له موضوع څخه تېښته
په لیکوالۍ کې یوه موضوع ده ؛ چې څوک پر اصلي موضوع حاکم نه وي ، بیا څنګزنې موضوعګانې تشریح کوي ؛ اصلي موضوع نه تشریح کوي ، یوه موضوع پر یوې ، بله پر بلې پسې وتړي ، نو ځکه له لوستونکي او اورېدونکي اصلي موضوع هېره او تېره کړي . اوس د بهسودو د حادثې ، علیپور ، د دفاع وزارت د الوتکې ویشتل او هغې کې د مسلکي پوځیانو د شهادت موضوع کې هر څه واضح دي ، اضافي بحت ته په کې هېڅ اړتیا نه شته . عامل ، سبب او مسبب ، زمان او مکان ټول معلوم دي ، نه څوک انکار کوي او نه دا موضوع نورې څېړنې ته اړتیا لري . علیپور د چا د تنظیم غړی دی او د چا وسله ورسره ده ؟ د چا له خوا یې ملاتړ کېږي ؟ د چا له خوا نیول شوی و ؟ او د چا له خوا یې ضمانت وشو ؟ دا اعترافونه ، تضمین خطونه او سندونه ټول موجود دي ، نو نور بیا کوم روایت او حکایت ته اړتیا ده چې لا هم وخت ضایع شي او د غمیزې لپاسه بله غمیزه راشي .
نن څخه نږدې درې کاله وړاندې جمهور رییس رسنیو ته وویل چې پر علیپور به قانون تطبیقوم او که مې تطبیق نه کړ، نو مسولیت موږ ته راجع کېږي او باید له ما او معاون صیب ( دانش ) څخه پوښتنه وشي . اوس د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې داسې د نر زوی شته چې جمهور رییس غني او د هغه مرستیال د مسول او متضمن په توګه د محاکمې مېز ته راکاږي ؟ او یا لږ تر لږه ترې یوه پوښتنه وکړي ؟ قاضیان او څارنوالان څه وايي چې له متضمن څخه څه وخت او په کوم حالت کې پوښتنه کېږي ؟ ښه مې په یاد دې چې یو وخت همدې ښاغلي غني اعلان وکړ چې په تېرو دوو ورځو کې یې تر یو نیم زر تنو زیات طالبان وژلي دي . که څه هم دا اعلان د جمهور رییس له خولې له مسلکي ، وظیفوي او عاطفي پلوه ښه نه و، خو ده د خپلو ایتلافي ملګرو ؛ صالح او دانش د خوشالۍ په خاطر په زغرده دا چغې وهلې ، نو پوښتنه دا ده چې هغه پوځ څه شو چې په یوه ورځ کې یو نیم زر طالبان وژلی شي ، خو پنځو کلونو کې کې یو علیپور نه شي ختمولای؟ صالح او دانش د هغو جنایتکارو تنظیمونو غړي دي چې د طالب ، حزب ، ترهګر ، القاعده او نورو نومونو تر چتر لاندې یې د پښتنو ډله ییزې وژنې او تصفیې ته کار ویلی دی. اوس یې د مفکر صیب د واک د دوام په پلمه د هغه پر اوږه توپک ایښی دی او له اقتصادي ، سیاسي او کدري پلوه د پښتنو د حذفونې پالیسۍ ته دوام ورکوي . تر ټولو دردوونکې خبره بیا دا ده چې کومو ډلو چې پر خپل وخت یې پښتنو ته تر ټولو زیات زیانونه اړولي ، پښتانه د همغو ډلو د یارۍ په تور کړول کېږي .
اوس نو د یو علیپور د نیونې لپاره دومره سیاسي او پوځي کمپاین روان دی ، چې ته به وايې د پاکستان او یا کوم بل هېواد پر وړاندې د عمومي سفر برۍ اعلان کېږي. وه وروره شف شف ولې کوئ ، شفتالو ( دانش) تیار په ارګ کې ناست دی ، هم د مجرم شریکباڼی دی ، هم یې ملاتړی، هم مسبب دی او هم متضمن ، نو چې دی ونیسئ او ورته ووایئ چې که په درېیو ساعتونو کې دې قاتل حاضر نه کړ ، نو د عدالت د تطبیق کړۍ ته دې غاړه برابره کړه ، تاسې بیا ګورئ چې څه کېږي ؟ دلته نه یوازې د پوځ د افسرانو د شهادت موضوع مطرح ده ، بلکې بیت المال ته د رسیدلي تاوان د غرامت او د ټول نظام او حکومت د حیثیت موضوع هم مطرح ده. که علیپور ونیول شي او یا په جګړه کې ووژل شي ، په هر حالت کې د نظام ، دولتي حاکمیت حیثیت او بیت االمال ته د رسېدلي زیان او د شهیدانو له کورنیو څخه د بښنې غوښتلو موضوع باید له یاده و نه ایستل شي. داسې نه شي چې یو دوه ورځې عملیات وشي ، علیپور یا وتښتي ، يا ووژل شي او جګړه کې د یو څو ملکي وګړو پوزې وینې وشي ، بیا به نو د علیپور موضوع پاتې وي ، دانش ، خلیلي ، محقق ، جنرال مراد ، (( جنبش روشنایي)) ، (( شورای انسجام جامعه هزاره)) ، د غزني مدام العمر هزاره وکیلان ، سیما سمر او د ایران نور مینوال به د بهسودو له موضوع څخه د کربلا موضوع جوړه کړي او وايي به چې (( ما برای مردم بهسود عدالت میخواهیم ، امنیت میخواهیم ، برابری میخواهیم ، امنیت خود مان را خود ما تامین میکنیم، غنی فاشیست است ، غنی برادر طالب است ، متعصب است ، افکار عبدالرحمن خانی دارد ، افکار طالبانی دارد .. )) او داسې نور شعارونه به سر کړي ، نو غني د دې په خاطر چې له دې تورونو ځان وژغوري ، بیا به هغو ته د تیر په څېر د امتیازاتو د جوال خوله خلاصه کړي او و به وایي چې (( ما و شما براردر استم ، بیاید که راه شهید استاد مزاری ، شهید وحدت ملی را تعقیب کنیم ، کلی ما دست به دست هم بتیم ، طالب و تروریزم را شکست دهیم...)).
خدای دې وکړي چې دا خبرې عملي نه شي ، خو د ټولو او یا هم د یوې برخې عملي کېدل یې له امکانه لرې نه دي . هو ، په تلو تلو کې له هغه مرستیال صیب ؛ امرالله صالح څخه هم ډېره مننه چې د بهسودو د پېښې په باب یې ډېر چټک( پنځه ورځې وروسته)) توند ! غبرګون وښود ، هېوادوال دې هغه وخت هم په یاد کړي چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې د یوې وکیلې او یو پولیس تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه او خبره تر سوک څپېړې رسېدلې وه ، نو صالح صیب په دوو ساعتونو کې د پېښې ځای ته ځان ورسولی و او هلته یې غاړه تازه کړه ، اوږې یې پورته واچولې او ویې ویل چې (( ما در کنار پولیس خود ایستاد استم و به کسی اجازه نم دهیم که پولیس مرا اهانت و توهین کند .. )) خو د بهسودو په مسله کې ایله پنځې ورځې وروسته هغه هم د فسیبوک د غبرګون په زور له غاره را ووت او یو سست عکس العمل یې څرګند کړ ، چې هغه کې هم دا نه دي ویل شوي چې در کنار سربازان و بازماندګان شهدا ایستاد استم و انتقام انها را در یک روز دو روز میګیرم ، دا ځکه چې دوی د لنډغرو تنظیمونو د سلسلې مشترکې ریښې لري .
که ښاغلی غني غواړي د شرمونو په لړۍ کې یې نور شرمونه زیات نه شي او هغه تېر هم تر یوه بریده جبیره کړي ، نو وخت دې نه ضایع کوي ، دانش دې ژر تر ژره د محاکمې مېز ته را کاږي ، هغه به له کومو نظامي عملیاتو او تلفاتو پرته علیپور د قانون منګولو ته وسپاري ، محاکم او قانون باید شریعت پرې تطبیق کړي او دانش باید مجبور کړي چې بیت المال ته د رسیدلي زیان تاوان ورکړي . د قانون د تطبیق او د عدالت د عاملو همدا لاره ده ، نورې ټولې لارې له مضرو سیاسي مصلحتونو ډکې دي ، ملت او نظام ته یې د خیر پر ځای زیات شر او ضرر ور رسېږي.
