No-IMG

خبره ورو ورو سپینېږي

په افغانستان کې له ډېر پخوا څخه د نفوسو او سرشمېرنې په باب د نظر اختلافات موجود وو ، د هېڅ قوم د حقوقو مدعیانو پر خپل ښودل شوي شمېر ، رضایت نه ښود.

که څه هم په دې برخه کې یو شمېر پردیپالو د انتقاد ګوته تر ډېره بریده پښتنو واکمنو او یو شمېر هېوادپالو افغانانو ته نیوله ، خو حقیقت دا و چې په ډېرو کورنیو او بهرنیو سرشمېرنو کې تر ټولو زیات زیان خپله اکثریت پښتنو او یو شمېر نورو وړو قومونو زغملی و .

د اسلامي او بشري قوانینو له مخې یو انسان پر بل انسان هېڅ ډول لوړاوی نه لري او نه د یو هېواد وګړي پر یو بل کوم لوړاوی لري . افغانستان د بېلابېلو ژبو د ټوکېدو بستر او د ګڼو قومونو ګډ کور دی. ټولو قومونه د افغان ملت د وجود رغوونکي غړي دي. له بده مرغه باید ووایو چې یو شمېر پردیپالو د قومونو له ترمینالوژۍ څخه یو حساسه سیاسي موضوع جوړه کړې وه ، تر ټولو به همغو ډلو د زیات مظلومیت چغې وهلې ، چې تر ټولو زیات د نورو قومونو د هویت د له منځه تلو سبب شوي وو : یو زیات شمېر پښتنو ، پشه یانو ، ازبیکو، ساداتو، پامیري قومونو ، ایماقو ، قزلباشو ، ترکتبارانو او نورو ته په کاغذي تذکره کې (تاجک ) لیکل شوي او په یوه کمه کچه یو شمېر ساداتو او ځینو نورو وړو قومونو ته (هزاره ) هم لیکل شوي او په دې ډول د ځینو قومونو د هویت تحریف رامنځته شوی دی ، خو د حقیقت د پټونې لپاره بیا د همدې قومونو د حقوقو کاذبو پلویانو تر هر چا زیات د مظلومیت شعار ورکاوه.

کله چې د الکترونیکي تذکرو د وېش موضوع رامنځته شوه ، نو همدې ډول سکتاریستي او واکمنو ستمي کړیو هڅه وکړه ، چې د هېواد د ملي او دیني هویت د مسخې لپاره لاره اواره کړي ، یو شمېر بهرنۍ کړۍ هم ور سره په دې کار کې مرستندوی او ملاتړې وې ، هغه وخت به یې شعار ورکاوه چې ((درج کلمه قوم خط سرخ ماست )) او له دې څخه تېرېدونکي نه یو.  هغه وخت هېوادپالو او ملتپالو افغانانو پر دې ټینګار کاوه چې په برېښنایي تذکره کې یوازې د (ملت ) او (دین) ستون لیکل ضرور دي او د ملي وحدت د استحکام په خاطر د تذکرې پر مخ د قوم لیکلو ته اړتیا نه شته او هغه پرته له هغې هم په ډیټابیس کې خوندي کېږي ، خو کله چې ملتپالو افغانانو د ستمي او سکتاریستي عناصرو هغه وروستی افراطي رزالت ولید ، نو ویې ویل چې دوی پر دې خبره ډېر ټينګار کوي ، نو  د (ملت )، (دین )او (قوم )درېواړه ستونونه دې راوړل شي .

تر ډېر لاریونونو او جنجالونو وروسته ، جمهور رییس غني دې ته مجبور شو په قانون کې تعدیل راوړي او ملي شورا هم له اساسي قانون سره سم تعدیل شوې بڼه تصویب کړي . د قانون تر انفاذ وروسته بیا هم دوی د دې قانون پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو سرچینو په مرسته خنډونه جوړ کړل ، خو د لوی خدای ج په فضل یو پر بل پسې خنثی شول .

د قضیې اصلي نفس په څه کې دی ؟ اصلي خبره دا ده چې ستمي ، جمعیتي او یو شمېر پرچمي سکتارېستان چې د تاجک قوم په نوم یې ځان واک و ځواک ته رسولی و او دی ، د نورو قومونو او یو شمېر پښتنو د هویت په حذف سره یې کاذبې احصایې جوړې کړې وې ، د برېښنایي تذکرو په وېش او په هغو کې د هر قوم د هویت په لیکلو سره به د لسیزو لسیزو جعلکاري په ډاګه او د قومي سیاست او تجارت مخه به ډب شي . اوس چې سترې محکمې د اساسي قانون د تفسیر له مخې تر اویاوو زیاتو قومونو ته په تذکره کې د خپل قوم د نوم د لیکلو حق جایز ګڼلی ، دا رښتیتا هم یو ښه او پر ځای قانوني کار دی . اوس به نو پامیري قومونه خپل حق لري چې تذکره کې د خپل قوم نوم ولیکي ، ترکتباران خپل ، پشه یي ، ایماق ، قزلباش خپل او همدا رنګه نور قومونه خپل . اوس به نو په طبیعي ډول هغه خلک ډېر وارخطا وي ، چې د دې قومونو د هویت مخنیوی یې کړی او لا یې هم کوي . اوس به نو سرور دانش ځکه چغې وهي چې اوړو کې یې شګه ده ، یو شمېر قومونه یې د خپل قومي هویت په دایره کې محاسبه کړي وو، لږ وروسته به د عطا محمد نور په شمول د یو شمېر نورو جمعیتي او ستمي سکتارستانو چغې هم ووځي او دا چغې به هغه وخت لاپسې زیاتې شي چې په دې تذکره کې د قومي هویت د جعل مخه هم ونیول شي او  دپښتنو په شمول ټول افغانان د دې جوګه شي چې فرد فرد یې برېښنايي تذکره واخلي .

د دې خبرې یادول هم ضرور ده چې اوس د کفیت زمانه ده ، نه د کمیت ، که پښتانه تر تذکرې اخستلو وروسته لس سلنه هم شي او حقیقت ولري موږ دا حقیقت په ورین تندي منو ، خو ښه به دا وي چې ټولو هېوادوالو ته دا تذکرې و رسول شي چې حقیقت په رښتیا معلوم شي.

د برېښنايي تذکرو د وېش په وروستي بهیر کې د دولت او په تېره بیا د جمهوري ریاست د چارو د ادارې هڅې د ځانګړې یادونې او قدرونې وړ دي . نو که غواړو اینده کې د هر ډول جعل ، تزویر او بشري جنایتونو مخه ونیسو او هر هېوادوال په اسانه د دولتي او ملي خدمتونو مستحق وګڼل شي، نو راځئ چې ټول په تېره بیا خویندې، میندې او د کورنۍ ټولو غړي د برېښاني تذکرو خاوندان کړو او اخیستل یې د فرض لمانځه په شان پر ځان فرض وګڼو او دې کار ته د ملي او هېوادني جهاد په سترګه وګورو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک