محمد اسماعیل یون
د محمد اسماعیل یون لیکنی
هنیه له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو
کله چې یو څوک یا شهید شي او یا په ناڅاپي ډول مړ شي ، نو سترګې یې رڼې پاتې شي ، زموږ په ولسي -مذهبي روایاتو کې راځي چې هغه د خپلې کورنۍ د یو محترم غړي او ښاغلي مشر انتظار کوي ، کله چې یې هغه پر مخ د مهربانۍ او مینې لاس کش کړي ، نو د هغه سترګې پټې شي او انتظار یې پایته ورسي . نن نو د شهید اسمعیل هنیه د شهیدې کورنۍ لپاره د خپل پلار او مشر د لیدو لومړۍ ورځ ده ، نن به هغه خپل ماشومان او نږدې عزیران په غېږ کې ونیسي ، یو یو به ښکل کړي ، څوک به یې غېږ کې ناست وي ، څوک به یې پر ولو ناست وي او چا به یې له غاړې لاسونه راتاو کړي وي، یو د مینې مجلس به جوړ وي ، څوک به ورڅخه یوه پوښتنه کوي ، څوک به بله ، څوک به ورته وايي څه خبرې وې په فلسطین کې ؟ څه خبرې وې په غزه کې ؟ بمبار و کنه و ؟ ماشومان هماغسې شهیدانېدل ؟ د نیا هماغسې په ننداره و...
نور ولوله
د افغانستان د استحکام اتل
د هېواد د شلمې پېړۍ په سیاسي او پوځي تاريخ کې محمد ګل خان مومند هغه ستر شخصيت و، چې په ډېر دقت، پوځي مهارت، فرهنګي قـوت او ولسي ذکاوت يې د افغانستان د بقا لپاره کار وکړ. ده د يوه مسلکي پوځي په توګه، په ملي پوځ کې خدمت وکړ، عسکري پوړۍ يې ترلاسه کړې او بيا چې کله د انګرېزانو په مقابل کې د جګړې وخت راورسېد، نو په مېړانه يې په دې غزا کې برخه واخيسته. محمد ګل خان مومند د هېواد په ختيزه جبهه کې هغه مهال چې د صالح محمد خان د ډار او وېـرې له امله په
(ختيزه جبهه) کې د جګړې ليکې ماتې شوې او انګرېزان د چټک پرمختګ په حال کې وو، نـو محمد ګل خان مومـند د ولسي او منظمو لښکرو په زور د هغوی د پرمختګ مخه ډب کړه. د استقلال تر بريا وروسته يې د غونډ مـشر، فـرقه مشر او نورو لوړو عسکري دنـدو د مشر پـه توګه کار ...
نور ولوله
سړی څنګه ښامار شي؟
انسان ډېر کمزوری موجود دی، اړتیاوې او نیمګړتیاوې یې زیاتې دي، د مظلومیت پر وخت یې احساس او عواطف د ملایکو د اخلاقو تر درجې ورسېږي ،خو کله چې حاکم شي ، نو بیا شداد او فرعون ترې جوړ شي.خبره هغه وخت خطرناکه شي چې د یوې ايډیالوژۍ پلویان له مظلومیت څخه حاکمیت ته ورسېږي او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې هوسونه د بغاوت داسې پوړۍ ته ورسېږي چې نه یوازې ولس ترې تر پوزې راشي ، بلکې خپله ايدیالوژي هم دومره بدنامه او ناکامه کړي چې د ټولنې ټول نظم ورسره ګډوډ شي.تېر حکومت چې یوه کمه برخه یې ولسواکي وه ، نوره غوښنه او محوري برخه یې وطنپلورونکي جنګسالاران ، غربپالي ټامیان او نور ډول ډول فسادګر وو ، د بهرنیانو د مرستو په زور یې ساه چلېدله ، د هرې ورځې د د دوام قېمت یې د پنځه سوه ګلاليو افغانانو سرونه وو ، له ولس سره یې پوره واټن و، خو بیا یې هم...
نور ولوله
د کال پر وروستۍ شپه وروستۍ خبره
۱۴۰۰ل کال د افغانانو لپاره د تېرو نورو کلونو په شان یو خونړی کال و. د تېر لمریز کال په لومړۍ نیمه برخه کې افغانستان خونړیو جګړو سخت وځپه ، هره ورځ نږدې پنځه سوه افغانان د جګړې قرباني کېدل، د همدې جګړو په وروستۍ برخه کې د (اسلامي جمهوریت )په نوم نظام ړنګ شو. ځای یې ( اسلامي امارت ) ونیو، د بهرنیانو کډې بار شوې ، دې سره څلوېښت کلنه جګړه تر دې دمه ختمه شوه ، عمومي بښنه وشوه، سراسري امن ټینګ ، خو افغانستان په نړیواله کچه له سیاسي انزوا سره مخ شو . په نړۍ کې هېڅ مسلمان او نامسلمان هېواد نوی نظام په رسمیت ونه پېژنده ، نړیوالو د خپلو مشروعو او نامشروعو غوښتنو او شرطونو یو اوږد لېست نوي حکومت ته وړاندې کړ او نویو واکمنو د بېلګو د وړاندې کولو په شرط او دلیل هغه شرطونه ټول رد کړل.کال پوره شو خو نه د ولس ، نه د نوي حکومت او ن...
نور ولوله
استاد رفیع د پښتو ادب سالار
د علمي سیمینارونو او غونډو په لړ کې نن د افغانستان ملي تحریک په بلنه او نوښت د ژوندون ټلوېزیون د غونډو په تالار کې د استاد حبیب الله رفیع د فرهنګي خدمتونو او کارونو په باب یو دروند علمي سیمینار جوړ شوی و . سیمینار د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د لومړي کال د محصلې (ریما معصومي) له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو ، ورپسې پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون ، سباوون ، ارزو ، محبوب الله خان محبوب ، پوهنمل یحیی همای ، محمد نبي تدبیر ، قاري معرفت او صدیق پتمن د استاد رفیع د ژوند، اثارو او افکارو په باب خپلې علمي او څېړنیزې لیکنې او ویناوې واورولې او استاد رفیع یې د هېواد د فرهنګي ډګر او ملي فکر یو ستر خدمتګار وباله. وینا والو وویل چې استاد رفیع د خپل (شپېته کلن ) فرهنګي ژوند له پیله بیا تر دې دمه (۱۲۰) عنو...
نور ولوله
سږ کال مړي راژوندي نه شول !
د هر مړي درناوی او احترام په کار دی، خو د هغه مړي چې پر ژوندني د خلکو خدمتګار وي او پر مړینې د خلکو د ځورونې سبب نه شي . خو زموږ په هېواد کې یو شمېر داسې کسان وو او لا شته چې نه پر ژوند ترې ولس ښه ورځ لیدلې وه او نه ترې په مرګ دې ولس خلاصی وموند.
مسعود ، رباني ، فهیم ، مزاري او دېته ورته نورو اشخاصو ، چې د خپل ژوند په بهیر کې یې دې ولس ته څومره زیان واړاوه ، تر مرګ وروسته هم د ولس د کړونې سبب شول.
دا خلک چې ژوندي وو ، نو وژنې ، ځورنې ، ړنګونې ویجاړونې او د اوارو ځمکو غصوبونې ته یې کار ویلی و، خو چې کله له دې نړۍ څخه لاړل ، نو بیا یې لوړې غونډۍ غصب کړې او پلویانو یې د دوی په شان د عامه لارو بندولو او د ولس ځورونو ته دوام ورکړ.
...
نور ولوله
اذان
وزرماتی زړه مې بیا د ځان په ویر دی
تړل شوی د خپل عقل په زنځیر دی
په یوه دانه غنم چې جنت بایلي
زما قام کې د ادم دغه تاثیر دی
نور په واک کې د دنیا مزي را لنډ کړي
د پښتون فکر لا ږیره کې راګیر دی
د قیامت له نښانو څخه یې بوله
پښتنو که وویل دغه زموږ پیر دی
له دېواله سر راهسک کړي راته ګوري
ګاونډی مې بې ادبه دی ، شریر دی
دا چې ورور د ورور پر ستوني چاړه کاږي
له ادمه تر...
نور ولوله
عاطفه تر سیاست ډېره لوړه ده
له دې څو ورځو راهیسې ټول ملت د زابلي ماشوم په درد او مرګ وکړېده ، چا دعاګانې وکړلې، چا ژړاوې وکړې او چا د تدبیر لمنه ونیوه ؛ عملاً لاس په کار شول ؛ څه یې چې په وس وو، هغه یې تر سره کړل ، خو ډېرو دعاوو او ډېرو هڅو بیا هم د تقدیر لوری بدل نه کړای شو.
د حیدر د کیسې عاطفي اړخ د یوسف (ع ) داستان ته ورته و، د حیدر چغې او ساندې د ښکلي یوسف د چغو درد ته نږدې وې ، هلته هم یو یعقوب پر خپل یوسف ډېر وژړل او هغه درد بیا د تاریخ د تلپاتې حافظې نه هېرېدونکې برخه شوه ، دلته هم یو یعقوب د خپل حیدر د ژغورنې لپاره ډېره هڅه وکړه ، خو کله چې بري ته ونه رسېده ، نو حیدري کوکې یې له خولې ووتې ، خپله ژړا یې کنټرول نه کړای شوه ، عاطفې پر ټولو شیانو غلبه وکړه ، د جنګ د ډګر یو ستر جنګیالی، چې ډېر مړي او ټپیان ...
نور ولوله
د امریکا په عدالت کې بې عدالتي
د لویو زبرځواکونو اشتباوې او خطاوې هم لویې وي، د غرور پر اس سواره شي ، له یوې وړې تېروتنې یې پیل کړي او په پای کې همدا وړې وړې تېروتنې یوه په بله پسې غوټه شي او د یو ستر زبرځواک د نړېدو سبب شي.
لومړۍ نړبواله جګړه د یوه شخص د قتل له اشتباه پیل شوه او بیا په کې د اروپا ډېر متمدن هېوادونه او ملتونه وسوزېدل، دویمه نړیواله جګړه هم د هتلر د ځانخوښونې له غریزې پیل شوه او بیا د پنځوس ملیونه انسانانو د ژوند په قېمت تمامه شوه. پخواني شوروي اتحاد هم د یو دیکتاتور د غرور او د یو غوړه مال د کاذب نفوذ او دروغجنو ژمنو له امله خپله اشتباه پیل کړه ، خو په پای کې همدا تېروتنه د شوروي د ړنګېدو سبب شوه. امریکا په یو څه توپیرونو هماغه تېروتنه بیا تکرار کړه. که څه هم تر دمه لا ړنګه شوې نه ده ، خو د ماتې ...
نور ولوله
ملي بیرغ ، تدبیر ، مبارزه او د حالاتو حساسیت
ملي بیرغ د ټول ولس مشترک ویاړ او ملکیت دی، حکومتونه یې د پالنې او ساتنې مسولیت لري ، سیاستوال یې پر درناوي مکلف دي ، هېڅوک حق نه لري چې د هېڅ ډول زور او جبر د کارونې له لارې ملي ارزښتونه توهین او پالونکي یې د خپلې لارې بدلولو ته اړ کړي . د هغو سیاستوالو برخلیک تر ټولو بدتر دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې خپلو دیني او ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه کتلي دي.
اوس چې د سپین بیرغ تر سیوري لاندې نوي واکمن واک ته رسېدلي دي ، د دوی په لیکو کې د ملي بیرغ پر وړاندې ځینې حساستیونه ، مصلحتونه او نزاکتونه رامنتځه شوي دي ، خو دا ټول ترکیب او مسیر تر اوسه پورې عملاً داسې تعبیرېږي چې نوي واکمن خپل بیرغ ، چې دوی یې اسلامي او محمدي بیرغ ګڼي ، غواړي او پخواني ملي او دولتي بیرغ سره مخالفت څرګندوي...
نور ولوله
له اوښکو ډکه بریا
ټولو کور مېشتو او بهر مېشتو افغانانو ته دې د هېواد په دې دردمنو او سختو شېبو کې د کرکټ نننۍ ستره بریا مبارک وي.دا بریا موږ ته دا پیغام راکوي چې تر هرې سختې وروسته اساني راتلونکې ده. نننۍ بریا سره دا پیغام هم مل دی ، چې د کرکېټ مینوال باید د بایلونې پر مهال خپله خوله او خپل احساسات کنټرول کړي ؛ د کرکېټ لوبغاړي تحقیر او توهین نه کړي، ګټنه او بایلونه د لوبې دوه متضادې او حتمي خواوې دي. څومره خوښي چې په تېرو شلو کلونو کې د کرکټ اتلانو زموږ هېوادوالو ته وربښلې ده ، هم حکومتونه او هم سیاسیون هېڅکله هم د دومره خوښۍ جوګه شوي نه دي.
د کرکېټ اتلانو د افغانستان ملي بیرغ یو ځل بیا د نړۍ ملیاردونو وګړو ته د زرګونو رسنیو له لارې وځلاوه ، ملي سرود یې و غږاوه. له دې څخه دا ښکاري چ...
نور ولوله
په تودو شګو کې مزل
د روان کال د اسد میاشتې په لومړیو کې له خپلې مېرمن سره عربي متحده اماراتو ته لاړم او له هغه ځایه بیا ترکیې ته ، له پوهنتون څخه مې شل ورځې رخصت اخیستی و او د همدې میاشتې پر شلمه نېټه باید بېرته کابل ته راغلی وای . ټاکل شوې وه د اسد پر (۲۵ )مه له معمول سره سم د خپلواکې د کلیزې په مناسبت غونډه جوړه کړو او دوه ورځې وروسته یې نشر کړو. غونډې ته مو له همغه ځایه ترتیبات ونیول.خو د اسد تر (۸ )مې وروسته هېواد کې پوځي بدلونونه دومره چټک شول چې د اسد تر (۲۴) مې پورې خبره د کابل نیونې ته راورسېده ، نو په دې ډول هغو افغانانو چې غوښتل یې له هېواد څخه بهر ووځي او هغوی چې غوښتل هېواد ته راشي، ټول پر خپل ځای بند پاتې شول. تګ راتګ دومره سخت شو چې دې هېواد په خپل تاریخ کې نه و لیدلی.
هره ورځ یوې الوتنې یا رڼ...
نور ولوله
