No-IMG

د تاریخي حماقتونو تکرار

افغانستان داسې یو هېواد دی چې تر شا یې یو پیاوړی او عقیدمن ملت ولاړ دی. دا ملت مظلوم دی، غریب دی ، خو ډارن او بې ارادې نه دی.د نړۍ غټ زبرځواکونه د دې ملت په تشخیص کې سهوه شوي ، نو ځکه خو د ځان د زوال سبب شوي دي:

سکندر له ډېر غرور سره راغی ، خو ډېر ستړی او ستومانه ووت.

 عربان راغلل ، خپل زور یې وازمایه ، خو چې لاس یې بر نه شو ، نو بیا یې دخدای دین او خپلولي وړاندې کړل .

چنګېز له ډېرو لښکرو سره راغی ، کلي او ښارونه یې وران کړل ، کله منارونه یې جوړ کړل ، خو د خلکو په زړونو او فکرونو کې یې د ازادۍ روحیه مړه نه کړای شوه.

ګوډ تېمور او هلاکو راغلل ، د خپل نیکه یادونه ، ظلمونه او دردونه یې تازه کړل ، خو ګوډو مات شول او له سلو سرګردانیو نور څه ور په برخه نه شول.

صفویانو د کورګین په واسطه کندهار ته لاس را اوږد کړ ، په نتیجه کې یې اصفهان له لاسه ور کړ.

 مرهټه وو له احمدشاه بابا څخه د نه یرغل بیه د کابل او پېښور ترلاسه کول وټاکل ، خو په پای کې یې ډیلی هم له لاسه ور کړ.

انګرېزان چې په ډېر غرور سره په نړۍ کې هسکه غړۍ ګرځېدل او لمر یې د واکمنۍ په غېږ کې نه ډوبېده ،  له دې ملت سره د ټکر له امله په درې څلورو ټاپوګانو کې را حصار شو.

شوروي اتحاد چې نړۍ کې لومړی سیاسي ځواک و او سور پوځ چې د فیل پښه او جګول یې ناشوني ګڼل کېدل، دلته پر ناسنجول شوي یرغل سره د ځان د تباهۍ سبب شول.

 امریکایان ، ناتو او د علي بابا څلوېښت نور ملګري هېوادونه چې د دې هېواد کلتور او تاریخ ته یې په کمه سترګه وکتل او یوازې د یو څو غلو ملګرتیا یې خپله کړه ، نن یوازې د ټولنې د یوې برخې د مخالفت له امله له ماتې ، شرم او پېښمانۍ پرته بل برخلیک نه لري.

دا چې یو هېواد ته د امپراتوریو قبرستان وايي، دا عادي خبره نه ده . دا د یوې ډېرې لویې قربانۍ نتیجه ده ، هغه قرباني چې موږ ته هم په ډېره لوړه بیه  او د فقر ، بېوزلۍ او تنګلاسۍ په قېمت پرېوتې ده.

اوس د روسیې د رسنیو په قول ، یوه نقشه په ډله ییزو رسنیو کې کښته او پورته کېږي ، دا ډول نقشې که حقیقت ولري که و نه لري ، خو د دې تر شا تر دې زیات مضر نېتونه او هدفونه شته ، په تېره بیا دا چې د اسلام په رنګ کې رنګ شوی یو مکار دښمن ؛ پاکستان هم په کې ښکېل وي.

زه د یو هېوادپال افغان په توګه د نامسلمو او لادینو لرې او نږدې دښمنانو د ښمینو ته د دومره زیات خطر په سترګه نه ګورم ، ځکه چې تاریخ دا ثابته کړې ده چې افغانانو هېڅکله هغه جګړه نه ده بایلولې چې د نامسلم پر وړاندې یې کړې ده ، نو که روسان ، امریکایان ، ناټو او نور نامسلمان قوتونه هر ډول نقشې خپروي ، ملت د هغو پر وړاندې ودرېږي او اسلام د یو دفاعي سپر په توګه د ټول ملت د یووالي او مقاومت سبب کېږي ، په دې برخه کې د تاریخ بیا تکرار له حماقت پرته بله مانا او نتیجه نه لري . خو که کله هم افغانانو له مسلمان رقیب او دښمن سره جګړه کړې ، دا ډول کمې جګړې یې ګټلي دي . اوس د افغانانو اصلي دښمن د پنجاب تر ریاست لاندې د پاکستان موجوده اداره ده ، دوی دې اسلام تر سیوري لاندې افغانانو سره خپله دښمني پالي، افغانان باید تر هر چا زیات همدې سپین لباسي شيطان ته متوجه شي . اوس هغه منبر او مسجد چې افغانانو د هغو لپاره بې شانه قرباني ورکړې ، له سیاسي پلوه بېرته د افغانانو پر ضد کارول کېږي . افغانان که له پوهې او  تعمق څخه کار واخلي ، نو لومړی کار باید دا وکړي چې د مسجد او منبر واک راخپل کړي ؛ داسې یو حالت ته ځان ورسوي چې د جهاد فتوا له کابله صادره شي ، نه له اسلام اباده. په کوم نامه یې چې دا څلوېښت کاله افغانستان کې جنګ جاري ساتلی ، پر همدغه نامه دې پاکستان کې هم جهاد شروع او د شریعت د تطبیق لپاره دې مبارزه وشي. که موږ یو ځل د انګرېز د دغه ځایناستي له شرارته بېغمه شو ، بیا نو د پخوا په څېر هر لرې او نږدې مخالف نامسلم زبرځواک ته ځواب ویلی شو.

اوسمهال چې تر ډېرو تاریخي تجربو وروسته بیا هم ځینې لرې او نږدې هېوادونه د افغانستان د تجزیې نقشې جوړوي او یا ورته خوبونه ګوري نو دا د تاریخي حماقت له تکرار پرته بله مانا نه لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عبدالرشید

دشهادت ویب سایت او س زړو کمونستانو ته ورپاته شو پخوا به یی دکمونیزم او سوسیالیزم ناری وهلی اوس ستاسو د چینل څخه د نشلیزم ناری وهی، موبارک موشه

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک