هویت څېړنې ته اړکېږم او بیا ملي بحث ته داخلېږم. پر دې شخص ځکه دلته بحث کوم چې دا د یوې هغې پراخې کتلې استازولي کوي چې په دې تېرو څو کلونو کې د متخصص ، تکنوکرات او نورو ډول ډول نومونو زموږ پر ملت تحمیل شوي دي. دلته د دوه تابعیته موضوع ته هم نه داخلېږم ، ځکه هغه موضوع هم په قانون کې واضح ده. عجیبه خبره دا ده چې مسله تر دې هم ترخه شوې ؛ یو تابیعته او هغه هم د بل هېواد یو تابیعته پر موږ تحملېږي او هغه هم د یو داسې ملي اداري په راس کې چې هم ټول اقتصادي تعاملات ور سره تړلي او هم زموږ پولي او ملي هویت. دلته غواړم د دغه ښاغلي (اجمل احمدي ) پر وړاندې څو پوښتنې کېږدم ، چې ټ...
نور ولوله

د ملت ساه مې ډوبېږي

له خوښۍ محروم ، له سوکالۍ محروم او د ژوند له نورو نعمتونو محروم ولس ، یوازې په دې هیله ژوندی پاتې و، چې ځه که حکومت او لارښود نه لرو ، د خدای په پنځول شوي طبیعت کې خو له شته اکسیجن څخه ګټه پورته کوو. اکسیجن ته یې هم قوانین وضع کړل ، یوازې هغه شرکتونه حق لري چې له دولت سره تړون ولري او د کار او فعالیت اجازه. یو شمېر هېوادوال مې د دې قوانینو تر انفاذ لاندې ساه ډوبي شول، بیا بله پلمه جوړه شوه ، چې هېواد کې د اکسیجن تولید کم دی، نو ځکه خو حکومت ټولو ناروغانو ته اکسیجن نه شي رسولی، بیا یو شمېر انسانپالو پانګوالو افغانانو اعلان وکړو ، چې موږ حاضر یو په وړیا ډول هېوادوالو ته اکسیجن تهیه کړو . بیا نوې پلمې جوړې شوې چې صبر دا کار باید د یو تخنکي او مسلکي ټیم له خوا وارزول شي . دا څنګه تخنیکي او مسلکي ټیم دی چې خپله هېڅ شی نه شي ج...
نور ولوله

سپین سترګي هم یو حد لري!!

پخوا یو متل و چې پلانی دومر سپین سترګی دی چې کالیو سره دې په سترګو کې راننوزي . موږ ته به دا خبره ناشونې ښکاره کېدله ، خو اوس چې د یو شمېر سیاستوالو ، وطن پلورو او پردیپالو چالاکۍ او سپین سترګۍ ته ګورو پر پخواني متل شکر کاږو ؛ اوس داسې سپینسترګي پیدا شوي چې جامې خو څه کړې ، له خپلې ټولې غلامۍ ، دوسۍ ، بې ضمیرۍ ، وطن پلورنې ، تیږپلورنې ، غر پلورنې او تن پلورنې سره دې په سترګو کې راننوزي. تر ټولو بده یې لا دا ده چې د خپلې ګناه او خطا مسولیت هم پر مقابل طرف حواله کوي. کارمل روسان راوستل ، امین یې پرې و واژه ، د اسلام د کلمې پر ځای یې د افغان شوروي ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک